نور: پخواني مجاهدین به وسلې راخیستو ته اړ شي

عطام محمد نور او حامد کرزی
Image caption عطام محمد نور:''زه نه شم کولای په مستقیمه توګه ولسمشر تورن کړم، خو غواړم چې په کار کې ښه والی راشي.''

د بلخ والي او د شمال د پخوانۍ ټلوالې یوه وتلې څيره عطاء محمد نور وایي که حکومت د طالبانو په تړاو په خپله تګلاره کې بدلون را نه ولي، نو پخواني مجاهدین به بېرته وسلې ته لاس کړي.

ښاغلي نور تېره ورځ (شنبه، د سپتمبر ۲۴مه) په مزار شریف کې د جمعیت د تنظیم د مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو په غبرګون کې بلل شوې لوی غونډې ته د وینا پر مهال پخواني مجاهدین له سره ټولېدو او منظم کېدو ته وروبلل.

نوموړي په خپلو دغو څرګندونو کې پر افغان حکومت ګڼې توندې نیوکې کړي او له لویه سره یې حکومت کمزوری بللی.

په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپي د شنبې د ورځې د دغو توندو نیوکو او ګواښونو له اړخه ننګولی او له هغه یې پوښتلي چې سره یې په وسلو د مجاهدینو د سمبالولو له ګواښ نه هدف څه دی؟

ځواب: زما غبرگون ځکه تند وو، چې زما په فکر اوس د دا ډول یو غبرګون وخت رارسېدلی او خبره له سره کرښې اوښتې ده، نور د ديپلوماسۍ او مصلحت کولو ضرورت نور نه احساسېږي.

پوښتنه: خو والي صیب! تاسې په یو ډول له پخوانیو مجاهدنیو وغوښتل، چې لښکر کشۍ ته چمتو شي، د چا پر ضد، اوسنی حکوم او نظام او که طالبان؟

ځواب: زه د حکومت پر ضد نه یم او له حکومت څخه ملاتړ کوم، نظام زه خپل ګڼم او په دغه نظام کې شامل یم، خو په هغه ځایونو کې، چې نیمګرتیا وي، هلته باید اصلاحات راوړل شي. هو ما پر مجاهدینو غږ وکړ، ښاغلي ولسمشر ته مې هم مخامخ وویل، چې د نظام د امنیتي او کشفي ارګانونو په پالیسۍ کې باید پراخ او اساسي اصلاحات راوړل شي. زما مشخص مقصد د دولت په امنیتي، کشفي او نظامي پالیسیو کې اصلاحات رامنځ ته کول دي. که چېرې دولت موږ ته مثبت ځواب را نه کړي، هو! بیا موږ مجاهدونو ته مراجعه کوو، که دا له له سلا سره وی، او که بې وسلې. له مدني حقونو، دیموکراسۍ نه او حتی له سلاح نه په استفادې سره موږ تیار یو، چې له دیني او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.

پوښتنه: له دا ډول اقدام نه ستاسې هدف څه دی، په حکومت کې اصلاح راوستل، له سره د نوي حکومت جوړول او که د شته ګواښ په وړاندې د پراخې ګډې جبهې جوړول ؟

ځواب: دا تصمیم د حکومت د پرځولو لپاره نه دی، بلکې د خلکو د غوښتنو، د ملي ارزښتونو او ر ښتیني دیموکراسۍ لپاره دی او همدرانګه د دغو وېره اچوونکو مخه نیول دي. که چېرې دولت پاتې راځي، نو په هغه صورت کې بیا موږ له دې ځواک څخه، چې کلونه جنګېدلي او روسان ته یې ماتې ورکړې او همدرانګه یې د نړۍ دد غو یاغیانو په وړاندې، چې د طالب او القاعده په نوم راغونډ شوي وو، مقاومت کړی، نو له دوی څخه به مشروع او سمه ګټه واخلو.

پوښتنه: خو ستاسې نیوکې تر ډېره ولسمشر کرزي او حکومت ته متوجې دي؟

ځواب: نه داسې نه ده، زما نیوکه تر ډېر هغه چاته، چې سولې ته ازرښت نه ورکوي او د سولې منطق نه لري، هغوی ته متوجه ده.

پوښتنه: خو ستاسې څرګندونې په دې راڅرخېږي، چې ګواکې حکومت په یو ډول له طالبانو سره جوړ جاړ کوي، او تاسې یې مخالف یاست، همداسې ده که څنګه؟

ځواب: نه داسې نه ده، ما له اوسه داسې څه نه دي لیدلي، چې حکومت دې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي، حکومت د خپلې مهربانۍ له مخې غوښتل، د سولې د بهیر له مخې هغه کسان، چې تاوتریخوالی کوي راغونډ کړي او بېرته یې پخلا کړي او له وژنو لاس واخلي.

پوښتنه: خو هغه نیوکې، چې د اوس په شمال کې مطرح کېږي، تر ډېره په پخواني شمالي ټلوالي پورې د تړلو وژل کسانو له اړخه دي، چې استاد رباني هم پکې ور شامل شوی. په جنوب کې هم له ډېر وخت د مهمو قومي مذهبي او سیاسي مشران د وژل کېدو لړۍ راوانه ده، هغې ته کله هم ستاسو غبرګون دومره توند نه وه؟

ځواب: تاسې پوهېږﺉ، چې هر څه یو معیار او مرحله لري، هر شخصیت، چې شهید شوی، خپل ځانګړی ځای لري، هو، ما هغه وخت هم خپل غږ پورته کړی وو، خو دا ځل خبره له سرې کرښې او ښتې او دا دې بلاخره زموږ د جهاد رهبر یې 'راشهید' کړ. نو د دې اړتیا وه، چې د استاد د شهادت په اړه مې باید خپل دریځ روښانه کړی وای.

هم ګواښ هم اصلاحات

پوښتنه: ظاهراً تاسې هم ګواښ کوﺉ او هم د اصلاحاتو خبره کوﺉ، که هدف اصلاحات وي، نو لاره یې رغنده و ړاندیزونه دي، نه دا ډول توندې نیوکې او ګواښونه؟

ځواب: زموږ خبرې یوازې په انتقاد پورې نه محددوېږي. موږ، چې نیوکه کوو، په جهاد، بیارغونه او پراختیايي پروګرامونو کې ۳۰ کلنه تجربه لرو، موږ غواړو، چې زموږ له تجربو دولت هم ګټه پورته کړي او هغه تېروتنې، چې دي، هغه باید سمې شي.

د ناکامو پاليسي ګانو ځای باید ښې پالیسۍ او نوښتونه ډک کړي.

پوښتنه: خو داسې انګیرنه هم شته، ګواکې د پخوانۍ شمالي ټلوالې یو شمېر مشران د استاد رباني له وژل کېدو د سیاسي ګټې داخیستو په لټه کې دي؟

ځواب: موږ د دې ترڅنګ، چې په ملي یووالي ټينګار کوو، هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ له مشر څخه د سیاست په ډګر کې سیاسي ګټه پورته کړي.

Image caption نور:''زموږ خبرې یوازې په انتقاد پورې نه محددوېږي. موږ، چې نیوکه کوو، په جهاد، بیارغونه او پراختیايي پروګرامونو کې ۳۰ کلنه تجربه لرو.''

موږ د خپل 'شهید' مشر په وينې لوبې نه کوو، د سیاست د سوداګرۍ په ډګر کې يي نه راوباسو، هېچا ته هم اجازه نه ورکوو، چې له دې څخه نا ناوړه ګټه واخلي.

پوښتنه: که داسې وي، نو بیا په دې تړاو د ډاګټر عبدالله عبدالله څرګندونې څه ډول ګڼل کېدای شي، هغوی د برهان الدین رباني د وژل کېدو پړه مخامخ پر ولسمشر کرزي اچوي او حکومت ناکاره بولي، آن د پاڅون ګواښ یې کړی او وايي، له دې وروسته په کرار کښېنني؟

ځواب: نه داسې نه ده، د هغه خبرې له ما څخه بېلې دې، د هغه خبرې بېلې انګیرنې لري، چې خپله ډاکټر عبدالله سره تړاو لري؛ ځکه تاسو پوهېږﺉ، چې د تغیر او امید د ایتلاف په رأس کې ډاکټرعبدالله دی، هغه ځانته دریځ لري. له شرايطو هرڅوک ځانته برداشت لري.

زه نه شم کولای په مستقیمه توګه ولسمشر تورن کړم، خو غواړم چې په کار کې ښه والی راشي.

ورته مطالب