امنيتي ځواکونه: شپږ واړه بريدګر ووژل شول

افغان امنيتي ځواکونو وايي په پلازمېنه کابل کې يې د وسله والو طالبانو مقاومت ختم کړی دی. د کورنيو چارو وزارت وايي اوس په ښار کې وضعيت عادي حالت ته ور ګرځېدلی دی.

دغه ډله ييز بريد نژدې شل ساعته دوام وکړ او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي شپږ واړه بریدګر يې وژلې دي. درې نور بريدګر د ښار په بېلا بېلو برخو کې چاودنې کړي او وژل شوې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

امريکا او د ناټو مشر انرس فو راسموسېن هم دغه بريدونه غندلي دي. د ناټو مشر ويلي وسله وال هڅه کوې چې په دې توګه له بهرنيو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليت سپارلو بهير ټکنی کړي.

وسله والو بریدګرو د امريکا پر سفارت، د ناټو د قومندې پر مرکز او نورو حکومتي او بهرنيو تاسيساتو د بريد لپاره د عبدالحق په څلور لارې کې له يوې ودانۍ کار اخيسته.

دغه ودانۍ چې شاوخوا پنځلس پوړه ده کار يې لا نه دی بشپړ شوی او په کابل د امريکا له سفارت او په افغانستان کې د ناټو د قومندې له مرکز نه کابو ۴۰۰ متره واټن لري.

د ځمکنيو ځواکونو د ملاتړ لپاره په هوا کې څرخکې هم د دغې ودانۍ چار چاپېره دورې وهي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وويل د دغه ډله ييز بريد او په کابل کې د نورو چاودنو په پايله کې اته کسه وژل شوي چې څلور يې پوليس دي.

دی وايي په برید کې ۱۷ کسه نور ټپيان شوې دي چې اته يې پوليس دي.

د بريد پرونی حال

نن د افغانستان په وخت د غرمې په شاوخوا يوه بجه يوه ډله وسله وال د کابل ښار په ختيځه برخه کې يوې لوړپوړېزې ودانۍ ته چې کار يې لا نه دی بشپړ شوی ور وختل.

دغه ودانۍ د امريکا له سفارت نه شاوخوا ۴۰۰ متره واټن لري.

دوی له دغه ځايه د امريکا پر سفارت، ورسره په خوا کې د ايساف پر مرکز او تر څنګ يې د ملي امنيت پر ودانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

امنيتي چارواکي د دغه ډله ييز بريد په پايله کې تر اوسه د پنځو ملکیانو د ټپي کېدو خبر تاييدوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ډله ييز بريد دوه بريدګر يې وژلي دي او په خبره يې دوه يې لا هم جنګېږي.

بل خوا د پلازمېنې په لويديځه څنډه بري کوټ (دهمزنګ) کې هم د سرحدي ځواکونو قرارګاه ته ورڅېرمه يو ځانمرګی بريد شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي په دغه بريد کې دوه پوليس ټپيان شوې دي.

افغان او بهرني امنيتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دي او سيمه يې کلا بنده کړې ده.

د وسله والو طالبانو يوه ویاند رسنيو ته ویلي چې بريد د دوی کسانو کړی دی.

نور جزييات وروسته خپرېږي.


BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .