افغانستان: د وچ کالۍ مهارول ۱۴۳ میلیون ډالر غواړي

افغانستان
Image caption چارواکي وايي دغه مرستې به د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې پر هغو سیمو ووېشل شي، چې وچ کالۍ ځپلې دي.

په داسې حال کې، چې د نړیوالې ټولنې او مرستندویو هېوادونو له خوا د افغان حکومت د ۱۴۲ میلیونو ډالرو دې تازه غوښتنې ته لا تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویل شوی، خو افغان چارواکي هیله ښيي، چې په نژدې راتلونکې کې به دغه پیسې افغان حکومت ته ورکول شي.

په افغانستان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، دغه مرستې به د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې په هغو سیمو ووېشل شي، چې وچ کالۍ ځپلې دي.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر او د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په کابل کې خبریالانو ته وویل، تمه لري، چې مرستندويه هېوادونه به دغه مرستې افغان حکومت ته ورکړي:

''پرته له هغو مرستو، چې زموږ نړیوال دوستان یې په نورمال ډول هر کال موږ سره کوي، د بېړنۍ مرستې په ډول موږ ۱۴۲ میلیونو ډالرو نورو مرستو ته اړتیا لرو. دغه مرستې به د و چ کالۍ په مهار کولو مصرف شي او په هغو خلکو به ووېشل شي، چې سختې وچ کالۍ ځپلي دي. هیله من یم، چې زموږ نړیواله ټولنه او هغه مرسته کوونکي هېوادونه، چې تر اوسه یې له موږ سره مرسته کړې، زموږ دې غوښتنې ته په بېړني ډول مثب ځواب راکړي.''

ښاغلي خلیلي وویل، چې دغه مرستې به په څه باندې دوو نیم میلیونو هغو کسان ووېشل شي، چې سختې وچ کالۍ ځپلي دي.

که څه هم افغان چارواکي وايي ، د وچ کالۍ دمهار کولول لپاره یې تگلارې ه پام کې نیولې دي خو بیا هم له تېرې یوې لسیزې راهیسې وچ کالۍ د افغانستان ډېری سیمې ځپلې.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د وچ کالۍ له کبله د هېواد په ډېرو برخو کې د عنمو تولید کم شو دی.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمې، چې په دغه غونډه کې یې برخه درلوده، وویل، سږ کال افغانستان دوه نیم میلیونه غلې ته اړتیا لرې، چې له بهره یې بايد راوليږدوي.

Image caption په افغانستان کې له طبعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، دغه مرستې به دهغو شاوخوا ۴۵۰ میلیونو ډالر سره بیره وي، چې د خوراک نړیوالې ادارې له خوا افغانستان ته ورکول کیږي.

سره له دې، چې وچ کالي د افغان بزګرو او بڼوالو لپاره سخته ننګونه ګڼل کېږي، خو ښاغلی رحیمي بیا وايي، چې افغان حکومت له خپلې پانګې څخه ۲۰ میلیونه ډالره د وچ کالۍ د مهار کولو لپاره ځانګړي کړي دي.

بل خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دخوراکي مرستو تنظیموونکي پیټر کراولي هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د وچ کالۍ ځپلو خلکو دلاس نیوي لپاره دې له افغان حکومت سره بېړنۍ مرستې وکړي.

ورته مطالب