د رباني مړی خاورو ته وسپارل شو

په کابل کې د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني د جنازې لمونځ وشو.

د نوموړي د جنازې د مراسمو لپاره په کابل کې کلک امنیت نیول شوی او په واټونو کې امنيتي ځواکونه د پخوا پرتله ډېر لیدل کېږي.

د نوموړي د جنازې په لمانځه کې زرګونه کسانو ګډون وکړ، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې ترسره شو.

د هغه مړی د وزیر محمد اکبرخان تپې پر سر د هغه کور ته نژدې خاورو ته وسپارل شو.

ځانګړې پاڼه: د رباني وژل کېدل

برهان الدین رباني د تېرې سه شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) د کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پخپل کور د سولې د یوه قاصد له خوا په خپله پګړۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو د چاودنې له کبله ووژل شو.

د رباني د جنازې مراسم

برهان الدین رباني د تېرې سه شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) د کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پخپل کور د سولې د یوه قاصد له خوا په خپله پګړۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو د چاودنې له کبله ووژل شو.

د سولې ژمنه

د برهان الدین رباني له جنازې وړاندې په ارګ کې ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د سولې بهیر ته به دوام وکړي.

تېره ورځ د ''تغیر او امید'' د جبهې په نوم د اپوزیسیون مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د خبرو او تماسونو د سمدستي بندیدو او له سره د سولې د بهیر د ارزولو غوښتنه کړې.

برهان الدین رباني

  • ۱۹۸۰

    په ۱۹۸۰مه لسیزه کې پر افغانستان د یرغلګرو شوروي ځواکونو پرضد د مجاهدینو جګپوړی قومندان و.
  • له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې، بیا ۲۰۰۱

    له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې او بیا په ۲۰۰۱ کې د افغانستان نامنتخب ولسمشر و.
  • له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱

    له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو پرضد د شمالي ټلوالې د یوه جګپوړي مشر و.
  • ۲۰۰۴

    په ۲۰۰۴ کې د بدخشان د خلکو استازی.
  • ۲۰۱۰

    په ۲۰۱۰ کې، د ولسمشر کرزي له خوا له طالبانو سره د جوړجاړي په موخه د سولې د عالي شورا رییس وټاکل شو.

ښاغلي کرزي وویل:''د شهیدانو او د سولې په لار کې د خپلواکۍ د شهیدانو وینې له موږ غواړي چې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.''

د کابل د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر محمد ظاهر ویلي ''د امنیت د ټینګولو په موخه په کابل کې زرګونه اضافي پولیس ګمارلي دي.''

تر دې مهاله د رباني د وژنې پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې، خو د افغانستان استخباراتي اداره وايي باور کوي چې د هغه د وژنې لپاره به له څو میاشتو راهیسې پلان جوړ شوی وي.

دغې ادارې د پنجشنبې پر ورځ دا هم ویلي وو چې دوی کابل ته د سولې د استازي په جامه کې د هغه ځانمرګي برید کوونکي له ورتلو بې خبره ساتل شوي و چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني یې وواژه.

امنيتي ځوکونه

د رباني د جنازې د مراسمو لپاره په کابل کې کلک امنيت نیول شوی و.

دغه اداره دا هم وایي چې دوی د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د طالبانو په ادرس یوه قاصد چې ویل یې د پاکستان له کوټې ښاره یې د طالبانو د عالي شورا پیغام راوړی، له رباني سره د خبرو لپاره کابل ته تللی و

همدا وه چې رباني د ایران سفر رالنډ او کابل ته تر ستنېدا او له قاصد سره د روغبړ پرمهال ووژل شو.

د تېرې چهارشنبې په ورځ، وسله والو طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې وویل، چې د رباني د وژل کېدو په اړه اوس څرګندونې په ډاګه کول نه غواړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .