په کابل کې وسله والو ډله ييز بريد کړی دی

د افغانستان په پلامېنه کابل کې وسله والو طالبانو د امريکا په سفارت او دغلته د ايساف په مرکز بريد کړی دی. وسله وال د عبدالحق په څلور لارې کې يو ودانۍ ته پورته شوې او له هغه ځايه د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

ويل کېږي چې تر اوسه د لسو وړو او لويو چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.

جګړه لا هم روانه ده.

د تلفاتو په اړه تر اوسه جزييات نه دي ورکړل شوي.

د وسله والو طالبانو يوه ویاند رسنيو ته ویلي چې بريد د دوی کسانو کړی دی.

نور جزييات وروسته خپرېږي.