کرزی: رباني د سولې قاصدانو په چل وواژه

کرزی د انځور حقوق AFP Getty
Image caption ښاغلي کرزي وویل، د مولوي عنایت الله مخدوم په نامه دغه غږیز پیغام ته یې غوږ نیولی، چې برهان الدین رباني پکې په ښه نامه یاد شوی.

افغان ولسمشر حامد کرزي برهان الدين رباني د سولې شهید او قاتلان یې د سولې دښمنان وبلل. ده وویل، د سولې دغه قاصد له سولې او افغانستان سره خیانت وکړ.

دغو کسانو له ځانه سره چاودېدونکي مواد لرل چې له استاد رباني سره د روغبړ پر مهال يې وچوول.

ښاغلی کرزی وايي هغه کسان چې ځانونه يې د سولې قاصدان معرفي کړي وو، قاتلان وو او د سولې پيغام يې هم د چل او فريب وو:

''له بده مرغه، هغه کسان چې ځانونه د سولې قاصدان بولي، قاتلين وختل، او پیغام یې هم له چل او ول ډک و؛ دوی د اسلام او سولې له نامه ناوړه ګټه واخیسته او د سولې د عالي شورا ریس یې وواژه.''

ولسمشر حامد کرزي د رباني د وژل کېدو له خبر سره سم، د نیویارک سفر رالنډ کړ او هېواد ته راستون شو.

نوموړي په کابل کې د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، نیویارک ته له سفر وړاندې د سولې د عالي شورا مرستیال معصوم ستانکزي د سولې د عالي شورا په ادرس د وراستول شوي غږیز پیغام په اړه خبر ورکړ.

په پېښه کې معصوم ستانکزی ټپی شو، چې دا مهال تر درملنې لاندې دی.

ښاغلي کرزي وویل، د مولوي عنایت الله مخدوم په نامه دغه غږیز پیغام ته یې غوږ نیولی، چې برهان الدین رباني پکې په ښه نامه یاد شوی.

حامد کرزي وویل نیویارک ته یې د سفر په اوږدو کې برهان الدین رباني ته، چې د ایران په سفر بوخت و، تیلې فون وکړ، چې په وینا یې د سولې د قاصدانو لپاره کابل ته ستون او له هغوی سره وګوري.

کرزي په دې غونډه کې دا هم وویل چې د برهان الدین رباني د جنازې مراسم به د جمعې پر ورځ (د سپتمبر ۲۳مه) په کابل کې ترسره شي.

تر اوسه د رباني د وژل کېدو مسؤولیت هېڅ کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

وړاندې رویټرز خبري اژانس د طالبانو په حواله ویلي وو، چې په دې پېښه کې د هغوی لاس دی، خو طالبانو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د رویټرز څرګندونې بې بنسټه وبللې.

طالبانو ویلي، اوس چمتو نه دي، چې په دې اړه څرګندونې وکړي.

ورته مطالب