فهيم د حکومت سياسي مخالفان يووالي ته راوبلل

فهيم
Image caption ښاغلي فهيم وويل ولسمشر حامد کرزی هر ډول خبرو ته چمتو دی.

د افغان ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال د حکومت له مخالفينو وغوښتل چې په ګډه د اوسني حکومت پر مخ بېولو لپاره مټې را ونغاړي.

محمد قسيم فهيم ګواښنه وکړه که د حکومت مخالفين له حکومت سره يو ځای نه شي، ښايي افغانستان یو ځل بيا د لسو کلونو مخکني حالت ته ورستون شي.

ښاغلي فهيم دغه څرګندونې د 'شهيد اوونۍ' د لمانځلو پر مهال کولې، که څه هم ده مخامخ د چا نوم وانخيست، خو د

'مخالف' اشاره یې د حکومت سياسي مخالفينو ته وه.

ده پر دوی غږ وکړ چې د امنيت، حکومتدارۍ او بيارغونې په برخه کې له حکومت سره په ګډه مسووليتونو ته اوږه ورکړي.

د ولسمشر لومړي مرستيال وويل: '' که موږ وار له مخه د افغانستان د راتلونکې لپاره پلانونه ونه لرو، د بهرنيانو له وتلو وروسته به بيا دغه هېواد له بې ثباتۍ سره مخامخ وي، په افغانستان به بيا تېری کېږي او په دغه هېواد کې به ډلې ټپلې او ښايي کورنۍ جګړې پيل شي."

ده وويل په اوس وخت کې د افرادو، کړيو او ان دولتي ادارو ترمنځ نه همغږۍ يو داسې حالت رامېنځته کړی چې دوام يې ښايي افغانستان له بدبختی سره مخامخ کړي.

د ولسمشر مرستيال له دغه حالت نه د وتو لپاره د اوسني نظام د ملاتړ غږ وکړ: " که د اوسني حکومت ملا ونه تړل شي، افغانستان به د يوه ګاونډي هېواد يوه صوبه 'ولايت' وګرځي او بيا به دُره او قمچينه 'متروکه' پر افغانانو حکومت کوي."

ده زياته کړه افغانستان هغه مهال په پښو درېدلی شي چې په حکومت کې شامل او له حکومت نه بهر ټول کسان که هغه سياستوال دي او يا پوهان له اوسني حکومت سره لاس يو کړي، يو بل ومني او يو بل وزغمي.

ښاغلي فهيم د افغان ولسمشر حامد کرزي او افغان حکومت په استازيتوب له نورو وغوښتل چې حکومت له خپلو مخالفينو سره هر ډول مفاهمې او خبرو ته چمتو دی.

ده وويل: " که په اوس وخت کې خپلې شخصي ګټې د ملي ګټو لپاره تر پښو لاندې نه کړو، نو د افغانستان راتلونکې به يو 'بد' برخليک ولري."

د ولسمشر لومړي مرستيال وویل اوس افغان ولس ته د افغانستان د ښېرازۍ او نیکمرغۍ يوازې يوه لار ورپاتې ده او هغه په خپلو کې ورورولي، يووالی، تفاهم او زغم دی.

دا له دې سره سره چې افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره هم د خبرو د پيل اعلان کړی، خو لا تر اوسه يې مثبته نتيجه نه ده ورکړې.

ورته مطالب