'د افغانستان بانک' وايي بازار ته جعلي افغانۍ راوتلې

افغانۍ
Image caption په افغانستان کې د ناچله افغانیو تر څنګ د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو تقلبي بانکنوټونه هم په براخه پیمانه موجود دي.

د افغانستان بانک چارواکي وايي له څو اونیو راهیسې په هېواد کې جعلي افغانۍ خپرې شوي.

جعلي پیسې یواځې په لویو بانکنوټونو( زرګون او پنځه سویز) کې د هېواد بازارونو ته راوتلي.

یو شمېر صرافان وايي د جعلي افغانیو پېژندنه په آسانۍ سره کولای شي، خو د عامو وګړو لپاره یې تشخیصول دومره آسانه کار نه برېښي.

افغان حکومتي چارواکي وايي بازار ته د تقلبي پیسو د راوتو په اړه د خبرداریو او اعلانونو سره سره بیا هم یو شمېر کسان له دې امله زیانمن شوي دي.

د افغانستان بانک مشر محب الله ساپی وايي دغه پیسې د ګاونډیو هېوادونو له لارې هېواد ته راوړل شوي دي خو په ډاګه یې د کوم هېواد نوم وانخیست.

په بازار کې د تقبلي افغانیو خورېدو یو شمېرعام افغانان اندېښمن کړي دي، دوی وېره لری چې دا پیسې به د بې وزلو خلکو پر ورځنیو چارو منفي اغېز پرې باسي.

خو د افغان امنیتي چارواکو په وینا دوی په بازار کې د تقلبي پیسو د خورېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې یې خپلې هڅې ګړندی کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویاند صدیق صدیقي وايي دوی په دې تور تر دې دمه یو شمېر کسان نیولي هم دي:

''دوی نه یوازې د بانکنوټونو بریښنايي بڼه یا سافټ ویرونه له ځان سره لرل بلکې دوی د یو شمېر دولتي او نا دولتي اسنادو کاپیانې له ځان سره لرلې.

د بېلګې په توګه د تذکرې پاڼې، د آیسا ادارې جواز دغه راز د اقتصاد وزارت د جواز بریښنايي کاپۍ او ځینې نور اسناد، چې دا یو ستر جرم بلل کیږي او له دغو اسنادو بېلابېلې ګتې اخیستل کیدای شوې.''

په افغانستان کې د ناچله افغانیو تر څنګ د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو تقلبي بانکنوټونه هم په براخه پیمانه موجود دي چې له امله یې پر ورځنیو راکړو ورکړو منفي اغېز پرې ایښی او اقتصاد یې زیانمن کړی دی.