د ټولګټو وزارت :د بار وړونکو ګاډو لپاره ګرځنده تلې ږدو

Image caption د ټولګټو وزیر وایې د ګرځنده تلو په ایښودلو سره غواړو د ګاډو وزن مناسب او سړکونو د خرابیدو مخنیوی وکړو.

د فواید عامې وزارت وايي د هېواد د ترانسپورتي بنسټیزو چارو د سمون د هڅو ترڅنګ یې اوس د باروړونکو وسیلو د وزن کنترولولو نوې هڅې هم پیل کړې دي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر عبدالقدوس حمیدي وايي د لویو لارو د ویجاړېدیو یو لامل هم هغه باروړونکې وسیلې دي چې تر حده زیات توکي باروي.

د ښاغلي حمیدي په وینا دوی ددې ستونزې د هوارولو لپاره د هېواد په بندرونو کې د ثابتو تلو تر څنګ په لویو لارو کې یو شمېر ګرځنده تلو کارول هم پیل کړي چې په نوې او عصري تکنالوژۍ سنبالې دي او له دې لارې کولای شي چې سرغړونکي وپیژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري:

که دغه شمېر کسان خپلو سرغړونو ته دوام ورکوي نو هم یې لېږدونکې وسیلې درول کیږي او هم یوه میاشت له خط السیره ایستل کیږي او که دوی بیا هم خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي نو د مجرمینو په توګه به یې لویې څارنوالۍ ته وروپېژنو. دا له حده د ډېر بارولو د مخنیوي یوه لار ده.

ښاغلي حمیدي وویل مخکې تر دې د افغانستان په بندرونو کې یواځې یوویشت ثابتې تلې موجودې وې.

په دې تړاو داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د فواید عامې وزارت یو شمېر کارکوونکو چې په بندرونو کې د توکو د تللو مسوول دي ، زیاتره وخت د بډو په اخیستو سره له حده ډېر په درانه بار وسیلو ته اجازه ورکړې چې په لویو لارو خپل توکي ولېږدوي او د سړکونو د ویجاړېدو لامل شوي دي.

خو د فواید عامې وزیر وايي دوی په لویو لارو کې د څلور وګرځنده تلو کارول پیل کړي دي، چې په دې سره له یوې خوا د لېږدونکو وسیلو وزن کنترولای شي او له بل پلوه خپل اړوند مامورین هم تر څارنې لاندې نیسي.

د فواید عامې وزارت چارواکي وایې دوی به په راتلونکې کې د دا ډول تلو شمېر ډېر کړي چې تر یوه حده به د لویو د لارو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.

ورته مطالب