احمدي: د نشه يي توکو پر وړاندې هڅې بريالی نه دي

نشه يي توکي
Image caption ښاغلی احمدي وايي تېر کال يې څو جنرالان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي.

افغان چارواکي وايي، د مخدره توکو د قاچاق د مخنوي په اړه ډیرې لاسته راوړنې لري، خو وايي د مسلکي پولیسو د کمښت له پلوه یې هڅې "دومره بریالۍ" نه دي.

په کورنیو چارو وزارت کې د مخدره توکو پرضد د مبارزې مرستيال بازمحمد احمدي وايي په سرحدي سیمو، ګمرکونو او هوايي ډګرونو کې د مخدره توکو پرضد مسلکي پولیس او تجهیزات نه لري.

ښاغلي احمدي منلې، چې په دغه وزارت کې د مسلکي پولیسو او تجهیزاتو کمښت د دې لامل شوی، چې د افغانستان له سرحدونو، ګمرکونو او هوايي ډګرونو څخه بهر ته مخدره توکي قاچاق شي.

دی وايي که هوايي ډګرونه او د ناامنو سیمو سرحدونه کنټرول نه شي، نو د ده په وینا د "مخدره توکو د قاچاق مخنیوی ګران" دی.

"ډیری هغه کانټینرونه چې کابل ته راځي نه تلاشي کیږي. ګمرکونه هم داسې وسایل نه لري، چې د دغو کانټینرونو منځونه پرې تلاشي کړي. له کابل پرته موږ په نور ځایونو کې وسایل نه لرو، نور هوايي ډګرونه پرانیستي دي. موږ داسې وسایل او مسلکي پولیس نه لرو، چې مخدره توکي تشخیص کړي."

ښاغلی احمدي وايي، تیر کال یې څو تنه جنرالان د مخدره توکو د قاچاق په تور هم نیولي دي.

افغانستان چې له خپلو ګاونډیانو سره اوږدې پولې لري د پولیسو لپاره یې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی ګران کړی دی.

افغانستان د هغو هیوادونو په قطار کې د سر ځای لري، چې د نړۍ تر ګردو هیوادونو ډیر مخدره توکي په کې کرل کېږي، او تولېدېږي.

خو افغان چارواکي بیا وايي، هغه کیمیاوي مواد چې د هیرویونو په جوړولو کې کارول کیږي، له بهرنیو هیوادو افغانستان ته وړل کیږي.

ورته مطالب