په کابل کې د برهان الدین رباني د وژني په اعتراض لاریون وشو

د انځور حقوق bbc
Image caption لاریون کوونکو د طالبانو ضد شعارونه ورکول

سلګونو تنو نن په پلازمینه کابل کې د برهان الدین رباني د وژنې په اعتراض لاریون وکړ .

دلاریون مشري د ملي امنیت پخواني مشر او د ولسمشر کرزي یوه عمده مخالف امر اله صالح کوله .

لاریون کوونکو د پاکستان او د وسلوالو مخالفینو لپاره د حکومت د پالیسۍ پر ضد شعارونه ورکول او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د برهان الدین رباني د وژنې په تړاو دې پراخې څیړنې وکړي.

دوی ویل چې دحکومت په څیړنو باور نه لري ځکه د دوی په باور وسله وال مخالفین دحکومت په ځینو برخو کې نفوذ لري.

ښاغلي صالح د یوه پریکړه لیک په لوستلو وویل، چې د رباني ترور پیچلی دی او د ده په وینا باید د ملګرو ملتونو په څیر د یوه نړیوال پلټونکي پلاوي له خوا یې پلټنه وشي نه د افغان حکومت له لوري.

دا غوښټنه داسي مهال کیږي چې افغان حکومت د سولي د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني د وژني د پلټنو لپاره ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ په مشری یو پلاوی ټاکلی دی .

ښاغلي صالح دارنګه دحکومت دسولې په بهیر نیوکه وکړه او وې ویل، چې له دې لارې د ده په ټکو سوله ناممکنه ده.

د انځور حقوق bbc
Image caption ََښاغلی صالح وایې د رباني د وژل کیدو څرنګوالی دي پخپله ملګري ملتونه وپلټي

((د افغانستان خلک د باعزت سولې غوښتونکي دي. با عزته سوله ، له قاتلانو، د طالب په نوم له هغو ویره اچونکوسره ، چې زموږ د خلکو پر ضد جنګيږي، د سرټیټۍ له سیاست سره ممکنه نه ده))

لاریون کونکو ویل، که یې غوښتونې پوره نشي نو خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

په کابل کې دملګرو ملتونو سیاسي استازو دمظاهره کونکو د دې غوښتنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

سره لدې چې تر اوسه د برهان الدین رباني د وژني مسولیت په رسمي ډول طالبانو ندی منلی ،خو په ټوله کې ددې پیښي په اړه د شک سترګي دغې ډلي ته وراوړي .

د ولسمشر کرزي یو شمیر سیاسي مخالفین پدې باور دي چې د برهان الدین رباني له وژل کیدو سره نور له وسلوالو مخالفینو سره د سولي خبري اتري کوم ځا ی نه نیسي ، خو ښاغلي کرزي ویلي چې دوی به د سولي او خبرو اترو بهیر پر مخ وړي .

ورته مطالب