رباني د جمعې په ورځ په کابل کې خښېږي

رباني د انځور حقوق AFP
Image caption افغان حکومت د استاد رباني د مړينې په ویر درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني جنازه به د جمعې په ورځ په کابل کې وشي.

وزير سيد مخدوم رهين وويل د ده مړی به د کابل ښار د وزير اکبرخان مېنې په تپه کې خاورو ته وسپارل شي.

بل خوا افغان حکومت د استاد رباني د مړينې له امله سر له پنجشنبې د درې ورځني ملي ماتم اعلان وکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزير وويل په دغو ورځو به په افغانستان کې د ننه او له افغانستان نه بهر د دغه هېواد په دپلوماتيکو استازيو کې د افغانستان بېرغ نيم ځوړند وي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر د سې شنبې پر ورځ د سپټمبر په ۲۰مه مازیګر ناوخته د کابل په زړه وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ووژل شو.

په بريد کې له ده څو کسه ټپيان شوي هم دي، چې يو يې د ولسمشر حامد کرزي لوړپوړی سلاکار او د سولې د عالي شورا مشر معصوم ستانکزی دی.

بريد هغو کسانو کړی چې ځان يې د وسله والو مخالفينو استازي معرفي کړي وو او د سولې له بهير سره د يو ځای کېدو لپاره يې د دغې شورا له مشر برهان الدين رباني سره ليدنه لرله.

د افغانستان امنيتي سرچينې وايي د دغو کسانو يوه يې په خپل پګړي کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او له استاد رباني سره د روغبړ پر مهال يې وچول.

ورته مطالب