افغانستان برازیل کې سفارت پرانیزي

د برازیل او افغانستان ګډ بیرغ
Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې برازيل د نړۍ له پرمختللو هيوادونو څخه دې چې د افغانستان ټينگې دپيلوماتيکې اړيکي به ور سره گټورې وي.

ټاکل شوې ده چې په نژدې راتلونکي کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د لاتينې امريکې په يوۀ هيواد برازيل کې خپل سفارت پرانيزې.

افغان چارواکي وايي د تېرې لسيزې يوه ستره لاس ته راوړنه يې دا وه چې د سيمې او نړۍ له ډېر شمېر هېوادونو سره يې ديپلوماتيک اړيکي ټينگ کړل، او د افغانستان توغ يې پر خپلو سفارتونو او د سياسي استازوليو پر دفترونو په رپا راوست.

چارواکي وايي چې افغانستان له نړۍ سره د ددېپلوماتيکو اړيکو د لا ټينگولو په موخه د نويو گامونو اخیستلو په حال کې دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دې ترڅ کې به په نژدې راتونکې کې د افغانستان سفارت په برازيل کې په رسمي کار پيل وکړي.

د ياد شوي وزارت وياند جانان موس زي وويل چې دا چاره د افغانستان دديپلوماتيکو اړيکو د پرمختيا په برخه کې يو ارزښتمن گام دى:

''البته ددې اهمیت په دې کې دی، چې افغانستان په لاتینه امریکا کې مېشت سفارت نه درلود، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په برازیل کې سفارت پرانیزي، د افغانستان سفارت به په برازیلیا کې د لاتینې امریکا له نورو هېوادونو سره هم غیرمقیم سفارت وي. همدارنګه برازیل هم په افغانستان کې د مقیم سفارت جوړول غواړي.''

په دې وروستيو کې افغانستان تر ډېرو کلونو وروسته په عراق کې هم خپل سفارت پرانیست، سربېره پر دې دغه هېواد په هنگري کې هم خپل سفارت پرانیستې دى چې په نژدې راتلونکې کې به سفير هم ور ولېږدي.

Image caption جانا موسی زی: ''د افغانستان سفارت به په برازیلیا کې د لاتینې امریکا له نورو هېوادونو سره هم غیرمقیم سفارت وي. همدارنګه برازیل هم په افغانستان کې د مقیم سفارت جوړول غواړي.''

دديپلوماتيکو اړيکو د پرمختيا په برخه کې بل پرمختگ دا دى چې افغانستان د کاناډا په 'وانگ اور' ښار کې خپله کونسلګري پرانیسته چارواکي وايي ددې گام لامل دا و چې دغه ښار له 'ټورنټو' ښار سره چې د افغانستان کونسلکري په کې ده او د ياد شوي هېواد له 'اوتاوا' ښار سره چې د افغانستان سفارت په کې دى ډير واټن لري، چې له 'وانگ اور' نه د افغانانو ورتلل ستونزمن دي.

همدا راز، افغانستان د جرمني په 'مونشن' ښار کې هم يوه بله کونسلگري پرانیسته تر دې مخکې د ياد شوي هيواد په 'بُن' ښار کې د افغانستان کونسلگري شته وه، خو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې مونشن په بن کې له قونسگرۍ او د جرمني په 'برلين' کې له افغان سفارته لیرې پروت دى؛ ځکه ددويمې کونسگرۍ د جوړېدو اړتيا رامخې ته شوه.

افغانستان وسمهال په نړۍ کې نژدې ۷۰ استازولۍ لري، چې ۴۰ يې مېشت او نامېشت سفارتونه دي.

ورته مطالب