د هلمند چاودنې اته ویشت کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د انځور حقوق bbc

د افغانستان د سویلي ولایت هلمند چارواکي وایې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یوې چاودنې دوه تنه وژلي او شپږ ویشت نور یې ټپیان کړي دي .

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي ویلي چې برید کوونکي په یوه موټر کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي ول او هغه یې د پولیسو یوه مرکز ته څیرمه والوزول . دغه مرکز د هلمند د امنیه قوماندانۍ ته نژدې دی .

ښآغلي احمدي وویل چې وژل شوي ملکي وګړي دي ، خو په ټپیانو کې لس تنه یې پولیس او د څلور ماشومانو په ګډون شپاړس نور عام خلک دي .

د هلمند چارواکي زیاتوي چې پدې چاودنې کې شاوخوا هټیوالو ته ډیر مالي زیان رسیدلی دی .

د چاودنې سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا کلابند شوې او ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي .

لښکرګاه یو له هغو اوو ښارونو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې امنیتي چاري له ناټو ځواکونو څخه افغان سرتیرو ته وسپارل شوې .

هلمند په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان یو له ډیرو نا امنو ولایتونو څخه ګڼل شوی او وسلوال مخالفین توانیدلي پدغه ولایت کې خپلې مورچلې ټینګي کړي .

پدغه ولایت کې تر ډیره بریتانیاېې سرتیري دیره دي او په وروستیو کلونو کې د کندهار تر څنګ د هلمند د وسلوالو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره تر ټولو لوی پوځي عملیات زغملي دي .

ورته مطالب