'افغانستان کې بهرني ځواکونه هره شپه ۲۰ ځلې عملیات کوي'

شپې مهال عملیات
Image caption به افغانستان کې یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ مدني ټولنې وايي په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې پرمهال د عملیاتو شکایتونه نړیوالو محکمو او ادارو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د مدني ټولنو یوه نوې څېړنه ښیي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې مهال عملیاتو کې د تېر کال پرتله زیاتوالی راغلی.

ددغو ټولنو چارواکي وایي سره له دې چې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د نړیوالو ځواکونو له لوري هڅې کېږي، خو زیاتوي چې خلک د عملیاتو له دې بڼې په غوصې دي او احتمال لري چې ډېری کسان د مخالفینو سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

ټي ال او یا د اړیکو دفتر او هم د او اس اف یا د آزادې ټولنې بنسټ چې یوه یې افغاني او بله یې نړیواله ټولنه ده، دغه څېړنه له ۲۰۱۰ کال راهیسې پیل کړې ده.

دوی په کندهار، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ او خوست کې له شاوخوا ۷۰ کورنیو سره د مرکو پر بنسټ دا راپور جوړ کړی.

دوی په خپل راپور کې ویلي چې ملکي وګړي د نړیوالو ځواکونو له شپنیو عملیاتو څخه ډېر زیانمنېږي.

که څه هم دغه ټولنې وایي چې دوی د څېړنې هدف د شمېرو موندل نه، بلکې له کیفي اړخه د عملیاتو څرنګوالی دی خو وایي د غو عملیاتو په شمېر کې هم د تېر کال پرتله ډېر والی راغلی چې هره شپه ددوی په خبره له ۱۲ تر ۲۰ پورې دغسې عملیات د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر سره کېږي.

د دغه راپور له مخې، سره له دې چې نړیوالو ځواکونو د حملو په ترسره کولو کې سمون راوستلی، خو د کوم هدف لپاره چې پرمخ وړل کېږي، ښایي اغېزه یې کمه وي.

ځکه ددغې ټولنې چارواکي وایي خلک ناراضه دي او نیونې او ځورونې پکې ډېرې ښکاري.

د اړیکو دفتر یو څېړونکي چې په دې راپور یې کار کړی، محمد نبي تدبیر نومیږي وایي چې دغه ډول عملیات کولای شي د مخالفینو لیکي پیاوړې کړي:

'مجبور دی چې مخالف شي'

''دا افغاني ټولنه ده، په دې ټولنه کې چې څوک د شپې د چا پر کور ورواوړي، هغه فکر کوي چې دا زما دښمن دی، پر ما برید کوي او غل دی. هغه مجبور دی چې وسلې ته لاس کړي، که چېرې د هغه کور او کورنۍ یې بې عزته شي، مجبور دی چې مخالف شي او یا اقلاً له مخالفینو سره همدردي وښيي.''

په همدې حال کې نړیوال ځواکونه تر ډېره د شپنیو عملیاتو ترسره کول د مخالفینو د کمزورتیا لپاره ارزښتناک بولي.

خو یادې شوې مدني ټولنې بیا برعکس وایي د عملیاتو اوسنۍ بڼه کولای شي د ملکي تلفاتو د راکمولو او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅي تر پوښتنې لاندې راولي او هغه د افغان او امریکا د اوږدمهالې ستراتیژۍ د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګڼي.

سره له دې چې د ایساف ځواکونه ادعا کوي چې په شپنیو عملیاتو کې دې له وسلو کار نه اخلي، خو د خوست ولایت یو تن چې ددوی پر کور همداسې عملیات تر سره شوي وایې ډېری کسان یې په دې پېښه کې د بهرنیو ځواکونو په ډزو وژل شوي.

یادو شويو ټولنو د څېړنې په پایله کې د افغاني ټولنو دود او کلتور او ځینو حساسیتونو ته په کتو ځینې وړاندیزونه هم لرلي، چې ښاغلی تدبیر وایي کېدای شي د دې وړاندیزونو په عملي کېدو دا ستونزه راکمه شي:

Image caption نړیوال ځواکونه د شپې بریدونه او چاپې په افغانستان کې د بغاوت د مقابلې لپاره اړین بولي.

''د جنګي کسانو په تعریف کې هغه کسان نه راځي چې مخالف ته ځای ورکوي، ډوډۍ ورکوي او یا هلته اوسېږي، دوی باید د هرې ټولنې نزاکتونه په پام کې ونیسي، که یوڅوک مخالف کېږي، هغه به کور لري، ښځه لري، ماشومان لري، که هغه کور ته ځي، نو د کورنۍ نور غړي یې باید دښمنان ونه ګڼل شي.''

یوه بله ادعا چې د نړیوالو ځواکونو لخوا کېږي داده چې د عملیاتو په برخه کې ډېره ونډه افغان چارواکي لري او مشري د هغوی پرغاړه وي، خو دغه ټولنې وایي داسې ښکاري چې آن په ځینو ځایونو کې والي یا ولسوال او نور مسؤول چارواکي خبر هم نه وي.

دوی وایي په عملیاتو کې د افغانانو ونډه ډېره کمه ده.

په همدې حال کې دا ټولنې بهرنیو ځواکونو ته دغسې عملیاتو د ترسره کیدو اجازه ناقانونه بولي خو تر څنګ یې دا هم ډول چارې هم له بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼي او وايي افغانان کولای شي دغه ډول شکایتونه نړیوالو محکمو او ادارو ته وړاندې کړي.

ورته مطالب