حنا رباني: امریکا له پاکستان نه شي بېزاره کېدای

حنا رباني
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو زیرې دا هم ویلي چې ''د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې په عملي ډول یو لړ ستونزې رامنځ ته شوې دي.''

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې امريکا ته خبرداری ورکړ که دغه هېواد د اورپکو تر شا د اسلام اباد د ملاتړ څرګندونو ته دوام ورکړي، ښايي د پاکستان ملګرتيا له لاسه ورکړي.

حنا رباني کر جيو خصوصي تلوېزيون ته وويل چې امريکا نه شي کولی د پاکستان له حکومت او خلکو نه بېزاره شي.

د پنجشنبې پر ورځ د امريکا لوړپوړي پوځي قومندان د پاکستان څارګره اداره د کابل د وروستيو بريدونو تر شاه د حقاني شبکې په ملاتړ تورنه کړه.

په دغو بريدونو کې چې هدف يې د امريکا سفارت او په کابل کې د ناټو د قومندې مرکز وو شاوخوا ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاکستان د کورنيو چارو وزير د حقاني له شبکې سره اړيکې لرل رد کړي دي. رحمن ملک بي بي سي ته وويل پاکستان له ټولو هغو وسله والو سره جګړې ته ژمن دی چې له افغانستان سره په پوله د دوی په خوا کې دېره دي.

حنا رباني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په حاشیه کې جیو تلوېزیوني چینل ته ویلي ''تاسې به یو ملاتړی له لاسه ورکړﺉ، تاسې پاکستان له ځانه نه شئ لیرې کولای، تاسې د پاکستان ولس له ځانه نه شئ لیرې کولای. که چېرې تاسې دا پرېکړه وکړﺉ، او که چېرې دوی دا پرېکړه وکړي، نو دا به د دوی په لګښت تمام شي. ''

آغلې کر دا څرګندونې د امریکا تر ټولو جګپوړي پوځي مشر امیرالبحر مایک مولن د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې، چې د امریکا مشرانو جرګې دفاعي جرګه ګۍ ته یې کړې دي.

ښاغلي مولن ویلي ''د حقاني سخت دريځه ډله د پاکستاني استخباراتو ISI مټ دی. ''

Image caption مایک مولن:''د آی اېس آی په ملاتړ، د حقاني ډلې غړو د سپتمبر پر ۱۱مه له چاودېدونکو توکو یوه لارۍ ډکه کړې او همدارنګه په کابل کې یې د امریکا پر سفارت برید وکړ. ''

مولن زیاته کړې چې:''د آی اېس آی په ملاتړ، د حقاني ډلې غړو د سپتمبر پر ۱۱مه له چاودېدونکو توکو یوه لارۍ ډکه کړې او همدارنګه په کابل کې یې د امریکا پر سفارت برید وکړ. ''

خو پاکستان دا څرګندونې بې مسؤولیته بولي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړيکي د تېرې مۍ پر دویمه پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته ترینګلي شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو زیرې دا هم ویلي چې ''د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې په عملي ډول یو لړ ستونزې رامنځ ته شوې دي.''

د روانۍ میاشتې په لومړیو کې واشنګټن وویل، که چېرې پاکستان پخپله خاوره کې د حقاني ډلې پروړاندې په مبارزه کې پاتې راشي، امریکا به پاکستان کې ددغې ډلې پرضد جدي ګامونه واخلي.

ورته مطالب