د څرخي پله ۶۰۰۰ زندانیان او د هغوی ددوسیو څېړل

د څرخي پله د زندان چارواکي وايي، د ولسمشر له فرمان وروسته يې، د ټولو بندیانو د دوسيو څېړل پیل کړي، چې تراوسه سلګونه دوسيې څېړل شوي او له مخې يي له ۴۰۰ ډېر بندیان خوشي شوي دي.


د څرخي پله له زندانه په تېرو څو مياشتو کې په سلگونه بنديان د هغوى د دوسیو ترڅېړلو وروسته خوشي شوي دي.

د څرخي پله د زندان چارواکي وايي، چې د سلګونو نورو بنديانو دوسيې يې هم تر څېړلو لاندې دي.

خو دا چې د دغو دوسيو څېړل به له حقوقي پلوه تر کومه بريده پر عدالت او انصاف ولاړې وي؟ او دا مهال په زندانونو کې بنديانو ته څه وړ شرايط په پام کې نيول شوي؟

په کابل کې زموږ همکارې ماریا صدیقي د دغې اوونۍ په ځانګړي رپوټ کې همدغو پوښتنو د ځوابونو د موندلو هڅه کړې، چې په گډه به يې ولولو.

د څرخي پله زندان، د ۶۰۰۰ زندانیانو په ځایولو سره په افغانستان کې تر ټولو لوی زندان بلل کېږي.

د کابل په ختیځ کې د مجرمینو او تورنو کسانو لپاره چې ښايي د ځينو په گومان هغوى او د هغوى له خوا شوې کړنې د دې وړ نه وې چې دوى ته دې دومره سخته سزا ورکړل شي ، خو بيا هم په دغه زندان کې ډيرې سياسي سټې دغلته پاتې شوې او سختې شپې ورځې يې هم وگاللې او هر واکمن او ځواکمن تر خپله وسه هڅه وکړه چې خپل مخالفين دغه زندان ته واستوي او سزاوې ورکړي.

د څرحي پله زندان ته د ورتلو پر مهال به له څو سترو دروازو او سترو سترو ديوالونو نه تېرېږې او بالاخوه د دغه زندان بلاکونو ته به رسېږې.

ویل کېږي، چې د دغه زندان دهلېزونه تیاره نمجن او کوټې يي، چې بنديان پکې ساتل کېږي، هم همدغه شان دي.
په دغه زندان کې بېلابېل مجرمين ساتل کېږي.

ویل کیږي، د زندان په یوه کوټه کې شاوخوا ۷۰ تنه بنديان ساتل کېږي.

دغه فرمان د ولسمشر لخوا ۴۷ نمبر فرمان و، چې د کمیسیون مشري یي مرکزي زندان ته ورکړی و، چې تراوسه مو ۴۵۴ کسان خوشي کړي او دغه کار دوام لري.

عبدالباقي بهسودي

ځينې يي د خپل ژوندانه په تړاو شته شکايتونه يو په يو داسې شمېري:

''نوم مې ډَولي ګل، د پکتیا ولایت د ځاځیو د ولسوالۍ یمه. قید مې ۱۶ کاله دی، پنځه نیم کاله مې تېرکړي، ۱۲ نیم کاله مې تخفیف سره قید رسېدلی دی. مدعي نه لرم، تهمت راباندې لګېدلی دی. ابراع خط کامل لرم. مدافع وکیل نه لرم. محکمه مې نه ده لیدلې، سر سري پارچې راغلي، چې ستا دومره قید دی. زه دا غواړم زما قید پوره شوی، باید خلاص شم.''

خو له حقوقي پلوه، قانون ترکومه اجازه ورکوي، چې یو زنداني دې له ټاکل شوې مودې، ډېر په زندان کې پاتې شي، یا دا چې زندانیان دې په محاکمو کې د څو پړاونو له تېرېدو او یا هم د مدافع وکیل پرته په بند کې پاتې شي.

د څرخي پله زندان

بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د افغان بندیانو د سپارلو لړۍ له دې کبله بنده کړه، چې ګني په افغاني زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلن کېږي.

د افغانستان د حقوقي مدافعو د برخې يو وکیل صفي الله عرب زی وايي، ډېری زندانیان د محکومیت له مودې ډېر په زندان کې پاتې دي:

''د معلوماتو او ارزونو له مخې، چې له بنديانو څخه مو راټول کړي دي، ډېر کسان شته، چې د بند موده يې تېره شوې، خو له بده مرغه دولت د هغوی په خوشي کولو کې گام نه دى پورته کړى او دا له حقوقي پلوه دا ناقانونه بند دی، چې دوي يې تېروي، خو دوى بیا هم بنديان دي. بل خوا، داسې کسان هم شته، چې څوک نلري، چې د دوی دوسیه له قانوني پلوه بشپړو پړاونو ته ورسوي او دولت هم پاملرنه ورته نه کوي، نو ځکه يي دوسيې پخپل ځای پاتې دي.''

د حقوقي چارو یوشمېر بنسټونه هم وايي، که څه هم هر څه د حکومت په کنټرول کې دي، او د بنديانو د برخلیک په اړه بیا هم حکومتي بنسټونه پرېکړه کوي، خو ډېر وخت عدالت په پام کې نه نیول کېږي.

د مدافع وکیلانو مشر روح الله قاري زاده:

''د ریاست جمهوري په کچه کمیسیونونه چې جوړيږي، هغه کمیسیونونه هم د پوليس، د څارنوالي، د قضا. هغه کسان، چې پخپله يي تېروتنه کړې بیا هم پلاوی ټاکل کیږي، چې د بندي دوسيه وڅېړي، چې کوم زنداني ډېر وخت تېر کړی دی. چې زما په نظر دا غلط کار دی. دغه کسان، چې په کمیسیون کې ټاکل کیږي، په حقوقي او قانوني موادو نه پوهیږي، نو اړینه ده، چې په دا دول کمیسیونونو کې د مدافع وکیلانو استازي پکې وي.''

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په دې باور دی، چې په حکومتي بنسټونو کې اداري فساد او په عدلي او قضايي ادارو کې د تشکیلاتي جوړښت کمزوري د دې لامل شوی، چې د زندانیانو د دوسيو څېړل په میاشتو او کلونو وځنډېږي.

په کابل کې د بشري حقونو د کمیسیون سیمه ییز مشر شمس الله احمدزی:

په افغانستان کې کوم کار ته چې کمیسیون جوړ شو، هغه کار نه کیږي. موخه دا ده، چې کمیسیون ته اړتیا نه شته. پلاوی باید څېړنه وکړي، د څېړنې پایلې يې باید ولسمشر ته وړاندې شي، بیا پرېکړه د ولسمشر په واک کې ده، چې څه کوي؟

فاروق بشر

''یو عمده دلیل يې دا دی، چې په ډېرو ځایونو کې د قضاء او څارنوالۍ د نشتوالي له امله دغه تاخیر رامنځ ته کېږي. بل دلیل يې دا دی، چې اداري محلاتو کې د قاضیانو او څارنوالانو تشکیل شته، خو پرسونل يي نه شته. بل اداري فساد داسې ستونزې جوړوي. بل دا چې هغه کسان، چې په عدلي او قضايي ادارو کې کار کوي، دوی د افغانستان له نافذه قوانیونو سرغړونه کوي، د قانون له غبرګون سره نه مخامخېږي.''

د حقوقي چارو یوشمېر کتونکي په دې باور دي، چې د بېلابېلو کمیسیونونو په جوړولو د زندانیانو ستونزې نه هوارېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد فاروق بشر وايي، د دا ډول ستونزو لپاره باید اساسي او بنسټيزې لارې ولټول شي:

''په افغانستان کې کوم کار ته چې کمیسیون جوړ شو، هغه کار نه کیږي. موخه دا ده، چې کمیسیون ته اړتیا نه شته. پلاوی باید څېړنه وکړي، د څېړنې پایلې يې باید ولسمشر ته وړاندې شي، بیا پرېکړه د ولسمشر په واک کې ده، چې څه کوي؟ هغه ساتي که نه. دلته متذبدب حرکتونه کېږي، له یوې خوا د بشري حقونو ټولنه وايي، چې پام کوی، اعدام ته اقدام ونه کړی، بله خوا، محکمه چې حکم صادروي، هغه نه پلی کیږي، سبا ته يې د محکمې پلاوی په خطر کې دی، نو لهذا په داسې یوه ټولنه کې، ترهغې، چې قانون پلی نه شي، قانون حاکمیت ونه لري، اجتماعي عدالت هېڅکله منځته نه راځي.''

د افغانستان د عدليې وزارت د شمېرو له مخې د دغه هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کساان بندیان دي، چې له دې ډلې څخه له شپږ زرو ډېر يې د څرخي پله په زندان کې دي.

ویل کېږي، چې د ۶۰۰۰ په ډله کې شاوخوا ۲۰۰ يې بهرنیان هم دي.

د افغانستان مشرانو جرګې غړی احسان الله بیات، چې د بهرني زندانیانو د حالت د څېړلو لپاره د څرخي پله زندان ته تللی و، وايي د ټولو زندانیانو په تېره بيا د بهرنيو زندانیانو دوسيې به وڅېړل شي:

''د زندان رييس د دغو زندانیانو ټول لست موږ ته راکړ، چې په مشرانو جرګه کې به ورباندې بحث وکړو، که بیا نیمګړتیاوې پکې وي، له اړوندو چارواکو سره به يي شریکې کړو. د یادو زندانیانو سیاسي نمایندګی د دوی استازيتوب کوي، که وکیل ته هم اړتیا ولري، د همدغو نمایندګيو له لارې ورته ټاکل کیږي.''

د څرخي پله د زندان چارواکي وايي، د ولسمشر له فرمان وروسته يې، د ټولو بندیانو د دوسيو څېړل پیل کړي، چې تراوسه سلګونه دوسيې څېړل شوي او له مخې يي له ۴۰۰ ډېر بندیان خوشي شوي دي.

د څرخي پله د زندان مشر عبدالباقي بهسودي چې د زندانیانو د دوسيو د څېړلو د کمیسیون مشري په غاړه لري ، وايي، ډېر ژربه نور زندانیان هم د څرخي پله له زندانه خوشي شي:

''دغه فرمان د ولسمشر لخوا ۴۷ نمبر فرمان و، چې د کمیسیون مشري یي مرکزي زندان ته ورکړی و، چې تراوسه مو ۴۵۴ کسان خوشي کړي او دغه کار دوام لري. په راتلونکي کې به خوشي شي او ډېر شمېر نور به د خپل بند په موده کې تخفیف واخلي.''

څرخي پله زندان

په څرخي پله زندان کې شاوخوا ۶۰۰۰ بندیان شپې او ورځې تېروي.

خو ښاغلی بهسودي دا مني، چې په تشکیلاتي جوړښت کې له ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړی زیاتوي، د هرزنداني دوسیه بېله ، بيله څېړل کیږي.

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د افغانستان عدلي او قضايي کمیسیون پرېکړه وکړه، چې د عامه امنیت د استیناف او لومړني محکمې دې د هغو کسانو د دوسيو په څېړلو کې بيړه وکړي، چې د کورني او بهرني امنیت د جرم په تور بندیان دي.

خو ځينې نور بيا په دې باور دي، چې په تېرو لسو کلونو کې افغان حکومت څو ځلې د زندانیانو د ستونزو د هوارولو لپاره بېلابېل کمیسیونونه جوړ کړي، خو کاريي کومه پایله نه ده ورکړې ، او په زندانونو کې د زندانیانو ستونزې هم پرخپل ځای پاتې دي.

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .