د برتانیا له سفیر سره د بي بي سي ځانګړې مرکه

ویلیم پتي
Image caption ویلیم پتي: ''پاکستان هسې چې کولی شي او هسې چې پکار ده په افغانستان کې رغنده رول نه لوبوي. خو موږ ترې د رغنده رول د لوبولو غوښتنه لرو.''

د افغانستان لپاره د برتانیا سفیر وایي که څوک په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته پر دغه هېواد د مردارې د مارغانو په څېر د ورپرېوتو او یا د بل ځل لپاره له کندهار نه د کابل پر لور د طالبانو د مارش تمه لري نو تېروتنه کوي

ویلیم پتي اضافه کړې چې تر هغه مهاله به افغانستان د بغاوت د مقابلې لپاره غښتلي ځواکونه ولري او دا راز به له متحده ایالتونو، برتانیا، اروپایي اتحادیې او ناټو سره د ستراتیژیکې ملګرتیا بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي چې پر مټ به یې پراخ نړیوال ملاتړ هم تر شا ولري.

په کابل کې د برتانیا سفیر پر پاکستان هم غږ کړی چې په خپله خاوره کې طالبانو ته د پټنځایونو د ورکړې پر ځای د افغانستان له امن او ثبات سره مرسته وکړي.

ښاغلي پتي دغه څرګندونې په کابل کې زموږ له همکار خپلواک ساپي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړي.

دی په سر کې دې پوښتنې ته ځواب وایي چې په کابل کې د برتانیا پر کلتوري مرکز، د امریکا پر سفارت او د ناټو پر قرارګاه له بریدونو او د برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته د سولې د بهیر د پایدو څومره تمه کېږي؟

ځواب: خلک په دې پوهېږي چې د شخړې له دوام سره سره خبرې هم کېدای شي. نو ځکه خو موږ جګړې او خبرو دواړو ته چمتو یو.

خو دا کله هم دود نه دی پاتې شوی چې یو څوک دې مرکه کوونکی ووژني. زما په باور د پروفیسر رباني وژنه د سولې پر بهیر خورا ناوړه ګوزارو. دې ته په کتو د تګلارو بدلول زموږ یوه اړتیا جوړېږي. موږ په زور سره طالبان د سیاسي خبرو اترو میز ته نشو کښېنولی، خو دا خبره په یقین سره کولای شو چې هغوی به کله هم د زور له لارې بریالي نه شي او د جګړې پر مټ به هېڅ هم تر لاسه نه کړي.

پوښتنه: د تګلارو بدلون یعنې څه، د سولې د هڅو تمېدل که بل څه؟

ځواب: زما په ګومان که د طالبانو وروستی پیغام همدا وي. نو بیا خو د سولې خبرې بې معنی دي. خو که چېرې هغوی د هغو شرایطو له مخې چې ولسمشر کرزي اعلان کړي، د خبرو وړاندیز وکړي نو لا هم د خبرو میز ته د کښیناستو فرصت پاتې دی. له جګړې نه لاس اخیستل، د هېواد د اساسي قانون به چوکاټ کې فعالیت ته غاړه اېښودل او له نړیوالې ترهګرۍ سره د اړیکو پرې کول د خبرو مهم شرطونه دي. د طالبانو له لورې دغو شرطونو ته له روښانه ځواب پرته د پخلاینې په بهیر کې د پرمختګ تمه یو حماقت دی.

موږ به کله هم دا راز کرغېړن تاوتریخوالي ته تسلیم نه شو. موږ به د افغانستان له خلکو سره د مضبوط حکومت په جوړولو او دا راز پر مدني حقونو او ولسواکۍ د ولاړې ټولنې په جوړولو کې د اړتیا تر بریده مرستې او ملاتړ ته دوام وکړو او په همدې ترڅ کې به د هغو کسانو هرکلی هم کوو چې په ریښتنې ډول سولې ته مخه کوي.

پوښتنه: یعنې دا چې ستاسو د دغه پیغام د اوریدو فرصت لا شته او که ټول نه وي نو ځینې خو به یې واوري، که څنګه ؟

ځواب: موږ له سوله ییزې حل لارې مخ نه اړوو. د افغانستان خلک هم سوله یزه حل لاره نه ردوي. دلته له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده او خلک یې نور ستومانه کړي دي. افغانان غواړي چې بچي یې تعلیم وکړي او د بهرنیو مداخلو مخه ونیول شي.

موږ له افغانانو سره همدغه هدف ته په رسیدو کې مرسته کوو. البته ځینې داسې فکر کوي چې د درې کلونو دننه له افغانستان نه بهرني ځواکونه په وتو دي او بیا به میدان هغوی ته پاتې وي .

دا یو ډیر غلط فکر دی. هغه مهال به افغانستان خورا غښتلی وي او غښتلي امنیتي ځواکونه به ولري. په دې سربیره به پراخ نړیوال ملاتړ هم ورسره وي او د افغانستان خلک به کله هم یوازې پرینښودل شي. په بن کې جوړیدونکی نړیوال کنفرانس ، په استانبول کې سیمه یز کنفرانس ، او په راروانه مۍ کې په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې د بللو هدف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همدا راز مضبوط ملاتړ یقیني کول دي.

پوښتنه: که د افغانستان په سرد امریکا او پاکستان لانجې ته راشو، امریکا په دې وروستیو کې په خورا بې پردې ژبه او مخامخ د پاکستان پر استخباراتو د طالبانو د ملاتړ تور لګوي. ان طالبان د پاکستان د استخباراتو پو ځي مټ بولي ، ستاسو د شخصي سیاسي تجروبو له مخې دا محض یوه لفظي جګړه ده او که له یوبل سره یې په عملي بڼه د مخامخ کیدو امکان هم شته؟

ځواب: زما په باور له پاکستان نه د یاغیانو د کابو کولو لپاره د لا زیاتو هڅو په تړاو د امریکا او افغان حکومت غوښتنه یوه مشروع غوښتنه ده. همدا اوس یاغیان د پاکستان په شمال لویدځ کې خوندي مرکزونه لري. البته موږ پوهیږو چې پاکستان پر دغو سیمو بشپړ کنټرول نلري ، خو له دې سره سره یې په دغه سیمه کې د ترهګرو د فعالیتونو مخنیوی یو مکلفیت دی او دا یوه روا غوښتنه ده. البته موږ په دې چاره کې د پاکستان خلاف نه بلکه له پاکستان سره د مرستې نیت او تکل لرو. دهمدې لپاره له پاکستان سره خبرې او تماسونه مهم دي. خو یو ځل بیا په یقین سره وایم چې پاکستان د باثباته افغانستان له جوړیدو سره له اوس نه ډيره مرسته کولی شي او دا کار باید وکړي.

پوښتنه: خو دا برتانیا وه چې د ترهګرۍ خلاف جګړې په پیل کې یې پاکستان له طالبانو لاس اخیستو او برعکس د ترهګرۍ خلاف جګړې ملګرتیا ته اړویست. خو اوس ډیر دا ګڼي چې برتانیا په دې برخه کې تر یو ځایه چوپتیا غوره کړې او پر پاکستان د امریکا برعکس خپل فشارونه کم کړي دي، ته وای داسې نه ده؟

ځواب: زموږ هڅه دا ده چې په سمه طریقه کار وکړو. زموږ پام پر اصلي هدفونو یعنې د افغانستان پر ثبات او امنیت ورټول دی.

لکه چې مخکې مې وویل ، دا هغه هدفونه دي چې پاکستان پکې مرسته کولی شي او موږ به دغو هدفونو ته په رسیدو کې له پاکستان سره خبرې هم کوو او هم به پرې فشار جاري ساتو.

خو تاسو پوهیږﺉ چې برتانیا د تیر په څیر کومه لویه امپراتوري نه ده او پر باکستان یې اغیز هم بدل دی. زموږ هڅه همدا ده چې پاکستان قانع کړو چې باثباته افغانستان پخپله د پاکستان په ګټه دی.

پوښتنه: خو پاکستان د همګټو هیوادونو یا کامنویلټ غړی دی او که برتانیا وغواړي ، په دغه سازمان کې د خپل غښتلي اغیز او اعتبار په مټ پر پاکستان ډير فشار راوستی شي؟

ځواب: او موږ هم له خپل دغه اغیز نه ګټه اخلو او پاکستان د لا ډير څه کولو ته هڅوو.

پوښتنه :خو په افغانستان کې د ډیرو نظر دا دی چې پر پاکستان د برتانیا د فشار اوسنۍ کچه د برتانیا له حقیقي وس او امکان نه ښکته ده؟ ان ځینې شنونکي او سیاسي کړۍ له دې اړخه برتانیا ته د نامخامخ پړې ګوته هم نیسي؟

ځواب: موږ دا کار کو. موږ تش ځووږ نه کوو او نه تش بیانون ورکوو. موږ په دې اړه د بیلابیلو پوځي ، استخباراتي او ملکي چینلونو له لارې له پاکستان سره ښکیل یو.

پوښتنه: ښه نو ټولو دغو تورونو ته په کتو ستاسو باور څه دی ، ایا پاکستان په ریښتیا هم په افغانستان کې منفي رول لوبوي؟

ځواب: اجازه راکړﺉ زه خپل تعبیر په بل ډول بیان کړم او هغه دا چې پاکستان هسې چې کولی شي او هسې چې پکار ده په افغانستان کې رغنده رول نه لوبوي. خو موږ ترې د رغنده رول د لوبولو غوښتنه لرو.

پوښتنه : که د امریکا او افغانستان ترد مینځه د ستراتیژیکې ملګرتیا خبره را واخلو، دواړه هیوادونه له څه مودې راهیسې د دا وړ ملګرتیا د شرایطو په سر له یو بل سره جدي خبرې کوي ، ایا د افغانستان او برتانیا تر مینځه هم د ورته ملګرتیا څه لیوالتیا شته او څه تماسونه نیول شوي دي ؟

ځواب: موږ له افغانستان سره د اوږد مهاله ملګرتیا وړاندیز کړی دی او په دې هم خبر یو چې د افغانستان او امریکا تر مینځه هم په دې هکله خبرې روانې دي. تاسو پوهیږۍ چې برتانیا د اروپایي اتحادیې غړیتوب لري او موږ دا هڅه هم کوو چې د افغانستان او اروپایي اتحادیي تر مینځه هم د اوږد مهاله همکارۍ تړون لاسلیک شي. دا راز موږ د ناټو غړیتوب لرو او ناټو به هم له افغانستان سره پر اوږد مهاله همکارۍ سلا کیدو ته وهڅوو.

زموږ په باور له افغانستان سره دا وړ ملګرتیا خورا مهمه ده. د افغانستان خلکو ته به یې معنی د دې ډاډ ورکړه وي چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان بشپړه ننګه او ملاتړ کوي او د سیمې هیوادونو ته به یې پیغام دا وي چې افغانستان د بل ځل لپاره په تش ډاګ نه پریښودل کیږي او که څوک داسې فکر کوي یا په دې تمه وي چې کله له افغانستان نه بهرني ځواکونه ووځي نو دوی به بیا پرې د مردارې د مرغانو په څير راپریوزي ، دا یو ډير غلط فکر دی. دا راز که طالبان په دې فکر وي چې بیا به له کندهار نه کابل ته مارش وکړي ، دا هم بالکل غلط فکر دی.

پوښتنه : ښه که داسې وي نو بیا د دا وړ ملګرتیا مهم ټکي او مهم شرطونه څه کیدی شي؟

ځواب: د دې کې څو ډير مهم ټکي دي او چې وخت یې راورسیږي نو جزیات به یې په لاسلیک کیدونکو تړونونو کې رابرسیره شي.

پوښتنه:که زه سم پوه شوی یم نو تاسو ګواکې په خپل دغه پيغام کې د افغانستان ګاونډیانو ته کلک خبرداری ورکوۍ چې پاکستان هم پکې شامل دی؟

ځواب: زما پیغام ټولو هغو ته دی چې په افغانستان کې د ورانکارۍ په تمه ناست دي او له دې هیواد نه زموږ د وتو انتظار ګالي . الته زه نه غواړم چې د چا نوم واخلم خو ټول پوهیږي چې غوا توره او شیدې سپینې دي؟

پوښتنه: ستاسو پیغام روښانه و، خو د خبرې د لا ډیر وضاحت لپاره بله پوښتنه هم لرم او هغه دا چې د دې څه ضمانت دی چې په افغانستان کې به بیرته هغه کسان چې تاسو یې ترهګر بولۍ ، واک ته نه رسیږي؟

ځواب: موږ د خپلو امنیتي اندیښنو له کبله دلته یو. موږ ځکه دلته یو چې افغانستان یو وخت د ترهګرو په ولکه کې و. له همدې ځایه پر موږ بریدونه وشول. البته د هیڅ خبرې قطعي ضمانت نشته ، خو زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د ثبات له اړخه یو غښتلی هیواد جوړ شي. موږ د همدې لپاره له افغانستان سره ژمنې کوو؟

پوښتنه : تاسو د قطعي ضمانت د نشتوالي خبره وکړه ، که داسې وي نو ستاسو د اټکل له مخې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې د امنیت له اړخه احتمالي ننګونې څه کیدی شي؟

ځواب: که چیرې روغه جوړه ونشي نو کیدی شي افغانستان د اورپکو له اړخه له ننګونو سره مخامخ پاتې شي خو په عین حال کې به د دغو ننګونو د مقابلې لپاره په خورا غښتلي دریځ کې وي. برعکس د غښتلي نړیوال ملاتړ او له لویدیځ سره د ستراتیژیکې ملګرتیا له کبله به ورته د ګاونډیانو له لورې کوم جدي متوجه ګواښ متوجه نه وي. خو ما یو بل ګواښ هم احساس کړی او هغه د کور دننه د ویشل کیدو احتمال دی. زه په ځانګړې توګه په همدې رابطه په خپلو افغاني دوستانو غږ کوم چې د خپل ملي یو والي د ساتلو لپاره هوښیار و اوسي . په افغانستان کې د جګړې ختمیده او د برتانیا په ګډون د نړویالې ټولنې د ملاتړ خپلول هم د افغانانو په ملي یو والي پورې تړلې خبره ده.

پوښتنه: او د افغانستان په حکومت او اداره کې روانه سیاسي بی ثباتي څنګه، ایا دا ستاسو په نظر د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ نه دی؟

ځواب: هیله مې دا ده چې دا دومره لوی ګواښ نه وي. دوستانو ته مې هم پیغام هم دا دی چې اوس په ګډه د کار وخت رارسیدلی. زه پوهیږم چې په پارلمان کې ستونزې شته خو هغوی ته پکار ده چې نور سره یوشي او حکومت له پامه ونه غورځوي . افغانستان هله غښتلی کیدی او د ټولو شته ننګونو د مقابلې جوګه کیدی شي چې غښتلی حکومت، غښتلی پالمان، غښتلی پوځ ، او دا راز د پوهنې غښتلی نظام ولري.

پوښتنه: په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان په تړاو د لویدیځ او ناټو یو لوی شعار د افغانانو د زړونو او فکرونو ګټل و، خو ظاهرا داسې بریښي چې افغانان لاپسې د لویدیځ به نیت او هدفونو شکمن کیږي.

ځواب: افغانان ډیر مغرور خلک دي او په لسیزو یې د بهرنیانو په وړاندې مقاومت کړی. د همدې لپاره د مسولیتنو د انتقال بهیر مخې ته شوی. په دې سره به وار په وار په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو حضور کم شي او ځای به یې افغان ځواکونه ونیسي. موږ به د مرستې لپاره د افغان ځواکونو تر شا یو او دا به زما په باور یو ډیر ښه پرمختګ وي. که چیرې افغانان په دې یقیني شي چې موږ د افغانستان د اشغال لپاره نه یو راغلي او نه دلته د دایمي اډو د جوړولو فکر لرو او نه د افغانستان خاره پر ګاونډیانو د ټوپ د تختې په توګه کارو بلکه د خپل کورني امنیت د خوندیتوب او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د خوندیتوب لپاره راغلي یو او په دې تړاو په خپلو ژمنو عمل کو نو افغانان به زموږ ملاتړ وکړي.

پوښتنه:خو په سر کې خبره داسې نه وه. ټولو عادي افغانانو ان کروندګرو د هغوی سیمو ته ورتلونکو بهرنیوسرتیرو ته تود هرکلی وایه او ان دا چي د چایواو ډودۍ ست یې ورته کاوه. خامخا یو چیرته تیروته شوې یا کیږي چې پرونی باور اوس په شک بدل شوی؟

ځواب: جګړه سخت کار دی. طالبان د ملکي وګړو له مینځه بریدونه کوي او له بریدونو وروسته بیرته د ملکي وګړو په مینځ کې پټيږي. کلتوري توپیرونه هم شته او د دې ټولو پایله کله ناکله خواشینوونکې پیښې راوځي. ملکي تلفات هم د دا وړ پیښو یوه برخه ده. بیا هم وایم چې د مسوولیتونو د انتقال د بهیر په عملي کیدو سره به یوه نوې پاڼه راواوړي او شکونه به کم شي. ما له ډیرو افغانانو سره خبرې کړي دي. ټول د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي خو په دې هم پوهیږي چې دا کار باید په تادۍ نه بلکه په مناسبو فرصتونو کې وي. دې ته په کتو زه ستاسو دا خبره نشم منلی چې ګنې له لویه سره بهرني ځواکونه د چا نه خوښیږي.

پوښتنه: د پایلې په توګه د افغانستان د اوږدې لانجې د غوڅولو لپاره ستاسو نظر تر ټولو مناسبه لاره کومه یوه ده؟

ځواب: زما وړاندیز د ا دی چې موږ باید په افغانستان کې د غښتلي دولت اوغښتلي پوځ د جوړیدوچارې ته اوږه ورکړو او افغانان باید په خپلو کې د پښتون ، تاجک ، ازبک او هزاره په نومونو له جلا کیدو او ویشل کیدو دډه وکړي. افغانانو ته پکار ده چې د طالبانو د واکمنۍ دور او د هغوی ناکردې له یاده ونه باسي او د خيپلې راتلونکې نیکمرغۍ په فکر کې شي. پر دې لورې د پرمختګ پایله د طالبانو ګوښې کیدل دی او کله چې هغوی ګوښي شي نو شک نشته چې پخپله به د سولې ځولۍ وغوړوي.

خلک په دې پوهیږي چې د شخړې له دوام سره سره خبرې هم کیدی شي. نو ځکه خو موږ جګړې او خبرو دواړو ته چمتو یو.

خو دا کله هم دود نه دی پاتې شوی چې یو څوک دې مرکه کوونکی ووژني. زما په باور د پروفیسر رباني وژنه د سولې پر بهیر خورا ناوړه ګوزارو. دې ته په کتو د تګلارو بدلول زموږ یوه اړتیا جوړیږي. موږ په زور سره طالبان د سیاسي خبرو اترو میز ته نشو کښینولی خو دا خبره په یقین سره کولی شو چې هغوی به کله هم د زور له لارې بریالي نشي او د جګړې پر مټ به هیڅ هم تر لاسه نکړي.

پوښتنه:د تګلارو بدلون یعنې څه ، د سولې د هڅو تمیدل که بل څه؟

ځواب: زما په ګومان که د طالبانو وروستی پیغام همدا وي. نو بیا خو د سولې خبرې بې معنی دي. خو که چیرې هغوی د هغو شرایطو له مخې چې ولسمشر کرزي اعلان کړي ، د خبرو وړاندیز وکړي نو لا هم د خبرو میز ته د کښیناستو فرصت پاتې دی. له جګړې نه لاس اخیستل ، د هیواد د اساسي قانون به چوکاټ کې فعالیت ته غاړه ایښودل او له نړیوالې ترهګرۍ سره د اړیکو پرې کول د خبرو مهم شرطونه دي. د طالبانو له لورې دغو شرطونو ته له روښانه ځواب پرته د پخلاینې په بهیر کې د پرمختګ تمه یو حماقت دی. موږ به کله هم دا راز کرغیړن تاوتریخوالي ته تسلیم نشو. موږ به د افغانستان له خلکو سره د مضبوط حکومت په جوړولو او دا راز پر مدني حقونو او ولسواکۍ د ولاړې ټولنې په جوړولو کې د اړتیا تر بریده مرستې او ملاتړ ته دوام وکړو او په همدې ترڅ کې به د هغو کسانو هرکلی هم کوو چې په ریښتنې ډول سولې ته مخه کوي.

پوښتنه: یعنې دا چې ستاسو د دغه پیغام د اوریدو فرصت لا شته او که ټول نه وي نو ځینې خو به یې واوري، که څنګه ؟

ځواب: موږ له سوله یزې حل لارې مخ نه اړو. د افغانستان خلک هم سوله یزه حل لاره نه ردوي. دلته له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده او خلک یې نور ستومانه کړي دي. افغانان غواړي چې بچي یې تعلیم وکړي او د بهرنیو مداخلو مخه ونیول شي . موږ له افغانانو سره همدغه هدف ته په رسیدو کې مرسته کوو. البته ځینې داسې فکر کوي چې د درې کلونو دننه له افغانستان نه بهرني ځواکونه په وتو دي او بیا به میدان هغوی ته پاتې وي . دا یو ډیر غلط فکر دی. هغه مهال به افغانستان خورا غښتلی وي او غښتلي امنیتي ځواکونه به ولري. په دې سربیره به پراخ نړیوال ملاتړ هم ورسره وي او د افغانستان خلک به کله هم یوازې پرینښودل شي. په بن کې جوړیدونکی نړیوال کنفرانس ، په استانبول کې سیمه یز کنفرانس ، او په راروانه مۍ کې په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې د بللو هدف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همدا راز مضبوط ملاتړ یقیني کول دي.

پوښتنه: که د افغانستان په سرد امریکا او پاکستان لانجې ته راشو، امریکا په دې وروستیو کې په خورا بې پردې ژبه او مخامخ د پاکستان پر استخباراتو د طالبانو د ملاتړ تور لګوي. ان طالبان د پاکستان د استخباراتو پو ځي مټ بولي ، ستاسو د شخصي سیاسي تجروبو له مخې دا محض یوه لفظي جګړه ده او که له یوبل سره یې په عملي بڼه د مخامخ کیدو امکان هم شته؟

ځواب: زما په باور له پاکستان نه د یاغیانو د کابو کولو لپاره د لا زیاتو هڅو په تړاو د امریکا او افغان حکومت غوښتنه یوه مشروع غوښتنه ده. همدا اوس یاغیان د پاکستان په شمال لویدځ کې خوندي مرکزونه لري. البته موږ پوهیږو چې پاکستان پر دغو سیمو بشپړ کنټرول نلري ، خو له دې سره سره یې په دغه سیمه کې د ترهګرو د فعالیتونو مخنیوی یو مکلفیت دی او دا یوه روا غوښتنه ده. البته موږ په دې چاره کې د پاکستان خلاف نه بلکه له پاکستان سره د مرستې نیت او تکل لرو. دهمدې لپاره له پاکستان سره خبرې او تماسونه مهم دي. خو یو ځل بیا په یقین سره وایم چې پاکستان د باثباته افغانستان له جوړیدو سره له اوس نه ډيره مرسته کولی شي او دا کار باید وکړي.

پوښتنه: خو دا برتانیا وه چې د ترهګرۍ خلاف جګړې په پیل کې یې پاکستان له طالبانو لاس اخیستو او برعکس د ترهګرۍ خلاف جګړې ملګرتیا ته اړویست. خو اوس ډیر دا ګڼي چې برتانیا په دې برخه کې تر یو ځایه چوپتیا غوره کړې او پر پاکستان د امریکا برعکس خپل فشارونه کم کړي دي، ته وای داسې نه ده؟

ځواب: زموږ هڅه دا ده چې په سمه طریقه کار وکړو. زموږ پام پر اصلي هدفونو یعنې د افغانستان پر ثبات او امنیت ورټول دی.

لکه چې مخکې مې وویل ، دا هغه هدفونه دي چې پاکستان پکې مرسته کولی شي او موږ به دغو هدفونو ته په رسیدو کې له پاکستان سره خبرې هم کوو او هم به پرې فشار جاري ساتو.

خو تاسو پوهیږﺉ چې برتانیا د تیر په څیر کومه لویه امپراتوري نه ده او پر باکستان یې اغیز هم بدل دی. زموږ هڅه همدا ده چې پاکستان قانع کړو چې باثباته افغانستان پخپله د پاکستان په ګټه دی.

پوښتنه: خو پاکستان د همګټو هیوادونو یا کامنویلټ غړی دی او که برتانیا وغواړي ، په دغه سازمان کې د خپل غښتلي اغیز او اعتبار په مټ پر پاکستان ډير فشار راوستی شي؟

ځواب: او موږ هم له خپل دغه اغیز نه ګټه اخلو او پاکستان د لا ډير څه کولو ته هڅوو.

پوښتنه :خو په افغانستان کې د ډیرو نظر دا دی چې پر پاکستان د برتانیا د فشار اوسنۍ کچه د برتانیا له حقیقي وس او امکان نه ښکته ده؟ ان ځینې شنونکي او سیاسي کړۍ له دې اړخه برتانیا ته د نامخامخ پړې ګوته هم نیسي؟

ځواب: موږ دا کار کو. موږ تش ځووږ نه کوو او نه تش بیانون ورکوو. موږ په دې اړه د بیلابیلو پوځي ، استخباراتي او ملکي چینلونو له لارې له پاکستان سره ښکیل یو.

پوښتنه: ښه نو ټولو دغو تورونو ته په کتو ستاسو باور څه دی ، ایا پاکستان په ریښتیا هم په افغانستان کې منفي رول لوبوي؟

ځواب: اجازه راکړﺉ زه خپل تعبیر په بل ډول بیان کړم او هغه دا چې پاکستان هسې چې کولی شي او هسې چې پکار ده په افغانستان کې رغنده رول نه لوبوي. خو موږ ترې د رغنده رول د لوبولو غوښتنه لرو.

پوښتنه : که د امریکا او افغانستان ترد مینځه د ستراتیژیکې ملګرتیا خبره را واخلو، دواړه هیوادونه له څه مودې راهیسې د دا وړ ملګرتیا د شرایطو په سر له یو بل سره جدي خبرې کوي ، ایا د افغانستان او برتانیا تر مینځه هم د ورته ملګرتیا څه لیوالتیا شته او څه تماسونه نیول شوي دي ؟

ځواب: موږ له افغانستان سره د اوږد مهاله ملګرتیا وړاندیز کړی دی او په دې هم خبر یو چې د افغانستان او امریکا تر مینځه هم په دې هکله خبرې روانې دي. تاسو پوهیږۍ چې برتانیا د اروپایي اتحادیې غړیتوب لري او موږ دا هڅه هم کوو چې د افغانستان او اروپایي اتحادیي تر مینځه هم د اوږد مهاله همکارۍ تړون لاسلیک شي. دا راز موږ د ناټو غړیتوب لرو او ناټو به هم له افغانستان سره پر اوږد مهاله همکارۍ سلا کیدو ته وهڅوو.

زموږ په باور له افغانستان سره دا وړ ملګرتیا خورا مهمه ده. د افغانستان خلکو ته به یې معنی د دې ډاډ ورکړه وي چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان بشپړه ننګه او ملاتړ کوي او د سیمې هیوادونو ته به یې پیغام دا وي چې افغانستان د بل ځل لپاره په تش ډاګ نه پریښودل کیږي او که څوک داسې فکر کوي یا په دې تمه وي چې کله له افغانستان نه بهرني ځواکونه ووځي نو دوی به بیا پرې د مردارې د مرغانو په څير راپریوزي ، دا یو ډير غلط فکر دی. دا راز که طالبان په دې فکر وي چې بیا به له کندهار نه کابل ته مارش وکړي ، دا هم بالکل غلط فکر دی.

پوښتنه : ښه که داسې وي نو بیا د دا وړ ملګرتیا مهم ټکي او مهم شرطونه څه کیدی شي؟

ځواب: د دې کې څو ډير مهم ټکي دي او چې وخت یې راورسیږي نو جزیات به یې په لاسلیک کیدونکو تړونونو کې رابرسیره شي.

پوښتنه: که زه سم پوه شوی یم نو تاسو ګواکې په خپل دغه پيغام کې د افغانستان ګاونډیانو ته کلک خبرداری ورکوۍ چې پاکستان هم پکې شامل دی.

ځواب: زما پیغام ټولو هغو ته دی چې په افغانستان کې د ورانکارۍ په تمه ناست دي او له دې هیواد نه زموږ د وتو انتظار ګالي . الته زه نه غواړم چې د چا نوم واخلم خو ټول پوهیږي چې غوا توره او شیدې سپینې دي.

پوښتنه: ستاسو پیغام روښانه و، خو د خبرې د لا ډیر وضاحت لپاره بله پوښتنه هم لرم او هغه دا چې د دې څه ضمانت دی چې په افغانستان کې به بیرته هغه کسان چې تاسو یې ترهګر بولۍ ، واک ته نه رسیږي؟

ځواب: موږ د خپلو امنیتي اندیښنو له کبله دلته یو. موږ ځکه دلته یو چې افغانستان یو وخت د ترهګرو په ولکه کې و. له همدې ځایه پر موږ بریدونه وشول. البته د هیڅ خبرې قطعي ضمانت نشته ، خو زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د ثبات له اړخه یو غښتلی هیواد جوړ شي. موږ د همدې لپاره له افغانستان سره ژمنې کوو.

پوښتنه : تاسو د قطعي ضمانت د نشتوالي خبره وکړه ، که داسې وي نو ستاسو د اټکل له مخې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې د امنیت له اړخه احتمالي ننګونې څه کیدی شي؟

ځواب: که چیرې روغه جوړه ونشي نو کیدی شي افغانستان د اورپکو له اړخه له ننګونو سره مخامخ پاتې شي خو په عین حال کې به د دغو ننګونو د مقابلې لپاره په خورا غښتلي دریځ کې وي. برعکس د غښتلي نړیوال ملاتړ او له لویدیځ سره د ستراتیژیکې ملګرتیا له کبله به ورته د ګاونډیانو له لورې کوم جدي متوجه ګواښ متوجه نه وي. خو ما یو بل ګواښ هم احساس کړی او هغه د کور دننه د ویشل کیدو احتمال دی. زه په ځانګړې توګه په همدې رابطه په خپلو افغاني دوستانو غږ کوم چې د خپل ملي یو والي د ساتلو لپاره هوښیار و اوسي . په افغانستان کې د جګړې ختمیده او د برتانیا په ګډون د نړویالې ټولنې د ملاتړ خپلول هم د افغانانو په ملي یو والي پورې تړلې خبره ده.

پوښتنه: او د افغانستان په حکومت او اداره کې روانه سیاسي بی ثباتي څنګه، ایا دا ستاسو په نظر د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ نه دی؟

ځواب : هیله مې دا ده چې دا دومره لوی ګواښ نه وي. دوستانو ته مې هم پیغام هم دا دی چې اوس په ګډه د کار وخت رارسیدلی. زه پوهیږم چې په پارلمان کې ستونزې شته خو هغوی ته پکار ده چې نور سره یوشي او حکومت له پامه ونه غورځوي . افغانستان هله غښتلی کیدی او د ټولو شته ننګونو د مقابلې جوګه کیدی شي چې غښتلی حکومت، غښتلی پالمان، غښتلی پوځ ، او دا راز د پوهنې غښتلی نظام ولري.

پوښتنه: په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان په تړاو د لویدیځ او ناټو یو لوی شعار د افغانانو د زړونو او فکرونو ګټل و، خو ظاهرا داسې بریښي چې افغانان لاپسې د لویدیځ به نیت او هدفونو شکمن کیږي.

ځواب: افغانان ډیر مغرور خلک دي او په لسیزو یې د بهرنیانو په وړاندې مقاومت کړی. د همدې لپاره د مسولیتنو د انتقال بهیر مخې ته شوی. په دې سره به وار په وار په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو حضور کم شي او ځای به یې افغان ځواکونه ونیسي. موږ به د مرستې لپاره د افغان ځواکونو تر شا یو او دا به زما په باور یو ډیر ښه پرمختګ وي. که چیرې افغانان په دې یقیني شي چې موږ د افغانستان د اشغال لپاره نه یو راغلي او نه دلته د دایمي اډو د جوړولو فکر لرو او نه د افغانستان خاره پر ګاونډیانو د ټوپ د تختې په توګه کارو بلکه د خپل کورني امنیت د خوندیتوب او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د خوندیتوب لپاره راغلي یو او په دې تړاو په خپلو ژمنو عمل کو نو افغانان به زموږ ملاتړ وکړي.

پوښتنه : خو په سر کې خبره داسې نه وه. ټولو عادي افغانانو ان کروندګرو د هغوی سیمو ته ورتلونکو بهرنیوسرتیرو ته تود هرکلی وایه او ان دا چي د چایواو ډودۍ ست یې ورته کاوه. خامخا یو چیرته تیروته شوې یا کیږي چې پرونی باور اوس په شک بدل شوی؟

ورته مطالب