د امريکا سفير وايي حقاني اورپکې ډله له پاکستان حکومت سره تړاو لري

حقاني
Image caption حقاني شبکه په افغانستان کې د لوېديځو، هندي او حکومتي موخو پر ضد بريدونو پړه ګڼل کېږي.

پاکستان ته د امريکا سفير په يوه راډيويي مرکه کې ويلي داسې بېلګې شته چې د حقاني اورپکې شبکه د پاکستان له حکومت سره تړي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفير کامرون مونټر په افغان پلازمېنه کابل کې د سې شنبې/نهې اورپکيو بريدونو په اړه له "رېډيو پاکستان" سره په مرکه کې وويل: "دا يو داسې څه دي چې بايد ودرېږي".

د دغه ۲۰ ساعته اوږده بريد په مهال لږترلږه ۲۵ کسان ووژل شول، چې د پړې ګوته يې د حقاني ډلې ته نيول کېده. باور کېږي دغه ډله په پاکستان کې مېشته ده.

د انځور حقوق Bbc
Image caption باور کېږي د حقاني شبکه له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه قبايلي سيمو مېشته ده

پاکستاني چارواکيو په پرله پسې ډول له اورپکيو ډلو سره د تړاو خبره رد کړې ده.

د حقاني شبکه چې له طالبانو سره تړلې په افغانستان کې د لوېديځو، هندي او حکومتي موخو پر ضد لوړې کچې بريدونو په ترسره کولو پړه ګڼل کېږي.

پاکستاني چارواکي تل دغه ډله د افغانانو بولي، خو خبريالان وايي ريښې يې د پاکستان تر ولکې لاندې سيمو دننه ژورې غځېږي، او د پاکستان امنيتي بنسټونو سره يې د اړيکو په اړه ګونګوسي اوس هم تاوده دي.

ښاغلي مونټر په دغه مرکه کې ويلي "څو ورځې مخکې چې کوم بريدونه په کابل کې وشول او د حقاني شبکې کار و، او دا واقعيت لکه مخکې مو چې هم ويلي چې ستونزې شته، داسې بېلګې شته چې حقاني شبکه د پاکستان له حکومت سره تړي. دا يو داسې څه دي چې بايد ودرېږي".

که څه هم امريکايي چارواکيو له اوږدې مودې راهيسې د دغه ډول اړيکو او تړاوونو په اړه شکونه درلودل، خو داسې ښکاره او په ډانګ پېيلې خبرې ډېرې کمې کوي.

د اړيکيو ترينګلتيا

په تېر جولای کې د امريکا د پوځ جګپوړي قوماندان، امير البحر مايک مولن، وويل د پاکستان حکومت د پلټونکي ژورنالست سليم شهزاد د وژنې "امر" کړی و. د پاکستان حکومت بيا دا "بې مسوليته" څرګندونې وبللې.

څېړونکي وايي چې امريکايي چارواکي له اوږدې مودې راهيسې د هغه څه په اړه نهيلي شوي چې دوی باور کوي ګنې د حقاني شبکې پر وړاندې عمل کې ناغېړي ده.

تېره اوونۍ واشنګټن وويل که پاکستاني چارواکي د حقاني شبکې پر وړاندې کوم ګام پورته نه کړي کېدی شي دوی يې د ډېورېنډ کرښې بلې غاړې هم په نښه کړي.

د دغو دواړو ملګريو ترمنځ اړيکي وروسته له هغه په تېزۍ سره ترينګلي شوي چې د امريکا کوماندو د القاعدې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پر خاوره وواژه.

د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونو چې په قبايلي سيمو کې اورپکي په کې په نښه کېږي او د سي ای اې يو قراردادي رېمونډ ډېوېس خوشي کونې په اړه ناندريو چې دوه پاکستانيان يې په لاهور کې وژلي وو، له وړاندې اړيکي ترينګلي کړي و.

ښاغلي مونټر دا ومنله چې اړيکي ستونزمن شوي، او زياته يې کړه ګنې اوس د دواړو هېوادونو لپاره د دې وخت دی چې د اورپکيو ماتونې په موخه په ګډه کار وکړي.

ده وويل: " له خپل لوري موږ فکر کوو چې د دوی پر وړاندې په ګډه جګړه تر ټولو غوره لار ده".

د حقاني مرکه

خو سراج الدين حقاني چې د جلال الدين حقاني زوی او د حقاني شبکې مشر ګڼل کېږي، رويټرز خبري اېجنسۍ ته ويلي ګنې ډله يې د پاکستان پر خاوره نور کوم پټنځايونه نه لري، ځکه چې په خبره يې دوی د افغانستان دننه د خونديتوب احساس کوي.

ده ويلي: "هغه ورځې تېرې شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولو کې به پټېدو. اوس موږ په افغانستان کې د افغانانو ترڅنګ ځان ډېر خوندي بولو".

ده دا هم ويلي چې ډله به يې له کابل او امريکا سره هغه وخت په خبرو کې ورګډه شي چې طالبان دغه ډول خبرې ومني.

خو له دې يې ډډه کړې چې په کابل کې د تېرې سې شنبې / نهې بريدونه په اړه څه ووايي، او زياته کړې يې ده چې جګپوړيو مشرانو يې ورته لارښوونه کړې که لوېديځې ګټې په نښه کېږي په اړه به يې څه نه وايي.

رويټرز وايي له سراج الدين حقاني سره يې دغه خبرې پر ټليفون کړې چې په يو نامعلوم ځای کې و.

ورته مطالب