خليلزاد: افغانستان دی چې امریکا ته اړتیا لري، نه دا چې امریکا افغانستان ته

خليلزاد
Image caption افغانان دې د امریکا او افغانستان تر مینځه د اوږد مهاله او مضبوطو اړیکو ملاتړ وکړي.

امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په پایله کې چې پړه یې پر القاعده واچول شوه، د خپلو ايتلافي انډیوالانو په ملګرتیا پر افغانستان يرغل وکړ.

د یرغل هدف د طالبانو ماتول او د القاعده له مینځه وړل وښودل شول.ایا امریکا په ریښتیا هم يوازې همدغه هدف درلود او که په دې پلمه په افغانستان کې په نورو موخو پسې ده؟

يوه بله پوښتنه دا ده چې امریکا دغلته څومره په خپلو موخو کې بریالۍ ده.

زموږ همکار حسیب امار د سپتمر د ۱۱مې د بریدونو د لسمې کلیزې په مناسبت دغه پوښتنې په یوه ځانګړې مرکه کې، د طالبانو له ماتې وروسته په افغانستان کې د امریکا له لومړني سفیر زلمي خلیل زاد سره ارزولي دي.

خپلواک ساپي د همدغه مرکې پر مټ رپوټ چمتو کړی دی.

د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په غبرګون کې د افغانستان خاورې ته د امریکایي ځواکونو له ننوتو دا دی لس کاله پوره کېږي.

هغه مهال د القاعده د ځپلو او د طالبانو د حکومت د ماتولو تر څنګه د امریکا ژمنه دا وه چې په افغانستان کې به د ولسواکه نظام د رامینځ ته کولو پر مټ پایدونکې سوله راولي او امنیت به خوندي کوي.

ولې اوس د افغانستان د حالاتو ګڼ شمیر څارونکي او شنونکي د تیرو لسو کلونو تجروبو ته په کتو دا ګڼي چې د یوه باثباته او پر خپلو پښو د ولاړ افغانستان د جوړیدو په مخ کې لا هم ګڼې ننګونې په مخ کې دي او دا چې امریکا ګواکې دغلته په خپلو هدفونو کې پاتې راغلې.

خو د طالبانو له ماتې وروسته په افغانستان کې د امریکا لومړنی سفیر زلمی خلیلزاد د امریکا د ناکامۍ نظریه، نه مني او باور یې دا دی چې په افغانستان کې پایدونکی ثبات د اوږدې مودې خواري غواړي:

"د امریکا مهم هدف په افغانستان کې د طالبانو ماتول او د القاعده له مینځه وړل و. دغه هدف په ډير لږ وخت کې تر لاسه شو. ښکاره ده چې اوس القاعده پاکستان ته اووښتي او د افغانستان په خاوره کې فعالیت نه شي کولی او دا راز د طالبانو واکمني هم ختمه شوې.

خو ښکاره ده چې پر خپلو پښو د افغانستان دریدل د اوږدې مودې خواري غواړي. البته په دې برخه کې ځینې پرمختګونه شوي خو لا هم پکار ده چې د افغانستان حکومت، خلک او نړیواله ټولنه په دې برخه کې زیاته خواري او زیاتې هڅې وکړي."

ښایي دا خبره تر یوه ځایه سمه وي چې پر خپلو پښو د افغانستان دریدل او د امریکایي چارواکو د لومړنیو اټکلونو خلاف، دغلته د یوې بشپړې دموکراتې ټولنې جوړول د بیړې کار نه دی.

خو د کتونکو په نظر لس کاله هم لږه موده نه ده او که سمې تګلارې مخې ته شوې وای نو اوس به د افغانستان حالات ډیر بدل وای.

سويس او بلجيم

خو ښاغلی خلیل زاد وایي امریکا له هماغه پيله د افغانستان د شخړې د غوڅولو لپاره کوم مهالویش، نه واعلان کړی:

"امریکا کله هم دا نه دي ویلي چې د افغانستان د ۳۰ کلنې جګړې ناخوالې، اقتصادي او ټولنیزي ستونزې او دا راز د افغانستان اوږد مهاله سیمه يیزې ستونزې دې د پنځو یا ۱۰ کلونو په موده کې له څيرمې اوارې شي او دغه هیواد دې په لنډه موده کې په سویس یا بلجیم بدل شي.

له دې هر څه سره سره په اوږده مهال کې پر خپلو پښو د ولاړ او بریالي افغانستان رامینځ ته کیدل اوس هم د امریکا مهم هدف دی او په دې کې څه بدلون نه دی راغلی."

له دا راز ډاډ ګیرنو سره سره داسې انګیرنې هم شته چې امریکا او ناټو ګواکې په افغانستان کې له لس کلنې ښکلتیا ستومانه شوي او د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان حکومت ته د مسوولیتونو د سپارلو په چوکاټ کې ظاهرآ له افغانستان نه د پښو د سپکولو په لټه کې دي.

ښاغلی خلیلزاد هم تر یو ځایه د ناهیلۍ د رامینځ ته کیدو خبره مني ، خو علت یې له طالبانو سره د جګړې د دروند والي پر ځای تر ډیره په افغان حکومت کې د فساد دوام او له قانون نه سرغړونې بولي:

"په امریکا او نړۍ کې داسې خلک شته چې په افغانستان کې روانو ستونزو لکه د فساد ډیروالي او د قانون نه پلي کیدو یو څه ناهیلي کړي دی . خو بیا هم وایم چې د افغانستان د پرمختګ او بریالیتوب لپاره غوره شوې اوږد مهاله موخې اوس هم په خپل اعتبار او اهمیت پاتې دي."

د افغانستان د حالاتو څارونکي او شنونکي دا هم ګڼي چې امریکا ګواکې تر ۲۰۰۹ کال پورې د افغانستان په اړه ځانګړې تګلاره نه درلوده.

یانې دا چې تر ډيره یې په افغانستان کې ورځنیو پیښو او پرمختیاو ته د غبرګون په بڼه عمل کاوه، نو ځکه خو په خپلو هدفونو، لکه د ترهګرۍ په کابو کیدو، د قانون په پلي کیدو او د ادعا له مخې له ترهګرو نه د پاکستان د ملاتړ په مخنیوي کې پاتې راغله.

ښاغلی خلیلزاد دا ډول یوې پوښتنې ته په ځواب بیا هم په دې ټینګار کوي چې په لومړنیو اټکلونو کې له ځینونیمګړتیاو او دا راز د افغانستان په حکومت او اداره کې له ځینوستونزو سره سره د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له هماغه پيله روښانه وه.

د پاکستان پر ملګرتيا شک

خو برعکس د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان پر ملګرتیا په شک سربیره دا شک هم کوي چې پاکستان ګواکې د یوه باثباته او په خپلو پښو د ولاړ افغانستان د جوړیدو له اړخه نه یوازې د امریکا د هدفونو ملاتړ نه کوي، بلکې برعکس د افغانستان له دښمنانو سره مرسته کوي:

"له اوږدې مودې راهیسې معلومه ده چې پاکستان د یو بریالي او پر خپلو پښو د ولاړ افغانستان د جوړیدو په برخه کې د امریکا د هدفونو په عملي کیدو کې لازمه همکاري نه کوي، بلکې د هغو کسانو ملاتړ او مرسته کوي چې له دغو هدفونو سره مخالفت لري.

امریکا په تیرو لسو کلونو کې د دغې ستونزې په اوارولو بریالۍ نه شوه.

دلیل یې همدا و چې یو خو امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالاتو لپاره له پاکستان نه، لارې ته اړتیا درلوده او بل دا چې پخپله په پاکستان کې د القاعده خلاف مبارزې په برخه کې هم د پاکستان مرستې ته اړ وه.

یو بل دلیل هم شته او هغه د پاکستان د کورنیو حالاتو له اړخه د امریکا اندیښنې دي. دا ټول هغه دلایل دي چې له مخې یې امریکا پر پاکستان ډیر فشار نه شو راوستلی.

بل خوا له طالبانو او د حقاني له ډلې سره د پاکستان مرسته او ملاتړ هم هغه څه دي چې امریکا یې پر پاکستان د فشار راوستو ته اړویستې.

یانې دا د همکارۍ، دوستۍ او فشار یوه ترکیبي تګلاره وه، خو د تیرو لسو کلونو تجربې وښوده چې دغه تګلاره بریالۍ نه وه.

همدا وجه ده چې امریکا اوس له پاکستان سره په اړیکو کې د فشار تله درنه کړې ده."

ښاغلی خلیلزاد په ټوله کې د افغانستان او سیمې حالاتو ته په کتو د خوندي او باثباته افغانستان جوړول یوه ستونزمنه چاره بولي:

"هېواد جوړونه يوه ډيره پیچلې او ستونرمنه چاره ده. ان په اروپایي هېوادونو کې په دې برخه بریالیتوبونه د اوږدې خوارۍ په پایله کې تر لاسه شوي. حال دا چې افغانستان په هره برخه کې له صفر نه پیل کړی او په دې سربیره ستونزه جوړوونکي ګاونډیان هم ور تر غاړې دي."

امريکايي موخې

ډیر دا هم ګڼي چې امریکا ګواکې د ترهګرو پر ځاله بیا د افغانستان له بدلېدو نه د مخنیوي او دا راز پر ولسواکۍ د ولاړ افغانستان د جوړیدو تر څنګه، د دغه هیواد سیاسي جغرافیايي اهمیت ته په کتو په سیمه کې اوږد مهاله موخې هم لري، او ښایي همدا یې له افغانستان سره د اوږ د مهاله ستراتیژیکو اړیکو جوړولو ته د لیوالتیا لامل وي.

خو ښاغلی خلیل زاد دا وړ انګیرنې د افغانستان د دښمنانو د پروپاګنډ پایله بولي او وایي د افغانستان او امریکا تر مینځه د اوږد مهاله ستراتیژیکې ملګرتیا ډيره ګټه پخپله افغانستان ته رسیږي:

"څو پورې چې افغانستان په خپلو پښو ونه دریږي او یا یې په اړه د ګاونډیانو په تګلارو کې بدلون رانشي، دغه هیواد د امریکا په څير یوه غښتلي دوست ته اړتیا لري.

دا مهال یوازې امریکا له افغانستان سره دا ډول دوستي پالي او که دا نه وي نو دغه هیواد له خورا درنو ګواښونو او خطرونو سره مخامخ کیدی شي.لنډه دا چې دا افغانستان دی چې امریکا ته اړتیا لري نه دا چې امریکا ګواکې افغانستان ته اړمنه ده.

د افغانستان خلکو ته پکار ده چې دغه حساسیت ته پام وکړي او پری نږدي چې خود غرضه ګاونډیان د پروپاګند پر مټ د دوی له احساساتو ناوړه ګټه واخلي او داسې پلمې مخې ته کړي چې امریکا ګواکې په سیمه کې امپریالستي موخې لري او د افغانستان خاوره د دغو موخو لپاره کاروي.

تر ډیره په پاکستان او ایران کې د افغانستان دښمنان دا ډول پروپاګند کوي.هغوی په دې تمه دي چې د امریکا په وتو پسې بیا پر افغانستان نامخامخ ولکه ومومي.

نو ځکه خو د افغانستان خلکو ته پکار ده چې هوښیار و اوسي او د امریکا او افغانستان تر مینځه د اوږد مهاله او مضبوطو اړیکو ملاتړ وکړي."

له دې سره سره ښاغلی خلیل زاد له بي بي سي سره په خپله ځانګړې مرکه کې زیاتوي چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو د پایدو له اړخه د امریکا یوازینۍ ګټه همدا وي چې په اسانه او ارزانه بیه په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ مقابله وکړي.

خو وایي د دې مانا دا نه ده چې امریکا ګواکې له افغانستان نه له وتو وروسته په سیمه کې له ترهګرو سره جګړه نه شي کولی.

دی په دې برخه کې د طالبانو د راپرځولو د مهال بیلګه را اخلي او وایي امریکا لس کاله وړاندې د خپلو سمندري اډو او دا راز د سیمې په نورو هیوادونو کې د خپلو پوځي اډو پر مټ د طالبانو حکومت نسکور کړ.

دی وايي که د افغانستان خلک او حکومت وغواړي، نو شک نه شته چې امریکا به له څه ځنډ پرته له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او په دې صورت کې به د تاوان ګالل افغانستان ته ور ترغاړې وي.

ورته مطالب