غور کې یو جرمنی سیلانی له افغان لارښود سره وژل شوی

غور
Image caption د ۲۰۰۷ په جولای کې هم دوه جرمني انجنیران تښتول شوي وو، یو یې وژل شوی و او بل یې تر ۸۵ بند وروسته خوشی شو.

د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې یو جرمنی سیلانی او د هغه افغان لارښود د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوي او دوه کسه نور ټپیان شوي دي.

د غور والي عبدالله هېواد ویلي، پېښه د تېرې شنبې ورځې په ماښام هغه مهال وشوه، چې یوه جرمني تورېست له خپل افغان لارښود او دوو نورو کسانو سره د غور دولت یار ولسوالۍ په ځنګلي سیمه کې د یوه تاریخي ځای د لیدو تکل کړی و.

نوموړی وايي، دوه پر موټر سایکل سپرو کسانو پر دوی ډزې وکړې او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.

خو د غور یوه امنيتي چارواکي ویلي چې د 'لعل او جنګل' سیمه کې یې یو جرمنی پاسپورت موندلی دی.

د غور والي دا هم ویلي چې ''دغه جرمنی سیلانی او د هغه افغان لارښود وژل شوي او د دوی دوه نور ملګري ټپیان دي، چې دا مهال د چغچران روغتون ته لېږدول شوي.''

ښاغلي هېواد ویلي، که څه هم دغه جرمنی د شنبې پر ګهيځ د چغچران ولسوالۍ ته د خپلې وېزې د تمدیدولو لپاره ورغلی و، خو د خپل سفر په اړه یې څه نه وو ویلي.

'زه سیلانی یم'

د غور چارواکي وايي، دوی په ټینګه دغه الماني ته ویلي وو که چېرې د چغچران له ښاره وځي، نو باید امنيتي کسان ورسره بوځي، خو هغه ویلي وو چې زه تورېست یم، له ماسره څوک کار نه لري.

Image caption دغه جرمنیان د هندوکوش د غره له لمنې تری تم شوي وو.

د تېر اګست پر ۱۹مه هم ددغو جرمنیانو مړي د کابل په شمال کې د هندوکوش غرونو په لمن کې وموندل شول.

دغو جرمنیانو هم افغان امنيتي اړوندو ادارو ته خبر نه و ورکړی.

راپورونه وايي چې په غور کې افغان حکومت چندان قوي نه دی، او وخت-ناوخت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي جنګیالي بریدونه کوي.

د دغه راپور د جوړولو تر مهاله ددغه جرمني سیلاني راپور د جوړولو تر وخته د غور د پېښې مسؤولیت چا نه دی منلی.

د ۲۰۰۷ په جولای کې هم دوه جرمني انجنیران تښتول شوي وو، یو یې وژل شوی و او بل یې تر ۸۵ بند وروسته خوشی شو.

ورته مطالب