ایساف: د ۲۰۱۲ ترپایه به افغان ځواکونه د افغانانو له خوا روزل کېږي

ایساف
Image caption په پام کې ده چې د ۲۰۱۱ کال تر مارچه به د دوو مليارده او اووه سوه میليونه ډالرو په ارزښت به افغان ځواکونو ته وسلې او مهمات برابر شي.

په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو روزنه او په وسلو د هغو سمبالونه تر ټولو ستره ننگونه ياديږي، خو دا مهال ايساف ځواکونه وايي چې افغان پوځيانوو او روزونکو دغه وړتيا موندلې او وايي چې تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زره ځواکونه روزل شوي او په پام کې ده چې تر راتلونکي کاله پورې به ۳۵۳ زره نور ځواکونه هم وروزل شي.

ايساف ځواکونه وايي چې د افغانستان د هوايي ځواک روزنه به تر ۲۰۱۶ کاله پورې روانه وي.

ايساف چارواکي وايي د افغان ځواکونو سمه روزنه او په پرمختللو وسلو د هغوى سمبالونه دوى دې ته چمتو کوي چې د مخالفو وسله والو دلو سره په ځانته سر مقابله وکړي او له هغوى سره دغرو وهلو جوگه شي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو وياند کارستن جيکوبسن وايي چې افغان ځواکونه پخپله دې ته چمتو شوي چې د پوځي زده کړو مشري پخپله غاړه واخلي:

''اوس مهال په ۷۰ برخو او ۲۱ ولايتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې لړۍ روانه ده، بنسټيزې ښوونې د افغان روزونکو له خوا پر مخ ځي، د ۲۰۱۲ کال تر دسمبر پورې به ټولې پوځي روزنې د افغانانو پر غاړه شي، همدا اوس هم موږ ۳۲۰۰ افغان روزونکي لرو.''

ښاغلي جيکوبسن د افغان پيلوټانو او نورو مسلکي کسانو روزلو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل ناټو هيله منده ده چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه به په دغې برخه کې هم روزنې روانې وي.

د ايساف د وياند په خبره که افغانستان هر څوکره پرمختللې الوتکې هم ولري د هوايي ځواکونو د روزنې پرته به نيمگړې وي.

ښاغلي جيکوبسن وويل چې دا مهال هغوى پر وسلو د افغان ځواکونو سمبالولو ته تر پخوا زياته پاملرنه کوي:

د انځور حقوق AFP
Image caption اوس مهال په ۷۰ برخو او ۲۱ ولايتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې لړۍ روانه ده.

''افغان دولت وايي داسې وسلو ته اړتيا لري چې پر مټ يې له خپله ځانه دفاع وکړي، خو ايساف د راتلونکې لپاره د پانگونې په موخه يې په زيات شمېر کې د موټرو، زغره والو گاډو او نورو اړينو وسايطو د سپارلو لړۍ افغان ځواکونو ته پيل کړې ده چې د ۲۰۱۲ کال تر مارچه به بشپړه شي، د دغه پروگرام اصلي موخه دا ده چې د افغان ځواکونو وړتياوې لوړې شي جگړه ييز فعاليتونه يې نور هم غښتلي شي او په مخابروي برخه کې لا زيات پرمختگ وکړي.''

په پام کې ده چې د ۲۰۱۱ کال تر مارچه به د دوو مليارده او اووه سوه میليونه ډالرو په ارزښت به افغان ځواکونو ته وسلې او مهمات برابر شي.

ورته مطالب