طالبان: د رباني د وژنې په اړه د طالبانو په حواله خپرې شوې څرګندونې بنسټ نه لري

رباني
Image caption د سولې د عالي شورا رییس، د مجاهدينو د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني د تېرې سه شنبې پر ماښام په يوۀ ځانمرگي بريد کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو ویلي چې د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني د وژل کېدو په تړاو د طالبانو په حواله هر هراز خپرې شوې څرګندونې بې بنسټه دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو د یوه ویاند په ادرس په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، د رباني د وژل کېدو په قضیه کې طالبان هېڅ نه شي ویلای، له دې کبله په دې اړه هېڅ څرګندونې هم نه لري.

د برهان الدين رباني ۷۱ کلن ژوند

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې طالبانو د رباني د وژلو پړه پرغاړه اخیستې ده.

تر دې مهاله د برهان الدین رباني د وژل کېدو مسؤولیت کومې بلې ډلې هم نه دی منلی.

د سولې د عالي شورا رییس، د مجاهدينو د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني د تېرې سه شنبې پر ماښام په يوۀ ځانمرگي بريد کې ووژل شو.

افغان چارواکو بي بي سي ته وويل چې ښاغلي رباني له دوو کسانو سره چې د وسله والو طالبانو غړي وو ليدل چې چاودنه وشوه .

دا څرگنده نه ده چې دغه دوو کسانو په بريد کې لاس لارۀ که نه .

ويل کېږي چې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء ريس معصوم ستانکزى هم په دې بريد کې ټپي شوى دى .

ورته مطالب