په هلمند کې ځانمرګي ۷ کسه وژلي

Image caption بريد د سنګين ولسوالۍ پر ودانۍ شوی دی.

د افغانستان د سويلي ولايت هلمند چارواکي وايي چې تېره شپه د یوه ځانمرګي بريد په پايله کې اووه کسان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي په بريد کې درې پوليس او څلور ولسي وګړي وژل شوي دي. دوی دغه راز وايي چاودنې پنځه کسه ټپيان کړي هم دي چې څلور يې ملکيان دي.

د والي وياند داود احمدي وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په موتر کې سپاره ځانمرګي د شپې ناوخته د سنګين ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په تېرو وختونو کې يې تر ډېره د دا ډول بريدونه پړه منله.

له هغه راوروسته چې د افغانستان په اوو سيمو کې د امنيتي چارو مسووليتونه له بهرنيانو نه افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي، د دغو سيمو په ځينو کې يې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

هلمند، باميان او هرات هغه سيمې دي چې د امنيت د لېږد له بهير را وروسته په کې ځانمرګي بريدونه، د سرک د غاړې چاودنې او د ناامنۍ پېښې شوې دي.

نژدې دوه اوونۍ وړاندې هم په هلمند او کندهار کې جلا ځانمرګو بريدونو پنځه کسه ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

د هلمند ځايي چارواکو وويل په دغه ځانمرګي بريد کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

داود احمدي وويل، برید د لښکرګاه ښار د کابل بانک ودانۍ مخې ته د کرولا پر مټ شوی دی.

خو د کندهار ځايي چارواکي وايي پر لومړۍ حوزې ځانمرګی برید بيا د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۲۵ ولسي وګړي ټپيان کړل.

ورته مطالب