'افغانستان د سیمې په کچه لویه هوايي اکاډيمي جوړوي'

لوی درستیز شیر محمد کریمي
Image caption د افغانستان لوى درستيز شيرمحمد کريمي ډاد ورکړ چې دا مهال د افغانستان پوځ د څومره والي او څرنگوالي له پلوه په ښه حالت کې دى.

د افغانستان لوى درستيز وايي چې دغه هيواد به ډير ژر د سيمې په کچه تر ټولو ستره هوايي اکاډومي ولري.

شيرمحمد کريمي د ۳۵ هېوادونو له سفيرانو او استازو سره هغه مهال وکړې چې د کابل د پوځي ښوونيز مرکز ليدنه يې کوله.

په دغه مرکز کې د لسگونو ښځو په گډون سلگونه سرتېري مسلکي زده کړې کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو په وينا، د ۳۵ هېوادونو سفيران او استازي د دې لپاره د کابل ښوونيز پوځي مرکز ته راغلي وو چې د خپلو مرستو اغېز د ملي پوځ د پياوړتيا په برخه کې وگوري.

په دغه مرکز کې سرتېرو خپلې وړتياوې نندارې ته وړاندې کړې، په دې ترڅ کې سرتېرو د وسلې له پاکولو نيولې تر روغتيايي لومړنيو مرستو او د مخالفانو څار او د هغوى پر وړاندې مبارزه پخپلو تمرينونو کې انځور کړه.

د افغانستان لوى درستيز شيرمحمد کريمي دغو استازو ته ډاد ورکړ چې دا مهال د افغانستان پوځ د څومره والي او څرنگوالي له پلوه په ښه حالت کې دى، هغه وويل ډېر زر به په افغانستان کې د پيلوټانو د ښوونې روزنې لپاره داسې هوايي اکاډیمي جوړه شي چې په سيمه کې به سارى و نه لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا مهال د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو شمېر ۱۶۱ زرو ته رسېږي، خو ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ کاله پورې چې امنیتي مسؤوليتونه په بشپړ ډول افغانانو ته سپارل کېږي، او د ملي پوځ شمېر به ۱۹۵ زرو ته ورسېږي.

اوس مهال يو شمېر افغان پيلوټان په امريکا او متحده عربي اماراتو کې مسلکي زده کړې کوي، ښاغلي کريمي وويل چې ډېر ژر به يو بشپړ پوځي پوهنتون د هرات په شينډنډ او بل د کابل په قرغه کې جوړ شي.

دا مهال د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو شمېر ۱۶۱ زرو ته رسېږي.

ورته مطالب