"د کوماندويانو شمېر ۱۰زرو ته لوړه وو"

Image caption دغو ځانګړو ځواکونو ته ځانګړې روزنه ورکول کېږي.

افغان ځواکونه وايي په پام کې لري تر ۲۰۱۴ میلادي کاله د کوماندويي ځواکونو شمېره له لسو زرو لوړه کړي. اوس د افغانستان د کوماندويي ځواکونو شمېر اته زره دی.

دغه برخه چې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو څلور کاله وروسته د افغانستان د دفاع وزارت په چوکاټ کې جوړه شوه، د چارواکو په وینا ډېر پرمختګ يې کړی دی.

کوماندو هغه ځواکونه دي چې په لرو پرتو ناامنو سيمو کې له کړاوونو ډک او ستونزمن پوځي عملیات کوي.

دغه ځواکونه وړاندې له دې چې عملآ د جګړې ډګر ته واستول شي، د دریو اوونيو لپاره د امريکايي، فرانسوي، کاناډايي او عربي روزونکو له خوا روزنه ورکول کیږي.

د افغانستان د کوماندويي ځواکونو لوی قوماندان دادان لونګ وايي، دغه ځواکونه په هرډول وسایلو سمبال دي او قوي مورال لري.

اوسمهال د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د کمانډويي ځواکونو نهه ډلې میشتي دي، چې شمیر يې شاوخوا اتو زرو ته رسیږي.

د دغو ځواکونو قومندان هیله ښيي تر ۲۰۱۴ کال پورې به د کمانډويي ځواکونو شمیر تر لسو زرو ډیره کړي.

د ملي اردو د سمبالښت او زده کړې چارواکي وايي، چې د هوايي ځواک په جوړښت کار روان دي.

په هغو تازه عملیاتو کې د همدې کماندويي ځواکونو د کنډک له خوا په نورستان کې ترسره شول، شاوخوا شپیته تنه وسله وال پکې وژل شوي وو.

د دې کنډک قومندان وايي اوسمهال د ډیری عملیاتو مشري د افغان ځواکونو په غاړه وي.

اووه کاله وړاندې د دې کنډک له تاسیس څخه بیا تر اوسه شاوخوا ۵۰ تنه کماندویان وژل شوي دي.

ورته مطالب