حقاني شبکه په مشروط ډول پخلاینې ته غاړه ږدي

سراج الدین حقاني
Image caption سراج الدین حقاني:''اوس هغه ورځې تللې چې موږ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله په غرونو کې پټېدو.''

د حقاني شبکې مشر چې افغانستان کې د حکومت تر ټولو پیاوړې وسله واله ډله ګڼل کېږي، ویلي یوازې په هغه صورت کې له افغان حکومت او امریکا سره خبرو ته راضي ده، چې د طالبانو مشرتابه د خبرو لاره خپله کړي.

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني رویټرز خبري اژانس ته له یوه نامعلوم ځایه د تیلې فون پر کرښه ویلي، وړاندې دغې شبکې د افغان حکومت او امریکا له خوا د خبرو وړاندیزونه رد کړي دي.

امریکا ددغې شبکې د مشر د نیولو پرسر پنځه میلیون ډالر انعام اېښی دی.

سراج الدین حقاني رویټرز ته ویلي ''دوی [امریکا او افغان حکومت] موږ ته د لوړو څوکیو وړاندیز هم کړی، خو موږ یې وړاندیز رد کړ، او ورته ومو ویل چې دوی به پخپلو شومو موخو کې هېڅکله کامیاب نه شي؛ ځکه دوی زموږ تیت پرت کول او وېشل غواړي.''

حقاني د طالبانو مشرتابه ته په اشارې سره دا هم ویلي چې ''که چېرې د شورا غړي د افغانستان د حل لپاره پر یوې لارې غور وکړي، نو موږ یې تاییدوو.''

خوندي پټن ځای

واشنګټن پر پاکستان فشار راوړی چې د حقاني شبکې پروړاندې جدي ګامونه واخلي؛ ځکه چې د امریکا په وینا ددغې شبکې جنګیالي افغان پولې ته څېرمه د پاکستان په یاغي شمالي وزیرستان کې خوندي پټن ځایونه لري.

سراج الدین پخپلو خبرو کې دا هم ویلي چې ''اوس هغه ورځې تللې چې موږ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله په غرونو کې پټېدو، اوس موږ په افغانستان کې له هغو جګپوړو پولیسو او پوځي افسرانو او افغانانو سره ځانونه خوندي ګڼو چې موږ ته وفاداره دي؛ ځکه دوی پوهېږي چې زموږ اصلي موخه د ښکېلاک ګرو له منګولو د افغانستان ازادول دي. ''

د حقاني شبکه په کابل او یو شمېر نورو سیمو کې د خونړیو بریدونو طراحه او مسؤوله ګڼل کېږي.

د امریکا ددفاع وزیر لیون پنېتا په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکو او ناټو ویلي چې کابل کې د امریکا پر سفارت په وروستیو بریدونو کې د حقاني شبکې لاس و.

دوی وايي چې تېره اوونۍ په میدان وردګو ولایت کې هم د بهرنیو ځواکونو پر یوې اډې د حقاني شبکې برید کړی و، چې ۷۷ امریکايي پوځيان پکې ټپیان شول.

لیون پنېتا ټينګار کړی چې افغانستان کې به د خپلو پوځيانو د ساتنې لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي.

ورته مطالب