'تر راتلونکو ۳ کلونو به افغان ملي اردو خپلواکه شي'

افغان ځواکونه
Image caption افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د ورسپارلو بهیر شاوخوا دوې میاشتې مخکې پیل شو.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تر راتلونکو څو اوونيو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د ورسپارلو د دویم پړاو له پیلېدو سره سم، افغان ځواکونه دې ته چمتو دي، چې ۶۰ په سلو کې عملیات په خپلواکه توګه وکړي.

د افغانستان لوی درستیز شېرمحمدکریمي وايي، هڅه کوي، چې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د بهیر تر پایه افغان ځواکونه په ځان بسیا شي.

ښاغلی کریمي وویل، چې اردو اوس مهال یوازې ۳۰ په سلو کې عملیات له پولیسو او ناټو ځواکونو سره په ګډه کوي:

''ملي پوځ د ښوونې او روزنې او اوپراتیفي دندو له نظره په داسې یو حالت کې دی، چې په خپلواکه توګه پلانونه جوړوي او عملیات کولای شي. د اوس لپاره زموږ ۶۰ په سلو کې یا له هغې ډېر عملیات په مستقلانه توګه ترسره کېږي او پاتې هغه مو له پولیسو او ناټو سره په ګډه کیږي. د لېږد په بهیر کې به زموږ دنده او پلان جوړونه داسې وي، چې خپلواک شو، په دې معنی چې موږ باید له ۱۳۹۰ یا ۹۱ کاله وروسته هماغسې، چې د تجهیزاتو او وسلو له اړخه په ځان بسیا کیږو د دندو د ترسره کولو او روزنې په هکله هم باید خپلو پښو ودرېږو او که بهرنیان هم وي، په یوازې سر چارې پرمخ بوځو.''

لوی درستیز شېرمحمدکریمي زیاتوي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په اردو کې د سرتېرو جلب و جذب ډېر شوی، چې په وینا يي، په میاشت کې شا وخوا ۸ زره کسان په اردو کې جلبېږي.

دی وايي، نړېوالې ټولنې هوکړه کړې، چې تر راتلونکي یوه کاله د ملي اردو د اوسنیو سرتېرو شمېر دوو سوزروته ډېر کړي: ''زموږ اوسنی پلان، چې د ۱۳۹۰ لمریز کال د لړم د میاشتې تر پایه باید د اردو شمېر ۱۷۱ زره او ۶۰۰ تنه وي. په دې معنی چې زموږ د اردو د پراختیا موجود پلان ۱۷۱ زره او ۶۰۰ تنه دی، چې د لړم د میاشتې تر پایه باید بشپړ شي. او بل پلان مو د افغانستان د جمهوري ریاست او د نړیوالې ټولنې د پرېکړې له مخې دی، چې د ۱۳۹۱ میلادي کال له پیله ترد لړم میاشتې تر پایه د اردو شمېر باید ۱۹۵ زرو ته ورسیږي، موږ یوازې د اردو په اړه خبرې کوو، نه د پولیسو په اړه.''

Image caption لوی درستیز شېرمحمدکریمي زیاتوي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په اردو کې د سرتېرو جلب و جذب ډېر شوی، چې په وینا يي، په میاشت کې شا وخوا ۸ زره کسان په اردو کې جلبېږي.

په تېرو لسو کلونو کې د عملیاتو مشري بهرنیو ځواکونو کوله او افغان سرتېرو به له بهرنیو سرتېرو سره د همکار په توګه پکې برخه اخیسته.

خو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د بهیر له پیېلېدا سره اوس مهال د افغانستان په یوشمېر سیمو کې افغان سرتېري پخپلواکه توګه امنیتي چارې مخته وړي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د ورسپارلو بهیر شاوخوا دوې میاشتې مخکې پیل شو.

په دې پړاو کې د اوو سیمنو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شو. ټاکل شوې د دغه بهیر دویم پړاو په نږدې راتلونکي کې د ولسمشر کرزي لخوا اعلان شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د دغه بهیر له پلي کېدو سره سم د افغان ځواکونو روزنه او سمبالښت هم روان دی.

ورته مطالب