کابل کې د توپ په ډزو د غرمې مهال اعلانول

د هرات توپ غونډۍ د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption دا سیمه چې د تونده یي توپ څاښت (د غرمې توپ غوڼډۍ) بلل کېده، د هرات ښار په زړه کې موقعیت لري او پخوا یعنې څو لسیزې وړاندې دلته آبادۍ نه وې، غوڼډۍ وې او شنه فضاء وه.

د کابل ښاروالۍ د غرمې مهال د توپ د ډزو دود راژوندی کوي.

څو لسیزې وړاندې د غرمې او ماښام د وختونو د معلومولو، په روژه کې د پیشلمي او روژه ماتي او هم د ځانګړو جشنونو په پیل کې د توپ ډزې کېدې، خو تر هغه پخوا به د توپ ډزو دا څرګندوله چې یوه مجرم ته د مرګ سزا ورکول کېږي.

په ټوله کې د توپ ډزې د ورځې نیمایي یا د غرمې مهال د ښودلو لپاره ډېر دود و.

د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې هغه دود بیا راژوندی کړي، خو د توپ د ډزو لپاره به یو داسې ځای غوره کوي چې د خلکو استوګن ځایونه ورته نژدې نه وي.

د غرمې توپ په کابل کې یو ډېر لرغونی دود پاتې شوی دی، دا هغه ډزې وې چې هره ورځ به یې د ورځې نیمایي یعنې ۱۲ بجې او د ماښام پیل ښوده، خو تر څنګ به د روژې په میاشت کې د روژه ماتي او پیشلمي وختونه هم ښودل له همدې لاري ښودل کېدل.

دغه راز په تېرو وختونو کې په کابل کې د توپ ډزو د اختر د سهار زیری هم ورکاوه.

د توپ د ډزو سیمه په کابل کې د شېر دروازه یا ګذر ګاه د غره په لمن کې یوه ډبرینه او صافه سیمه ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو مشر عبدالاحد عباسي وایي دغه توپ د امیر عبدالرحمن خان د پلار امیر افضل خان په دوره کې د بي بي مهرو او بالاحصار له غونډیو څخه اوسنۍ سیمي ته وړل شوی دی.

ښاغلی عباسي د توپ د ډزو له لاري د بیلا بیلو خبرتیاوو وختونه یادوي

''خصوصاً د روژه ماتي او سهار په وخت کې او د شپې بندیز لګېدو سره به د توپ ډزې کېدې، او څوک به چې په اعدام محکومېدل، د توپ په مټ به له منځه وړل کېدل.''

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption توپ غونډۍ د جلال اباد ښار په زړه کې موقعیت لري چې شاوخوا يې د استوګنې کورونه دي. د توپ غونډۍ تاريخي لرغونتيا د جلال آباد ښار د بنسټ اېښودنې مهال ته رسېږي.

خو ظاهراً داسي ښکاري چې په تېرو وختونو کې د ساعتونو د نشتوالي له کبله د غرمې مهال د ښودلو لپاره د توپ ډزې کېدلې.

یو افغان تاریخ پوه په دې اړه وایي:

''ساعتونه نه وو، جنترۍ نه وې، د تعیین وختونه نه وو، دا توپ به په خاصو وختونو کې وارېدل، مثلاً د غرمې ټيک پر ۱۲ بجو به د توپ ګوزارونه کېدل او ټولو ته به معلومه شوه چې غرمه شوه.''

د غرمې د توپ دود یوازې په کابل کې رواج نه و، دافغانستان په ځینو نورو ښارونو لکه هرات او جلال آباد کې هم د غرمې د توپ دود لا اوس هم د ځینو کسانو په ذهن کې پاتې دی.

په دغو او نورو ولایتونو کې اوس هم یوه سیمه یا غونډۍ په هماغه پخواني یعنې توپ غونډۍ په نوم یادېږي.

لرغون پوهان په دې باور دي چې د وخت د معلومولو لپاره د توپ د ډزو دود پنځمو پېړیو ته د یفتلیانو تر دورې رسېږي.

د پروان د پوهنتون ښوونکی فرهاد شمال وایې د کابل د شېر دروازه غره په لمن کې اېښودل شوی توپ هماغه دی چې د کابل په حربي کارخانه کې جوړ شوی وو:

''که موږ تېر تاریخ ته وروګرځو، د توپ ډزې د یفتلیانو تر دورې وروسته په افغانستان کې مروج شوې. هغه وخت د توپ پرمختللی ډول نه و، دوی به باروت تړل او هغه به یې غرمه مهال الوځول. دا دود د پنځمې رانیولې تر ۱۸ پېړۍ پورې دوام کوي. او د احمدشاه ابدالي په واکمنۍ کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې دود کېږي. تر دې راوروسته دا دود د امیر شېر علي خان او امیر محمد یعقوب خان په دورو کې هم پاته شوی دی. دوی وروسته توپ جوړ او یوې د بالا حصار او بي بي مهرو پر غونډیو اېښودل شوي ول. تر هغه وروسته بیا د شیر دروازې غره پر سر دا توپ ځای پر ځای کېږي. د امیر شېر علي خان د دورې راوروسته له همدغه ځایه د غرمې د توپ ډزې کېدې. ''

په تېرو دورو کې د توپ د ډزو سیمې معمولاً د خلکو له کورونو لیرې وې، خو د وخت په تېرېدو او د وګړو په ډېرېدو سره دا اړتیا پیدا شوه چې د لویو ښارونو په تېره بیا کابل کې آن د غرونو په لمنو کې خلک ځان ته کورونه جوړ کړي.

Image caption سره له دې چې تېر کال هم په همدې ورځ د توپ د ډزو دود پر ځای شوی و، خو ښایي د نن ورځې دغه ګام د ډېرو لپاره یو نوی ګام ښکاره شي.

اوس مهال په کابل کې د توپ غونډۍ ټوله د خلکو استوګن ځایونه دي، خو د کابل ښار والي وایې په پام کې لري چې د لرغوني دود د بیا ژوندي کولو لپاره یوه لیرې سیمه وټاکي چې خلکو ته زیان ونه رسېږي.

د کابل ښاروالۍ یو چارواکي ښاغلی حبیبي په دې اړه وايي:

''موږ غواړو چې په کابل کې یوه سیمه وټاکو چې هره ورځ همدا سنت تکرار کړو، خو په عین وخت کې خلکو ته زیان ونه رسېږي. تاسې پوهیږﺉ چې د توپ غونډۍ شاوخوا ته استوګن ځایونه جوړ شوي او کېدای شي د خلکو ښیښې ماتې شي، نو موږ هیله لرو چې له دې وروسته زموږ خلک د یوې خاطرې په توګه د غرمې د توپ ډزو ته انتظار وي نه هغه غږ ته چې وېره ورنه ولري.''

سره له دې چې تېر کال هم په همدې ورځ د توپ د ډزو دود پر ځای شوی و، خو ښایي د نن ورځې دغه ګام د ډېرو لپاره یو نوی ګام ښکاره شي.