د برتانیا سفیر: پاکستان افغانستان کې رغنده رول نه لوبوي

د برتانيا سفير ويليم پتي

د برتانيا سفير وويل چې د افغانستان راتلونکى به په هر حال کې خوندي وي؛ ځکه چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به دغه هېواد پياوړي امنيتي ځواکونه ولري او نړيواله ټولنه به يې تر څنگ ولاړه وي.

په کابل د برتانيا سفير وايي چې بيا به افغانستان يوازې نه پرېښول کېږي، او که څوک فکر کوي چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به دغه هېواد پر تش ډاګ پاتې شي او دوى به پرې بيا د مردارې د مرغانو په څېر خپاره شي، نو دا يوه بې بنسټه خبره ده.

د برتانيا سفير ويليم پتي پر پاکستان هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه هېواد په افغانستان کې هسې رغنده رول نه لوبوي څنګه چې لوبولاى شي.

ښاغلي پتي دا خبرې له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکې کې کړي چې مصطفى سالک يې پر بنسټ دغه راپور چمتو کړى دى.

د برتانيا سفير ويليم پتي د افغانستان راتونکى خوندي وبالۀ او ويې ويل چې نړيواله ټولنه به هېڅکله دغه هېواد بيا يوازې پرې نږدي.

نوموړي وويل چې ددې موخې لپاره د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو د هوکړه ليک پر منځپانگه خبرې روانې دي.

نوموړي وويل چې برتانيا د اروپايي ټولنې او ناټو غړې ده او هڅه کوي چې دا دواړه هم له افغانستان سره د اوږد مهالې همکارۍ تړونونه لاسليک کړي.

ښاغلى پتي ددغه راز اوږدمهالو اړيکو ارزښت په دې توگه په گوته کړ:

له کندهاره تر کابله مارچ

''زموږ په باور له افغانستان سره دا وړ ملګرتیا خورا مهمه ده، د افغانستان خلکو ته به یې معنا ددې ډاډ ورکړه وي چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم، د افغانستان بشپړه ننګه او ملاتړ کوي او د سیمې هېوادونو ته به یې پیغام دا وي چې افغانستان د بل ځای لپاره په تش ډاګ نه پرېښودل کېږي او که څوک په دې فکر یا تمه وي کله چې له افغانستان نه بهرني ځوکونه ووځي، نو دوی به بیا پرې د مردارې د مرغانو په څېر راپرېوځي، دا یو ډېر غلط فکر دی، دا راز که که طالبان په دې فکر وي چې له کندهاره به کابل ته یوځل بیا مارچ وکړي، دا هم بالکل غلط فکر دی. ''

زما په ګمان که د طالبانو وروستی پیغام همدا وي، نو بیا خو د سولې خبرې بې معنا دي، خو که چېرې هغوی د هغو شرایطو له مخې، چې ولسمشر کرزي اعلان کړي، د خبرو وړاندیز وکړي، نو لاهم د خبرو مېز ته د خبرو فرصت پاتې دی.

ويليم پتي

د برتانیا سفیر تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په اړه څرګندونې کولې، خو يو شمير سياسي شنونکي وايي چې د افغانستان يو شمېر گاونډيان د ٢٠١٤ ميلادي کال نه د وروسته مهال لپاره د چمتو کېدو په موخه په افغانستان کې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي.

په دې لړ کې د برتانيا سفير د پاکستان په اړه وويل چې اوسمهال په افغانستان کې هسې رغنده رول نه لوبوي څنگه چې لوبولاى شي:

''اجازه راکړﺉ زه خپل تعبیر په بل ډول بیان کړم، او هغه دا چې پاکستان هسې چې کولای شي او هسې چې په کار ده افغانستان کې رغنده رول نه لوبوي، خو موږ ترې د رغنده رول د لوبولو غوښتنه لرو. ''

ښاغلي پتي وويل چې افغان حکومت او امريکا له پاکستانه د اورپکو د کابو کولو په برخه کې کومې غوښتنې کوي روا او پر ځاى دي.

هغه وويل پوهېږي چې اورپکي وسمهال د هغه هېواد په شمال لوېديځ کې ياغيان د پټېدو او وسيدو خوندي مرکزونه لري.

د برتانيا سفير وويل موږ پوهيږو چې پاکستان پر دغو سيمو بشپړه واکمني نه لري، خو بيا هم د اورپکو مخنيوي د ياد شوي هېواد دنده ده.

سفير وويل سره له دې چې برتانيا د لرغونې مهال په څېر يوه امپراتوري نه ده او پر پاکستان يې د اغېز ډول بدل دى، خو دوى به بيا هم پر پاکستان فشار اچوي چې د يو باثباته افغانستان د جوړېدو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي پتي له مخالفو وسله والو سره د جوړجاړي په اړه وويل که طالبان د افغان حکومت شرطونه ونه مني، ددغه بهير د پرمختگ هيله يو حماقت دى:

طالبان

د برتانیا سفیر وویل، که چېرې طالبان د افغان حکومت شرطونه رد کړي، د سولې د بهیر د پرمختګ هیله یو حماقت دی.

''زما په ګمان که د طالبانو وروستی پیغام همدا وي، نو بیا خو د سولې خبرې بې معنا دي، خو که چېرې هغوی د هغو شرایطو له مخې، چې ولسمشر کرزي اعلان کړي، د خبرو وړاندیز وکړي، نو لاهم د خبرو مېز ته د خبرو فرصت پاتې دی. له جګړې نه د لاس اخیستل، د هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې فعالیت ته غاړه اېښودل او له نړیوالۍ ترهګرۍ سره د اړیکې پرې کول مهم شرطونه دي، د طالبانو له لخوا دغو شرطونو ته له روښانه ځواب پرته، د پخلاینې په بهیر کې د پرمختګ تمه یو حماقت دی. موږ به کله هم دا راز دغو کرغېړنې تاوتریخوالو ته تسلیم نه شو. ''

په کابل کې د برتانيا سفير وويل چې دوى له سوله یيز هواري مخ نه اړوي، وايي افغانان غواړي چې ماشومان يې ښوونځيو ته ولاړ شي او د بهرنيانو مخه ونيول شي.

ښاغلي پتي وويل چې دوى به دغې موخې ته د رسېدو په برخه کې له افغانانو سره مرسته کوي.

د برتانيا سفير وويل چې د افغانستان راتلونکى به په هر حال کې خوندي وي؛ ځکه چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به دغه هېواد پياوړي امنيتي ځواکونه ولري او نړيواله ټولنه به يې تر څنگ ولاړه وي.

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .