'د افغانستان مالي فساد بهرنیو مرستندویانو ته سر کړی'

افغانۍ
Image caption د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارنې ادارې په خپل رپوټ کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ملکي سلاکارانو لګښت تراوسه شاوخوا دوه میلیارد ډالره شوی او هر سلاکار کلنۍ لګښت له ۴۱۰ تر ۵۷۰ زرو ډالره دی.

یوشمېر افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې روان مالي فساد، له دغه هېواد سره یوشمېر مرسته کوونکو هېوادونو ته هم غځېدلی دی.

د افغانستان د ملي شورا یوشمېر غړي په دې باور دي، چې په میلیونونه پیسې بېرته په بهرنیو سلاکارانو لګول کیږي او په دې سره ډېرې مرسته شوې پسې بېرته له افغانستان څخه بهر لګول کیږي.

یوشمېر افغان چارواکو پر بهرنیو سلاکارانو د ډېرو پیسو لګول بې ځایه ګڼي او وايي، د افغانستان په یوشمېر ادارو کې د دوی حضورو حالت نور هم کړکیچن کړی دی.

دغه چارواکي ډېری مرسته کوونکی هېوادونه په دې تورنوي، چې د سلاکارانو له لارې ډېرې مرسته شوې پیسې بېرته له افغانستان وباسي.

د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال احمدبهزاد وايي، په افغانستان کې روان فساد یوشمېر مرسته کوونکو هېوادونو ته هم غځول شوی دی:

''زه فکر کوم، لکه څنګه، چې د افغانستان په دولت کې حساب شفاف نه دی، په همدې ډول په بهرنیانو او له افغانستان سره په مرسته کوونکو هېوادونو کې هم همدا ډول حالت روان دی. متاسفانه موږ په بېلابېلو برخو کې شاهد یو، لکه څنګه چې افشا شوي، بهرني سلاکاران له ډېرو معاشونو سره سره، د افغانستان په ملکي ادارو کې د کار د ښه والي لپاره ګومارل شوي، خو نه یوازې سره له دې چې د هغې ادارې کار نه دی ښه شوی، بلکې حالت يې لا پسې کړکېچن شوی دی.''

په همدې حال کې یوشمېر افغان کتونکي وايي، که افغانستان ته د ۸۰ سلنې پر لېږل شویو سلاکارانو شوي لګښتونه په هېواد د ننه پر افغان متخصصینو ولګول شي، نو ډېرې ښې لاسته راوړنې به یی وې.

د کابل پوهنتون استاد سعید مسعود وايي، په افغانستان کې پردغو سلاکارانو ډېر لګښتونه، د هېواد کاري وړتیا جوړونې ته زیان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې (سیګار) یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارنې ادارې په خپل رپوټ کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ملکي سلاکارانو لګښت تراوسه شاوخوا دوه میلیارد ډالره شوی او هر سلاکار کلنۍ لګښت له ۴۱۰ تر ۵۷۰ زرو ډالره دی.

د دغو سلاکارانو موخه، چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او د غوره ظرفیت جوړول دي، د ۲۰۰۹ میلادي کال په لومړیو کې يي شمېر ۳۲۰ تنه وو، چې په روان کال کې يي شمېره ۱۰۴۰ تنو ته رسیږي.

ورته مطالب