افغانستان د معلولینو لپاره مسلکي انستېتیوت جوړوي

آمنه افضلي
Image caption آمنه افضلي: ''دلته به هرکال نژدې ۳۰۰ کسانو ته روزنه ورکړل شي، لومړی کدرونه روزل کېږي، پروګرامونه برابرېږي او بیا عملي کار پیلېږي.''

افغان حکومت په لومړي ځل د هېواد معلولینو ته د یوه داسې روزنیز انسټیټېوټ د جوړولو خبر ورکړ چې په خبره یې د کال شاوخوا ۳۰۰ معلولین په بېلابېلو برخو کې د کار کولو لپاره چمتو کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د انسټیټېوټ پر جوړولو څه باندې ۲۰ میليونه افغانۍ لګښت راځي چې شاوخوا سل زره ډالره کېږي.

افغان چارواکي وايي د معلولینو د دغه ملي روزنیز انسټېټیوټ د جوړولو چارې چې نن پیل شوی تر راتلونکي یوه کاله پورې به بشپړې شي.

په پام کې ده چې په دغه انسټېټیوټ کې معلولینو ته هغه بېلابېلې مسلکې روزنې ورکړل شي چې په اوسني افغان بازار کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي.

په انسټیټېوټ کې به هغو معلولینو ته هم د زده کړې او انګلسي ژبلوست زمېنې برابرې شي چې د کار او ټولنیزو چارو د افغان وزیرې امنې افضلي په خبره د معلولیت له کبله یې ترې زده کړې نیمګړي پاتې شوي:

''دلته به هرکال نژدې ۳۰۰ کسانو ته روزنه ورکړل شي، لومړی کدرونه روزل کېږي، پروګرامونه برابرېږي او بیا عملي کار پیلېږي. د روغتیا او ژوند نورو بېلابېلو برخو کې به د معلولینو لپاره اسانتیاوې او خدمتونه په پام کې ونیول شي.

معلولینو ته اړین خدمتونه او روزنې ورکړل شي او دغه راز د ټولنې بېلابېلو وګړو ته به عامه پوهاوی ورکړل شي چې له معلولینو سره څه ډول چلند وکړي''.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption افغانستان همدا تېر کال د معلولینو د حقونو او امتیازاتو قانون توشیح کړ، دغه قانون ټولو افغان وزارتونو ته سپارښتنه کړې چې د معلولینو ستونزې په نښه او له منځه یوسي.

د دغه انسټیټېوټ د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې یو شمېر افغان معلولینو هم برخه اخیستې وه، یو افغان معلول چې دا مهال د سړک پر غاړه کار کوي، هیله څرګنده کړه چې انسټیټېوټ به ورته د زده کړې زمینه برابره کړي. د ځينو رسمي شمېرو له مخې شاوخوا یو ميلیون افغانان معلول دي چې په زرګونو یې په روانو جګړو د بدن غړي پرې شوي دي.

دا مهال افغان حکومت دغو معلولینو ته د کال شل زره افغانۍ معاش ورکوي چې ډېر کم بلل کیږي.

د ډېرو افغان معلولینو ژوند او اقتصاد په خورا بد وضیعت کې دی چې ځينې خو يې په لارو او کوڅو د سوال لمنه غوړولې ده.

افغانستان همدا تېر کال د معلولینو د حقونو او امتیازاتو قانون توشیح کړ، دغه قانون ټولو افغان وزارتونو ته سپارښتنه کړې چې د معلولینو ستونزې په نښه او له منځه یوسي.

خو ډېری معلولین دا شکایت کوي چې د دوی د حقونو او امتیازاتو قانون تش د کاغذ پر مخ پاتې شوی او تراوسه یې لا عملي بڼه غوره کړې نه ده.

ورته مطالب