جان الن: افغانستان کې ډېر کار په مخ کې دی

جان الن
Image caption ښاغلي الن له نړیوالو سوله ساتو ځواکونه مننه کړې، چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د ثبات لپاره د ده په وینا ډیر قربانۍ ورکړي دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عموي قومندان په یوه وېډيویي پيغام کې ویلي، نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف د افغانستان ثبات اوسولې ته ژمن دي.

جنرال جان الن ویلي، نړیوال ټولنه په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمنه ده او د ده په وینا له افغان حکومت سره به اوږه په اوږه د امنیت د ټینګښت او اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.

ښاغلي الن، په خپل پيغام کې، چې د سپتبر د ۱۱ په مناسبت یې خپور پیغام کې ویلي چې دوی به هېڅکله بیا ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې د ده په وینا په افغانستان کې خوندي ځالې جوړې کړي:

''ایساف، چې ۴۹ هېوادونه په کې برخه لري، د یولک او دېرش زره سرتېرو په لرلو سره، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ژمن دي. موږ به له افغان ځواکونو سره اوږ په اوږ کار وکړو. ایساف د باثبات حکومت، اقصادي ودې او امنیت لپاره له افغانستان سره مرسته کوي. موږ ژمن یو، چې افغانستان به بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.''

ښاغلي الن په دغه پيغام کې له نړیوالو سوله ساتو ځواکونه مننه کړې، چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د ثبات لپاره د ده په وینا ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

دی وايي لا تراوسه ډېر کار په مخ کې دی، چې باید د ده په باور له افغانانو سره یوځای تر سره شي.

ټیک لس کله وړاندې پر همدې ورځ د امريکا په متحده ايالتونو کې څلور الوتکې وتښتول شوې، چې يوه يې د پنټاګان له ودانۍ او دوه يې په نيويارک کې د نړيوال سوداګريز مرکز له ودانيو سره وجنګول شوې.

په دغو بريدونو کې کابو ۳۰۰۰ کسان ووژل شول او په زرګونو نور ټپيان وو.

له همدغو بریدونو وروسته، امريکا د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن، چې هغه مهال په افغانستان کې و، د دغو بريدونو مسؤول وباله او له طالبانو یې د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

Image caption ټیک لس کله وړاندې پر همدې ورځ د امريکا په متحده ايالتونو کې څلور الوتکې وتښتول شوې، چې يوه يې د پنټاګان له ودانۍ او دوه يې په نيويارک کې د نړيوال سوداګريز مرکز له ودانيو سره وجنګول شوې.

خو طالبانو دا غوښتنه ونه منله او امریکا د ناټو په مشرۍ د طالبانو د رژیم د راپرځېدو لپاره د ٢٠٠١ کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان پوځي بريد وکړ.

جورج بوش، چې هغه وخت د امریکا ولسمشر و، وویل، چې خپل غچ اخلي او امریکایي ځواکونو په افغانستان برید وکړ.

اوس، چې په افغانستان کې دامریکا له ښکېلتیا لس کاله تېرېږي، یو شمېر افغان کارپوهان وايي، چې ناټو په دغه هېواد سترې تېروتې وکړې.

ورته مطالب