افغانستان کې د شپې مهال چاپو 'سخت غبرګونونه راپارولي'

بهرني ځواکونه د انځور حقوق AFP
Image caption نړیوال ځواکونه د شپې بریدونه او چاپې په افغانستان کې د بغاوت د مقابلې لپاره اړین بولي.

یو نوی راپور وايي د نړیوالو ځواکونو له لوري د شپې مهال د ملکي افغانانو پر کورونو ورختل د ژورې ترینګلتیا لامل جوړ شوی دی.

د پرانیستې ټولنې په نوم د کمپاین نړیواله ډله وايي، د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له لوري د پراخو نښتې تګلاې او په ګڼ شمېر کې د خلکو نیولو په ګڼو افغانانو کې د دوه ډبرو ترمنځ د ایسارېدو احساس رامنځته کړی.

دغه ټولنه وايي، دغو تګلارو د خلکو له نظره د خلکو اعتبار له ننګونو سره مخامخ شوی دی.

خو نړیوال ځواکونه د شپې بریدونه او چاپې په افغانستان کې د بغاوت د مقابلې لپاره اړین بولي.

د راپور پربنسټ، افغانستان کې د شپې مهال د ولسي خلکو پر کورونو د نړیوالو ځواکونو چاپې ډېرې شوې دي.

د پرانیستې ټولنې ډله وايي، د بهرنیو ځواکونو پروړاندې د افغان حکومت تر ټولو لوی شکایت د هغو عملیاتو ترسره کول دي، چې ولسي وګړي پکې وژل کېږي.

که څه هم پر امریکا او بهرنیو ځواکونو د کابل لخوا سیاسي فشارونه ډېر شوي، خو د ولسي وګړو پر کورونو د شپې مهال بریدونه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې پنځه ځلې ډېر شوي.

د پرانیستې ټولنې د راپور څېړونکو ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شپې ۴۰ ځلې عملیات شوي.

'تاوتریخوالی زیږوي'

په راپور کې د یوه افغان خبره راغلې چې وايي:''دوی ادعا کوي چې د ترهګرو پرضد دي، خو دوی پخپله ترهګريز کارونه کوي او دا کار تاوتریخوالی زیږوي.''

راپور کاږي، د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې مهال عملیاتو په ډېرېدو سره غبرګونونه هم ډېر شوي دي.

ورته مطالب