ناټو: اميد خپلواک زموږ سرتېرو په تېروتنه وژلى

جاوید خپلواک له خوشال تایب سره د مرکې پرمهال د انځور حقوق BBCPashto.com

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا د بي بي سي د خبريال احمد خپلواک د وژنې په باب په ترسره شوې پلټنې کې څرگنده شوې ده چې دى د امريکايي سرتيرو له خوا وژل شوى دى .

احمد اميد خپلواک تر هغه وروسته په ډزو ووژل شو چې په ترينکوټ کې وسله والو طالبانو ډله ييز ځانمرگى بريد وکړ.په پيل کې گومان دا و چې طالبانو، احمد اميد خپلواک وژلى دى.

دی د ځايي ټلوېزيون او راډيو په دفتر کې په کار بوخت و چې وسله والو پر ودانۍ بريد وکړ.

اوس ناټو وايي، اميد خپلواک امريکايي عسکرو وژلى او پر دۀ يې د ځانمرگي بريدگر شک کړى و.

په تېرو دريو کلونو کې احمد اميد خپلواک د بي بي سي لپاره له سيمې منظم خبرونه ورکول، او د پژواک خبري اژانس لپاره يې هم کار کاوه او پر دې سربېره يې په يوه ځايي راډيو کې هم پروګرامونه وړاندې کول.

احمد اميد خپلواک د غلام نبي زوى او د عبدالحميد لمسى و چې له اوس نه ۲۵ کاله مخکې د پلازمېنې کابل په خیرخانه مېنه کې زیږدېدلی دی.

ښوونځی یې تر ۱۱ ټولګي پورې د کابل په یکه توت لېسه کې لوستی.

خو چې په کابل کې کورنۍ جگړې پيل شوې احمد امید خپلواک له خپلې کورنۍ سره اروزگان ته ولېږدېد او ۱۲ ټولګی یې د سيدال شاه په لېسه کې بشپړ کړ.

Image caption ٢٥ کلن احمد اميد خپلواک په خپل دفتر کې و چې وسله والو يې پر دفتر بريد وکړ.

دی سږ کال د اروزگان له عالي دار المعلمين نه فارغ شوى و. احمد اميد خپلواک له څو کلونو راهيسې د خبريالۍ دنده ترسره کوله.

ارواښاد احمد اميد خپلواک يو ورور لري، دوه کاله مخکې يې واده کړی و او يوه درې مياستنۍ لورکۍ ترې پاتې ده.

احمد امید خپلواک پر پنجشنبې/ زيارت د خپل مرګ پر ورځ د بي بي سي سهارنۍ خپرونې سره غږېدلی و.