ایساف: پاکستان دې د حقاني شبکې پرضد ريښتينی اقدام وکړي

ایساف
Image caption ایساف وايي، د پاکستان، افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو ترمنځ خبرې راواني دي، چې پاکستاني چارواکي د حقاني شبکې پرضد لا جدي اقداماتو ته وهڅوي.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د حقاني شبکې پرضد دې اقدمات زیات کړي.

ایساف ټنګار کوي، چې حقاني شبکه په پاکستان کې ریښې لري او له همغه ځایه د بې ګناه افغانان په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

که څه هم د حقاني شبکې مشر په خپلو تازه څرګندونو کې رسنیو ته و یلي وو، چې اوس په افغانستان کې خوندي پټنځیونه لري، خو په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، د حقاني په وړاندې دې خپل اقدامات ډېر کړي.

د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومنیک میډلي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ناټو او پاکستان ترمنځ خبرې روانې دي، چې پاکستان د دغې شبکې پرضد لا جدي اقداماتو ته وهڅوي.

ښاغلي میډلي وویل، په دغو خبرو کې افغانستان او یو شمیر نور هیوادونه برخه لري:

''پاکستان مسوولیت لري خپلو اقداماتو ته زور وکړي او خپل کړنې لاپسې ډیرې کړي، چې هغوی له خپلو خوندي پټنځاینو څخه په افغانستان بریدونه کم کړي. پاکستان خپله له وسله والو سره لاس او ګریوان دی او موږ کولای شوی له دوی سره ګډه مبارزه وکړو.''

ښاغلي میډلي وویل، ترهګریز فعالیتونه په هیڅ سرحد کې دمنلو وړ نه دي او د ده په وینا په هرځای کې باید وځپل شي.

Image caption څو ورځې وړاندې د حقاني شبکې قومندان ویلي وو، چې اوس افغانستان کې د امن احساس کوي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ایساف ویاند کارسټین جاکوب سن په پاکستان کې دحقانې ډلې شتون ته په اشاره وویل، چې دوی په پاکستان کې د مداخلې ماموریت په غاړه نه لري. خو جنرال جاکوب سن ټینګار وکړ، چې ملکي افغانانو د خوندیتوب لپاره به له افغان ځواکونو سره خپلو ګډو عملیاتو د وام ورکړي:

''موږ په دې پوهېږو، چې حقانې شبکې هم پخوا او هم اوس له پولې اخوا ریښې لري. ایساف به په افغانستان کې د حقاني ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره هغه څه وکړي، چې په توان کې یې لري. له پوځي پلوه د حقاني شبکه بریالۍ کېدای نه شي.''

د حقاني شبکې مشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې له افغان حکومت او امریکا سره د سولې خبرو لپاره لېوالیتیا ښودلې وه.

د حقاني شبکې مشر ویلي، که طالبان سولې ته تیار شي، نو دی به هم د سولې په خبرو کې برخه واخلي. خو ایساف وايي، داسې نه ښکاري، چې حقاني ډله دې د افغان حکومت د خبرو شرایطو ته ، چې د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کیښودل او له القاعده سره اړیکې شلول دي، تیاره وي. حقاني شبکه په کابل کې امریکا په سفارت او د ناټو په پوځې قومندانۍ په برید تورنه ده.

ورته مطالب