'که حکومت تګلاره بدله نه کړي، 'مجاهدین' به وسلې راواخلي'

عطام محمد نور او حامد کرزی
Image caption عطام محمد نور:''زه نه شم کولای په مستقیمه توګه ولسمشر تورن کړم، خو غواړم چې په کار کې ښه والی راشي.''

د بلخ والي او د شمال د پخوانۍ ټلوالې یوه وتلې څيره عطاء محمد نور وایي که حکومت د طالبانو په تړاو په خپله تګلاره کې بدلون را نه ولي، نو پخواني مجاهدین به بېرته وسلې ته لاس کړي.

ښاغلي نور تېره ورځ (شنبه، د سپتمبر ۲۴مه) په مزار شریف کې د جمعیت د تنظیم د مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو په غبرګون کې بلل شوې لوی غونډې ته د وینا پر مهال پخواني مجاهدین له سره ټولېدو او منظم کېدو ته وروبلل.

نوموړي په خپلو دغو څرګندونو کې پر افغان حکومت ګڼې توندې نیوکې کړي او له لویه سره یې حکومت کمزوری بللی.

په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپي د شنبې د ورځې د دغو توندو نیوکو او ګواښونو له اړخه ننګولی او له هغه یې پوښتلي چې سره یې په وسلو د مجاهدینو د سمبالولو له ګواښ نه هدف څه دی؟

''زما غبرگون ځکه تند وو، چې زما په فکر اوس د دا ډول یو غبرګون وخت رارسېدلی او خبره له سره کرښې اوښتې ده، نور د ديپلوماسۍ او مصلحت کولو ضرورت نور نه احساسېږي.''

ښاغلي نور د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا تاسې په یو ډول له پخوانیو مجاهدنیو وغوښتل، چې لښکر کشۍ ته چمتو شي، د چا پر ضد، اوسنی حکوم او نظام او که طالبان؟ وویل:

''زه د حکومت پر ضد نه یم او له حکومت څخه ملاتړ کوم، نظام زه خپل ګڼم او په دغه نظام کې شامل یم، خو په هغه ځایونو کې، چې نیمګرتیا وي، هلته باید اصلاحات راوړل شي. هو ما پر مجاهدینو غږ وکړ، ښاغلي ولسمشر ته مې هم مخامخ وویل، چې د نظام د امنیتي او کشفي ارګانونو په پالیسۍ کې باید پراخ او اساسي اصلاحات راوړل شي. زما مشخص مقصد د دولت په امنیتي، کشفي او نظامي پالیسیو کې اصلاحات رامنځ ته کول دي. که چېرې دولت موږ ته مثبت ځواب را نه کړي، هو! بیا موږ مجاهدونو ته مراجعه کوو، که دا له له سلا سره وی، او که بې وسلې. له مدني حقونو، دیموکراسۍ نه او حتی له سلاح نه په استفادې سره موږ تیار یو، چې له دیني او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.''

عطا محمد نور وايي له دې تصمیم یې هدف د اوسني حکومت راپرځول نه دي، بلکې د هغه په وینا، د ملي ارزښتونو او رښيتينې دیموکراسۍ لپاره دی، چې د ویر اچوونکو مخه پرې ونیول شي.

نوموړی وايي، د حکومت له لوري یې له طالبانو سره د جوړجاړي په تړاو مثبت څه نه دي لیدلي.

هم ګواښ هم اصلاحات

Image caption نور:''زموږ خبرې یوازې په انتقاد پورې نه محددوېږي. موږ، چې نیوکه کوو، په جهاد، بیارغونه او پراختیايي پروګرامونو کې ۳۰ کلنه تجربه لرو.''

ښاغلي نور وویل، پر دولت یې ځکه کلکه نیوکه کړې، چې په وینا یې ''موږ چې نیوکه کوو، په 'جهاد'، بیارغونه او پراختیايي پروګرامونو کې ۳۰ کلنه تجربه لرو، چې زموږ له تجربو دولت هم ګټه واخلي او خپلې تېروتنې سمې کړي.''

دی وايي چې ناکامه پالیسۍ باید ختمې او ځای یې ښې پالیسۍ او نوښتونه دک کړي، خو ویې نه ویل چې څه ډول پالیسي غواړي.

نوموړي د عبدالله عبدالله دې څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي یې وو له طالبانو سره دې د سولې خبرې سملاسي بندې شي، وویل''د هغه خبرې بېلې انګیرنې لري، هغه ځانته دريځ لري. له شرايطو هرڅوک ځانته انګیرنه لري.''

ورته مطالب