"ښځې پر لوړو حکومتي څوکيو د کار وړتیا لري"

د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption افغان حکومت وايي د کارکوونکو ۳۰سلنه يې ښځې دي.

په افغانستان کې يوه نادولتي بنسټ د لومړي ځل لپاره د هغو ښځو نومونه او وړتياوې په يوه معلوماتي بانک کې خوندي کړي چې د "مشرتابه" وړتياوې لري.

د دغه بانک بنسټگر وايي تر دې وروسته که حکومتي او ناحکومتي بنسټونه په هره برخه کې ښځينه مشرانو ته اړتيا ولري له دغه انټر نيټي بانکه يې نومونه تر لاسه کولاى شي.

په دې برخه کې فعالې ښځې وايي چې د مشرتابه د وړو ښځو د موندو په هيله يې د افغانستان ټولو ولايتونو ته سفرونه کړي او نژدې يو نيم زر ښځې يې د مرکو او پوښتونو له لارې غوره کړې دي.

د دغه معلوماتي بانک جوړونکي وايي چې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوريدو وروسته د ښځو په ژوند کې پرتليز توپيرونه راغلل.

دوی وايي ښځو ته د زده کړې او کار وخت په گوتو ورغى او د ژوندانه په بيلابيلو برخو کې ښکيلې شوې خو وايي د "مشرتابه حق لا هم څنگه چې په کار دى" نه دى ورکړل شوی.

د معلوماتي بانک بنسټگر وايي چې د همدې تشې د ډکولو په موخه يې د افغانستان د ټولو ۳۴ ولايتونو مرکزي ښارونه ته سفرونه وکړل او د مرکو له لارې يې نژدې ۱۵۰۰ ښځې د مشرتابه د وړو ښځو په نوم د دغه بريښاني بانک لپاره غوره کړل.

د بانک يوه بنسټگره سيما غني وايي که دغه انټر نيټي بانک ته مخه وشي،نو په هر ډگر کې چې د مشرتابه لپاره ښځې وغواړۍ موندل کيږي:

"که تاسې د سکتور له مخه دغه ډيټا بيس ته لاړ شئ تاسې کولاى شئ چې نومونه چاڼ کړئ، د بيلگې په ډول تاسې واياست چې د کرنې په برخه کې مخکښو ښځو ته اړتيا لرئ، کوم نوملړ چې تاسې ته درکول کيږي په هغې کې د هغوی ټول نومونه شته."

د دغه معلوماتي بانک مسوولين وايي تر دې مهاله د څه باندې څوارلس سوو ښځو نومونه په دغه بريښنايي بانک کې خوندي شوي او ۳۰۰ نورو نومونه هم ور اضافه کېږي:

"تاسې دا هم کولاى شئ چې د ولايتونو له مخې دا نوملړونه چاڼ کړئ، دا انټر نيټي بانک به له يوې ځانگړې ويبپاڼې له لارې معلومات ورکوي، خو پاسورډ به يي له موږ او ښځو چارو وزارت سره خوندي وي."

اغلې غني وويل افغان حکومت ادعا لري چې په ټولو وزارتونو کې ٣٠ سلنه ښځينه کارکوونکې لري، وايي کيدى شي همداسې وي خو دا ښځې تر ډيره کارکونکې،خدمت کونکې او سکترانې دي، نه مشرانې.

دې له حکومته وغوښتل چې ښځې د "مشرتابه پر څوکيو وگماري" چې اوس يې د دغه بانک له لارې موندل اسان دي.

د بانک بنسټګر وايي د افغانستان د ټولو ۳۴ولايتونو مرکزي ښارونو ته ورغلي، خو د لارو د ستونزو او نا امنۍ له کبله نه دي توانيدلي چې ولسواليو ته ورشي.

دوى وايي کومې ښځې يې چې په بيلابيلو برخو کې د مشرتابه لپاره غوره بللي هغوى په خپلو ولايتونو کې جرگگۍ جوړې کړي چې له کابل سره به په اړيکو کې وي او خپل اندونه به سره شريکوي.

ورته مطالب