د افغانستان لس کلنه جګړه کې ۲۷۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي

Image caption د آې کجولټیز د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې بهرنیو ځواکونو ته ډېر تلفات د افغانستان په کونړ، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې اوښتي دي.

په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو په تاوتریخوالي کې د امریکا په مشرۍ څه باندې دوه زره اووه سوه بهرني پوځیان وژل شوي دي.

د امریکايي ځواکونو له خوا وړاندې شوې شمېرې ښيي چې د دوی په وینا د ترهګرۍ سره په مبارزې کې ډېر تلفات امریکايي او بریتانوي پوځیانو ته اوښتي دي.

ډېر تلفات د افغانستان په کنړ، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې اوښتي دي. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تلفات د هر کلا په تېرېدو دېر شوي دي، په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې یواځې ۱۲ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي وو، خو په ۲۰۱۰ کال کې د ۷۱۱ تنو بهرنیو وژل شویو سرتېرو له ډلې نژدې پنځه سوه تنه یې امریکاییان وو. چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو لپاره تر ټولو خونړی کال وبلل شو.

د آی کجولیټیز ویبپاڼې د ویبپانې له مخې چې په افغانستان او عراق کې د بهرنیو تلفاتو په اړه معلومات ورکوي په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې تر دوه زرو اوو سوو ډېر بهرني پوځیان وژل شوي دي.

امریکا د ۱۷۶۲ سرتېرو په له لاسه ورکولو د بهرنیو پوځیانو د تلفاتو د کتار په سر کې ځای لري او دوهم ځای هم بریتانوي ځواکونه لري چې په تېرو لسو کلونو کې یې ۳۸۰ پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د شمېرو له مخې سږکال تر دې دمه ۴۲۹ تنه بهرني پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

کاناډا، فرانسه، جرمني، دنمارک، ایتالیا، رومانیا، اسپانیا، پولند، ناروې، هالند، آسترالیا، جورجیا، هنګري او استونیا هغه هېوادونه دي چې پوځیان یې د آیساف په چوکاټ کې په دندو بوخت دي او د افغانستان په جګړې کې یې پوځیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان آلن د سپتمبر د یولسمې نیټې د یاد د مراسمو پر مهال د هغو سرتېرو ستاینه وکړو چې په افغانستان کې وژل شوي دي:

''موږ د ټولو هغو کسانو ستاینه کوو چې په تېرو لسو کلونو کې یې زموږ د امنیت د ټینګولو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړی، او د هغو کسانو ستاینه هم کوو چې لا هم په مبارزې اخته دي.

هغه کسان لا اوس هم زموږ په یاد دي چې د سپتمبر د یولسمې نیټې په سهار ووژل شول او تل به مو په یاد وي، هغوی به تل زموږ سره وي.''

د آې کجولټیز د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې بهرنیو ځواکونو ته ډېر تلفات د افغانستان په کونړ، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې اوښتي دي.

یو شمېر دغه پوځیان په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي خو ځینې نور یې په مخامخ جګړو کې ویشتل شوي، خو د آی کجولټیز ویبپاڼې د معلوماتو له مخې زیاتره پوځیان د سړک غاړې بمي چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

وړاندې تر دې د آیساف چارواکو ویلي وو چې طالبانو په وروستیو کلونو کې خپل جنګي تاکتیکونه بدل کړي او اوس یې تر ډېره د سړک غاړې بمي چاودنو ته مخه کړې ده، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې هم ډېر تلفات د سړک غاړې بمي چاودنو له امله بلل شوي دي.

ورته مطالب