پاکستان: ګیلاني د رباني په جنازه کې د ګډون لپاره کابل ته ولاړ

ګیلاني د انځور حقوق Getty
Image caption پاکستاني سرچینې وايي ګیلاني د برهان الدین رباني په جنازه کې د ګډون لپاره کابل ته روان دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ددفتر سرچینو ویلي، چې یوسف رضا ګیلاني د برهان الدین رباني په جنازه کې د ګډون لپاره کابل ته ولاړ.

له نوموړي سره د پاکستاني ادارې یو شمېر ایالتي وزیران هم ملګري دي.

د سرچینې په حواله، ښاغلی ګیلاني به افغان حکومت ته د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني د وژل کېدو په تړاو خپله خواشيني وښيي.

بل خوا، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، د برهان الدین رباني وژل کېدل به د سولې پر بهیر منفي اغېز ونه کړي.

د سولې د عالي شورا رییس، د مجاهدينو د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني د تېرې سه شنبې پر ماښام په يوۀ ځانمرگي بريد کې ووژل شو.

افغان چارواکو بي بي سي ته وويل چې ښاغلي رباني له دوو کسانو سره چې د وسله والو طالبانو غړي وو ليدل چې چاودنه وشوه .

دا څرگنده نه ده چې دغه دوو کسانو په بريد کې لاس لارۀ که نه .

ويل کېږي چې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء ريس معصوم ستانکزى هم په دې بريد کې ټپي شوى دى .

وسله والو طالبانو ویلي چې د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني د وژل کېدو په تړاو د طالبانو په حواله هر هراز خپرې شوې څرګندونې بې بنسټه دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو د یوه ویاند په ادرس په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، د رباني د وژل کېدو په قضیه کې طالبان هېڅ نه شي ویلای، له دې کبله په دې اړه هېڅ څرګندونې هم نه لري.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې طالبانو د رباني د وژلو پړه پرغاړه اخیستې ده.

تر دې مهاله د برهان الدین رباني د وژل کېدو مسؤولیت کومې بلې ډلې هم نه دی منلی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا هم ویلي، چې برهان الدین رباني د پاکستان یو نژدې ملګری و.

ورته مطالب