میدان وردګو کې د ناټو په اډې برید څلور ولسي وګړي ووژل

امریکايي پوځيان

وړاندې هم په میدان وردګو کې بهرنیو ځواکونو ته سخت زیانونه اوښتي.

په وردګو ولایت کې د ناټو ځواکونو پر یوه مرکز د ځانمرګي برید له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او د ۷۷ بهرنیو ځواکونو په ګډون لسګونه تنه نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې مېشت بهرني پوځیان وايي چاودېدونکي توکي په یوې لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې په چاودېدو سره یې د پوځي مرکز د دیوال یوه ستره برخه هم ړنګه شوې ده.

په دغه برید کې د سید آباد ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ او ولسوالۍ ودانیو او هټیو ته هم سخت زیان اوښتی دی.

د امریکا پوځ ویلي د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو اډې ته څېرمه یوې زورورې چاودنې لږترلږه ۸۹ کسان ټپیان کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په برید کې دوه افغان ولسي وګړي وژل شوي، او د ایساف د سرتېرو په ګډون ۸۹ کسه نور ټپیان شوي.

د امریکا د پوځ ویاند ډېوېد ایستبورن ویلي، په چاودنه کې ۵۰ امریکايي پوځيان او تر لسو ډېر افغان ولسي وګړي ټپیان شوي.

دی وايي چاودنه د ناټو پوځي اډې دروازې ته څېرمه شوې.

چارواکو ویلي، چاودنه په یوه لارۍ موټر کې له لرګیو سره یوځای د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې.

خبري سرچینې وايي، چاودنې د ناټو د پوځي اډې د دېوالونو لویه برخه ویجاړه کړې ده.

ناټو ویلي، د اډې دېوال ځکه ویجاړ شوی، چې اډې ته د برید کوونکي د ننوتو لپاره یو مانع و.

وړاندې په یوه رسمي ویناپاڼه کې راغلي وو، چې په چاودنه کې ګڼ کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ نه وو ښودل شوی.

خو د میدان وردګو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دې برید کې د یوه افغان ژباړن، یوه ساتونکي او کاریګر په ګډون درې کسه وژل شوي.

وسله والو طالبانو ددې برید پړه منلې ده.

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په برید کې تر ‍۱۰۰ ډېر بهرني پوځيان وژل شوي او ټپیان دي.

برید پر داسې مهال شوی، چې ټيک لس کاله وړاندې د سپتمبر پر یوولسمه د امریکا په نیویارک ښار کې پر نړیوال سودګریز مرکز او پنتاګان الوتکې وجنګول شوې، چې کابو درې زره کسان په کې ووژل شو.

وړاندې هم په میدان وردګو کې بهرنیو ځواکونو ته سخت زیانونه اوښتي.

افغانستان کې د ناټو ستر تلفات

  • ۲۰۰۵، د اپریل ۶مه

    په غزني ولایت کې د چینوک چورلکې په رالوېدو سره ۱۵ امریکايي پوځيان او درې قراردادیان ووژل شول.
  • ۲۰۰۵، د جون ۲۸مه

    په کونړ ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۱۶ امریکايي عسکر ووژل شول.
  • ۲۰۰۵، د اګست ۱۶مه

    هرات ته څېرمه د ناټو چورلکه راولوېده، چې ۱۷ هسپانوي عسکر پکې ووژل شول.
  • ۲۰۰۶، د مۍ ۵مه

    د کابل په ختيځ کې د چینوک الوتکې په رالوېدو ۱۰ امریکايي عسکر ووژل شول.
  • ۲۰۰۶، د سپتمبر دویمه

    د برتانیا ۱۴ شاهي هوايي پوځيان تر چاودنې او نښتې وروسته ووژل شول.
  • ۲۰۰۸، د اګست ۱۸مه

    د کابل په ختيځ کې د طالبانو په کمین کې ۱۰ فرانسوي سرتېري ووژل شول.
  • ۲۰۱۱، د اګست ۶مه

    په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۳۱ امریکايي ځانګړي ځواکونه او اووه افغان کوماندوز ووژل شول.
  • سرچینه:

    بي بي سي خبري څانګه

تر ټولو تازه او لویه مرګ ژوبله یې د تېر اګست پر پنځمه د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې وه، د ناټو یوه چینوک الوتکه طالبانو راغورځوله، چې د اوو افغان کوماندوز او یوه ژباړن په ګډون د امریکا ۳۰ ځانګړي ځواکونه پکې ووژل شول.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې په افغانستان کې د ناټو د چورلکې رالوېدو په پېښه کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل به د امریکا پر روانې جګړې منفي اغېز ونه کړي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه، چې په افغانستان کې به خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

په میدان وردګو ولایت کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل د افغانستان په روانه لس کلنه جګړه کې امریکايي پوځيانو ته دا تر ټولو لویه مرګ ژوبله ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .