سفارت: د "CIA" په مرکز کې دوه کسه وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سي، آی، اې مرکز د ارګ او د امريکا سفارت په خوا کې دی.

د امريکا سفارت په پلازمېنه کابل کې تېر ماښام د ډزو د کېدو تاييد کړی دی او وايي چې په پېښه کې يو افغان ساتونکی او يو امريکايي وژل شوي دي.

د امريکا سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د يوه بل امريکايي د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په اعلاميه کې د پيښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي او ويلي يې دي چې د پيښې په تړاو پلټنې روانې دي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېر ماښام د ډزو غږونه واورېدل شول. ويل کېږي ډزې د هغې ودانۍ شاوخوا شوي چې د امريکا څارګره اداره سي، آی، اې، يې کاروي.

يو څه چې ډېر مهم دي هغه د دغې ودانۍ موقعيت دی چې ډېر کلک امنيتي کمربند ترې راتاو دی او ورغلې لارې يې له کابو لسو کلونو راهيسې بندې دي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېر ماښام د ډزو غږونه واورېدل شول. ويل کېږي ډزې د هغې ودانۍ شاوخوا شوي چې د امريکا څارګره اداره سي، آی، اې يې کاروي.

پخپله د سي، آی، اې له لوري په دې اړه څه نه دي ويل شوي او دا هم لا تر اوسه کره شوې نه ده چې دا د وسله والو بريد وو، که په ودانۍ کې د سرتېرو خپلمنځي اختلاف.

مهم ځای

خو يو څه چې ډېر مهم دي هغه د دغې ودانۍ موقعيت دی چې ډېر کلک امنيتي کمربند ترې راتاو دی او ورغلې لارې يې له کابو لسو کلونو راهيسې بندې دي.

دغه ودانۍ د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه یوازې ۵۰ متره شمال ختيځ ته پرته ده، په خوا کې يې د ناټو ځواکونو د قومندې مرکز او د امريکا سفارت موقعيت لري.

کابو دوه اوونۍ وړاندې د امريکا پرسفارت او د ناټو ځواکونو د قومندې پر مرکز وسله والو د عبدالحق په څلورلارې کې له يوې ۱۳ پوړيزې ودانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.

دغه بريد نژدې شل ساعته دوام وکړ او شاوخوا ۲۵ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د دغه بريد پړه د حقاني پر شبکې واچول شوه چې د امريکايي چارواکو په خبره پټنځايونه يې په پاکستان کې دي.

خو پاکستان دا ډول تورونه په يو مخ رد کړي دي.

يوسف رضا ګېلاني

د انځور حقوق Getty
Image caption ګيلاني وايي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او دفترونو ساتل زموږ دنده، نه ده.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني ويلي هېواد يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او دغه راز د نړېوالو نادولتي ټولنو د دفترونو د ساتلو مسووليت پر غاړه نه لري، بلکې په خبره يې دا د افغان او بهرنيو ځواکونو مسووليت دی.

امريکايي چارواکي په جون کې د کابل پر انټرکانټېننټال هوټل بريد، د ميدان وردګو په ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له اډې بهر د موټر بم چاودنه او د امريکا پر سفارت او د ناټو د قومندې پر مرکز بريدونه د حقاني په شبکې پورې تړي.

تر دې وروسته امريکايي چارواکو بيا بيا له پاکستان نه غوښتي چې له دغې شبکې سره اړېکې پرې کړي او يو ځل خو ان يوه لوړپوړي امريکايي پوځي چارواکي په پاکستان کې د حقاني شبکې پر ضد د يو اړخيز بريد کولو ګواښ هم وکړ.

په دې وروستيو کې امريکايي چارواکو د حقاني شبکه د پاکستان د څارګرې ادارې آی، اس، آی مټ وباله او د پاکستان ځينې کړۍ يې تورنې کړې چې د حقاني له شبکې سره اړېکي لري.

د امريکايي چارواکو دغو تورونو ته پاکستان تند غبرګون ښوولی او دا يې په يو مخ رد کړې دي.

ورته مطالب