ستاسې غږ: د سولې پر هڅو د برهان الدین رباني د وژنې اغېزې

رباني د انځور حقوق AP
Image caption د رباني وژنې د سولې هڅو د اغېزمنتيا په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي

په افغانستان کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وژنې د هغو هڅو د اغېزمنتیا په اړه نوې پوښتنې راپورته کړي چې له طالبانو سره د روانې لس کلنې جګړې پر پای ته رسولو د سولې خبرو لپاره کېږي.

ولسمشر کرزي ویلي د ښاغلي رباني وژنه به د سولې لپاره دوی له خپلو هڅو راونه ګرځوي.

خو هغوی چې مخکې یې هم د دغه ډول هڅو پر اغېزمنتیا شک لاره، وايي د سولې د شورا پر مشر برید وښودل چې له طالب اورپکو سره سوله او پخلاینه ناشونې ده.

د ځينو لپاره د سولې شورا مشرۍ ته د ښاغلی رباني په شان یوهّ کس چې له طالبانو سره یې د خونړیو جګړو سابقه لرله، ټاکنه حیرانوونکې او تر یوهّ ځایه خنډ رامنځته کوونکې وه. دوی فکر کوي چې د سولې او پخلاینې شونیتا له منځه نه ده تللې.

یو شمېر وېره لري چې که د ۲۰۱۴ کال تر پایه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له وسله والو مخالفانو سره سوله و نه شي، هېواد به یو ځل بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

تاسو څه فکر کوﺉ؟

ستاسو په نظر د برهان الدین رباني وژنه له طالبانو سره د سولې او پخلاینې هڅو ته څه پايلې لرلی شي؟

ایا فکر کوﺉ سوله او پخلاینه اوس هم چانس لري؟

خپل نظر Pashto@bbc.co.uk ته د پنجشنبې تر مازیګره په برېښنالیک کې راولېږﺉ او یا د ستاسو غږ پروګرام ته د خپرونې پر مهال پر دې شمېرې ټېلفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

د اس ام اس له لارې هم خپل نظر پر دې شمېرې رالېږلی شئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې ځينې راغلي برېښناليکونه

فریدالله مفکر- خوست

هغه سوله چې نړیوال یې یادوِي کیلي یې په خپله د نړیوالو سره ده . همدا نن چې وغواړې سوله جوړولی شي، خو متاًسفانه نه غواړي

حلیم وردګ، جاپان

که څه هم طالبانو په ښکاره د سولې لپاره کوم میلان نه درلود، مګر د رباني صیب وژنه به د سولې او پخلاینې هغه هڅې چې پرون کېدې د خنډ سره مخامخ کړي، هغه په دې مانا چې په دولت کې شته ځنې کړۍ چې رباني صیب ورته ډېر محترم و. دده وژنه به کورنۍ جګړې او قومي شخړو ته لار هواره کړي. په دې هیله چې داسې ونه شي.

ن. مقبل ـ کابل

د سولې خبرې اترې او پايلې يې د استاد رباني په ژودندانه کې هم بې نتيجې وې، اوس هم بې نتيجې دي او بيا به هم بې نتيجې وي او هېڅ کومې مثبتې يا منفي اغېزې نه شي غورځولى ځکه د افغان دولت مخالفين تر هغې سولې ته غاړه نه ږدې چې خارجي ځواکونه دلته موجود وي.

اسدالله زړه سواند - كندهار

د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني څو اونۍ وړاندې په كندهار كې په یوه غونډه کې خلک د سولي پروسې پر بريالي كېدو باوري كړي وه او تر دې غونډې وروسته په كندهار كي دامنيت د ټینګېدو په اړه نور هم خلک دسولې پروسې ته لېواله سوه.

سمسور مندوزی – خوست

د ربانی په ووژل کېدو به د سولې هڅې مخ پروړاندې لاړې شي. ځکه ربانی داسې یو کس وو چې نیمه لسیزه یې ‌د طالبانو پر وړاندې سخته جګړه وکړه او اوس وخت کې له طالبانو سره سولې لپاره هڅې کولې، تېر یو کال کې د سولې عالی شورا هڅې لاسته راوړنې نه درلودې.

شفیق الله - جلال اباد

یو کس د یوه بل کس کور ور وران کړي نو دا بل کس به ورسره سوله وکړي؟ نو استاد رباني د هغه کسانو له جملې څخه و چې د طالبان حکومت یې وران کړی و. استاد رباني چې ژوندی و هم څه ګټه یې نه درلوده. د سولې پروسې کې باید هغه کسان داخل شي چې د طالبانو په مقابل کې نه وي واقع شوي.

جاهد درانی له هلمنده

دا چی استاد ربانی یو افغان وو خدای دی وبخښی په ریښتیا سره پرې خوابدی یم خو د یوه داسی موقف لپاره د ربانی ټاکل یوه ستره اشتباه وه او دده په موحودیت کی د سولی بهیر د جګړی په بهیر واوښتی ځکه ربانی چی د کوم چا لپاره د سولی ځولی غوړولی وه د همدی خلکو سره په کلونو کلونو جګړه وکړه.

حبیب الله بادینزی - پونا، هندوستان

دښاغلی ربانی صیب وژنه په ریښتیا هم دافغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.خودښاغلی ربانی هڅویوازی یوسمبولیک شکل درلودی اوهغه چی دسولی دعالی شورامشروو په خپل لنډ مهاله دوره کی ئی هیڅ لاس ته راوړنه نه درلوده. اوښاغلی ربانی هغه څوک وو چی خپله لس کاله دطالبانو سره جنګیدلی وو. اوطالبانو هیڅکله دهغه سره دسولی خبروته لیوالتیا نه ښودله.

کریم صالح

د ربانی وژل ځه هم یوه لویه ضایعه بولم خو زه په همدی باب یوه پوښتنه لرم. آیا دغه ځانمرګی برید ګر چی استاد ربانی یی وواژه دغه کار به یی د طالبانو د غوښتنی بر خلاف نه وی کړی؟ کیدای شی چی طالبانو به هغه په واقعیت سره خبرو ته استولی وو خو هغه به بر خلاف سر غړونه کړی وي او په خپل سر به یی دغه کار پټ تنظیم کړی وي. ستاسو نظر؟

زمری - خوست

زما په اند به داستاد مړینه له طالبانوسره دسولی او پخلاینی هڅی یو څه ټکنی کړی خو داپروسه به هرو مروکامیابیږی . دسولی دعالی شورای له چارواکومو غوښتنه داده چه له دی طلایی چانس نه په استفادی په رښتنی توګه دسولی له پاره کاروکړي.

سیف الاسلام - لوگر

ترحوچِي دطالبانوملاتړي له پښو ونه غورځول شي او د طالبانو نه لاس په سر نه شي افغانستان کی به سوله رانشي. ډېری خلک په افغانستان کی دروانو شخړو اولانجو پړه پرپاکستان او امریکا اوځینی نوربیا آن پربریتانناهم اچوي.

عبدالقدوس امان

زه فكر كوم چې د أستاد رباني مرګ به د سولي پر خبرو كوم اغېز ونه كړي، بلكي نورې به هم تېزي شي ځکه چې طالبان كله هم د رباني تر مشرۍ لاندې له سولي كميسون سره خبرو ته تيار نه وو.