۷۰ میلیون ډالره مرسته د افغانستان له خولې ووتله

ښاغلی زاخېلوال
Image caption ښاغلي زاخېلوال وویل چې د نړیوالو مرستې د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې پر افغانستان پارچاو شوې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د پیسو له نړیوال صندوق سره د خبرو د اوږدوالي له کبله د هېواد نژدې ۷۰ میلیون ډالر عادي بودیجه یې له لاسه ووتله.

ددغه وزارت چارواکو خبرداری ورکړ، تر هغه چې د پیسو له نړیوال صندوق سره هوکړې ته ونه رسېږي، د نړیوالې ټولنې لخوا د شاوخوا یو نیم میلیارد ډالرو ژمنه شوو پیسو د لاسه وتلو وېره هم شته.

د پیسو د نړیوال صندوق له لوري یو وړاندې شوی شرط دا دی کابل بانک ته د افغانستان بانک له لوري د ۷۳ میلیون ورکړل ډالرو بېرته راګرځول دي.

چارواکي وايي، د ولسي جرګې تر تصویب وروسته به ډېر ژر د پیسو له نړیوال صندوق سره هوکړې ته ورسېږي او له تېرو څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د بندو شوو نړیوالو مرستو په اړه به بېرته له سره غور وشي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېوال د افغانستان ولسي جرګې ته د نړیوالو مرستو د درېدو په تړاو د جرګې د غړو د پوښتنو ځوابولو ته ورغوښتل شوی.

ښاغلي زاخېلوال چې د افغانستان بانک له سرپرست سره یې یوځای د جرګې غړو ته خبرې کولې، وویل د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې پر افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستې پارچاو شوې دي.

خو ښاغلي زاخېلوال ډاډ وښود چې تر دې مهاله ددغو مرستو بندېدل په افغانستان کې د پراختيايي پروګرامونو د مخنیوي لامل نه دی شوی.

د نوموړي په وینا، تر دې مهاله د مالیې وزارت له لوري د زېرمه شوو پیسو په مټ پراختيايي پروژې پرمخ بېول کېږي.

د مالیې وزیر وویل مرستندویه هېوادونو د افغان حکومت په موافقې سره د خپلو مرستو پيل د پیسو پر نړیوال صندوق پورې مشروط کړی، خو خبرداری یې ورکړ، که چېرې دا هوکړه ونه شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به له ستونزو سره مخامخ شي.

ښاغلي زاخېلوال وویل، د پیسو له نړیوال صندوق سره یې دا مهال خبرې دوام لري، چې ددغه صندوق له لوري ډېری وړاندې شوي شرطونه منل شوي او ځینې شرطونه یې غیرمنطقي بللي او رد کړي دي.

د مالیې د وزیر په وینا، له دغو شرطونو یې یو هم د کابل بانک د کړکېچ د حل په موخه د ولسي جرګې له لوري د ۷۳ میلیون ډالرو د تصویب مساله ده، چې څو څو ځلې د جرګې لخوا رد شوي دي.

نوموړی وايي، تر دې مهاله د کابل بانک له پورونو یوازې ۲۷ میلیون ډالر ترلاسه شوي، او ۵۲ میلیون نور ډالر د جرګې لخوا تصویبولو ته اړتیا لري.

ورته مطالب