په هرات کې د غالیو د پروسس مرکز

غالۍ د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption تر دې وړاندې به افغاني غالۍ د پاکستان له لارې او د هغه هېواد د تولیداتو په نامه نورو هېوادو ته لېږدول کېدې.

په لوېدیځ ولایت هرات کې د غالیو د پروسس لومړني مرکز د جوړولو مقدماتي کار پیل شوی.

چارواکي وایي د دې مرکز په فعالېدو سره به چې د شاوخوا پنځه میلیونه ډالرو په لګښت د امریکا په مرسته جوړېږي، له دې وروسته افغاني غالۍ په کور د ننه په معیاري توګه صادرولو ته چمتو کېږي.

تر دې وړاندې به افغاني غالۍ د پاکستان له لارې او د هغه هېواد د تولیداتو په نامه نورو هېوادو ته لېږدول کېدې.

له پلازمېنې کابل وروسته هرات دویم ولایت دی چې د غالیو د پروسس مرکز پکې جوړېږي.

د غالیو صنعت چې پخوا د افغانستان په لوېديځ کې ډېر ځلېده، په دې ورستیو کلونو کې د هغه وخت پرتله په زیاته کچه پیکه شوی دی.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري وایي هڅه کېږي چې د غالیو د پروسس نوي مرکز په جوړېدو سره هرات یوځل بیا د غالیو د صنعت په ډګر کې خپل پخوانی مقام ترلاسه کړي.

د ښاغلي نوري په وینا، دا نوی مرکز به د دې زمینه برابره کړي چې د ترکیې د غالیو له صنعتي مرکز سره هم اړیکي ټینګ شي.

د هرات د والي ویاند ښاغلی نوري زیاتوي چې سږ کال له هراته بهر ته د تېر کال پرتله په زیاته کچه غالۍ صادرې شوې دي:

''له هراته بهر ته سږ کال د غالیو د صادراتو په کچه کې څلور فیصده لوړوالی راغلی. په تېرو ۱۲ میاشتو کې نژدې لس زره متره مربع هراتي تولید شوی غالۍ پاکستان، آلمان او ایټالیا او ځینو نورو هېوادو ته صادرې شوې دي.''

تر دې وړاندې به افغاني غالۍ د پاکستان له لارې او د هغه هېواد د تولیداتو په نامه نورو هیوادو ته لیږدول کېدې د افغانستان په لوېدیځ کې د غالیو د صادروونکو د ټولنې مشر محمد رسول فایق وایي له دې وروسته به افغاني غالۍ د افغانستان د تولیداتو په نامه په معیاري توګه بهر ته صادرېږي:

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption له پلازمېنې کابل وروسته هرات دویم ولایت دی چې د غالیو د پروسس مرکز پکې جوړېږي.

''زموږ غالۍ تر اوسه د مینځلو او معیاري پروسس لپاره پاکستان ته ځي او دا زموږ اقتصاد ته لوی زیان دی. که دا نوی مرکز جوړ شي زموږ غالۍ به همدلته پروسس او بسته بندي شي او بیا به د افغانستان په نامه نورو هېوادو ته صادرېږي.''

سیمه ییز چارواکي وایي هڅه کیږي چې د غالیو صنعت په ټولو سیمو او په ځانګړی توګه هغو ولسوالیو کې بیا رواج کړل شي چې هلته زراعتي فعالیتونه یوڅه کمزوري شوي؛ دا ځکه چې غالۍ د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو ګڼل کېږي او دې ته په پام سره چې غالۍ په بهر کې ډېر تود بازار لري، کولای شي د غالیو د تولیدوونکو لپاره یوه مهمه اقتصادي سرچینه پرانیزي.

ورته مطالب