افغانستان د پولې پر سر له ايران سره نښته کړې

افغان، ايران
Image caption افغان چارواکي وايي په بريد کې افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.

د افغانستان سرحدي ځواکونه وايي د هېواد په لوېديځ کې له ايراني پوله ساتونکو سره د پولې پر سر اختلاف، وسله واله نښته را مېنځته کړله.

د نيمرزو امنيه قومندان عبدالجبار پردلي بي بي سي ته وويل جګړه هغه مهال ونښته چې ايراني لوري د ده په خبره "د افغانستان په خاوره کې" د يوې پوستې جوړولو، نيت درلود.

دی وايي افغان ځواکونو د دوی د مخنيوي هڅه کوله چې ايرانيانو پرې ډزې وکړې او په مقابل کې يې افغان ځواکونو هم ډزې وکړې.

ځينې راپورونه وايي چې په دغه نښته کې له "درنو وسلو" هم کار اخيستل شوی دی، خو د نيمروز د والي د دفتر مشر نجيب الله له بی بي سي سره په خبرو کې دا رد کړه:

"پيښه د تهانې عبدالرحمن لالا په سیمه کې چې د پخوا نه لانجمنه سیمه ده هغه مهال رامنځته شوه چې ایراني ځواکونو غوښتل دغلته خپل تاسیسات جوړ کړي، خو افغان سرحدی پولیسو یی مخنوی وکړ.

په پيښه کې یوازې سپکې وسلې کارول شوي او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او اوس وضعیت بیرته عادی حالت ته ګرځیدلی دی."

د نيمروز چارواکي وايي په دغه نښته کې مرګ ژوبله، نه ده رامېنځته شوې. په افغانستان کې ايراني دپلوماتانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ايراني او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته کېږي، وړاندې تر دې هم دوی څو ځله سره نښتي چې مرګ ژوبله يې هم لرله.

د پولې پر سر له ايراني لوري د نښتو ډېری راپورونه له "نیمروز ولایت" نه ورکول کېږي، دغه سيمه د ايران له استان، سيستان او بلوچستان سره ګډه پوله لري.

ايران له افغانستان سره ۹۵۰ کيلومتره ګډه پوله لري.

ورته مطالب