ستاسو غږ: افغانستان کې څنګه امن راتلی شي؟

د انځور حقوق Getty
Image caption پوښتنه دا ده چې افغانستان ولې خوندي نه شو؟

د امریکا له خوا د "ترهگرۍ ضد" جګړې له اعلانه دا دی لس کاله تېره شول. دا جګړه په دې نامه پیل شوه چې ګنې القاعدې له افغانستانه د امریکا او نورو لویدیځوالو هېوادو امنیت ته ګواښ ورپېښ کړی و.

د امریکا په مشرۍ بریدونو په افغانستان کې د طالبانو واکمني نسکوره او د القاعدې مرکزونه له منځه وېوړل. خو جګړه پایته ونه رسېده.

د لسو کالو په تېرېدو، افغانستان لاهم له ګڼو امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. ډېری اوسېدونکي یې په ډېرېدونکې توګه د نا امنۍ احساس کوي.

نو اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ولې خوندي نه شو. تاسو په دغه هېواد کې د امن او سم سمکي د راوستلو لپاره د کومو لارو چارو وړاندیز کوﺉ.

نظر او پوښتنه مو د پنجشنبې تر مازدیګره د برېښنالیک له لارې په دې پته راولېږﺉ: Pashto@bbc.co.uk

او یا مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

د اس ام اس له لارې هم خپل پیغام رالېږلی شﺉ: شمېره یې ده ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸