'اورپکي چاودېدونکي توکي په مهرلاک شوو ډولچو کې رالېږدوي'

لطف الله مشعل
Image caption د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وايي په ننګرهار کې څه باندې ١٧ سوه کيلو گرامه داسې چاودېدونکي توکي نيولي دي چې په ۴۳ کارتنونو يعنې پيټيو کې پټ کړل شوي و.

د افغانستان ملي امنيت وايي چې اورپکو افغانستان ته د چاودېدونکو توکيو د لېږدولو تگلاره بدله کړې ده او اوس د بوجيو پر ځاى ياد شوي توکي د غوړيو په مهر ولاک شويو ډولچو کې را لېږدوي.

ملي امنيت د افغانستان د سوداگرۍ له خونې وغوښتل چې د خپلو سوداگريزو توکيو نښې او مارکونه خوندي وساتي.

خو د سوداگرۍ خونې بي بي سي ته وويل چې تر مومه پر پولو پټ څاري وسايل ونه لگول شي دداسې پېښو مخنيوى به گران وي.

د افغانستان ملي امنيت اداره وايي د حکومت وسلوالو مخالفانو دغه هېواد ته د چاودېدنکو توکيو د رالېږدول هغه دوديزه لاره پرېښې چې په بوجيو او يا نور ورته څيزونو کې به يې چاوديدونکي توکي راليږدول.

ياده شوې اداره وايي ددوى نويو موندونو څرگنده کړه چې اوس وسله وال مخالفان دغه توکي د غوړيو په مهرو لاک شويو ډولچو کې رالېږدوي.

د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وايي د افغانستان د سوداگرۍ له خونې غواړي چې د خپلو سوداگريزو توکيو او د هغو د نښو او مارکونو ساتنه وکړي.نوموړي وويل د نيول شويو توکيو په تور دوه کسان هم نيول شوي دي.

''دا دوه کسان داسې مهال نيول کېږي چې په ۴۳ کارتنونو کې يې يوزرو اوه سوه او شل کيلو گرامه چاوديدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو،تاسې پوهيږۍ چې افغانستان ته ډيرى خوراکي توکي له پاکستانه راوړل کيږي پخوا به اورپکو په بوجيو او نورو ورته څيزونو کې چاوديدونکي توکي راليږدول،خو دا چې ملي امنيت ډير فعال شوى دى اوس دوى د سوداگريزو کمپنيو د مهر ولاک شويو ډولچو نه گټه اخلي،زه هيله لرم چې د افغانستان د سوداگرۍ خونه په دې ترڅ کې يوه اعلايمه ورکړي او پرې نږدي چې ددوى مشهورې خوراکي نښې او مارکونه دداسې چارو لپاره وکارول شي،ځکه چې دا له يوې ډډې د افغانستان پر اقتصاد يو گوزار دى او له بلې ډدې د دغه هېواد امنيت گډوډوي.''

ګنډې او بیلټي

خو د افغانستان د سوداگرۍ خونې بي بي سي ته وويل چې ددوى نړيواله سوداگري خوندي ده، او ناوړه گټه له هغو توکيو نه اخیستل کېږي چې له پاکستانه د گنډو او بيلټي په ډول راځي.

د يادې شوې خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل چې تر کومه مهاله افغانستان پر پولو او گمرکونو کې پټ څاري پلټونکي وسايل نه وي لگولي دغه راز چارې به شونې وي.

Image caption ملي امنيت په تخار ولايت کې هم يو داسې گاډى نيولاى دى چې د چاودېدونکو توکيو ١٧ بوشکې او يو بکس په کې خوندي شو و، وايي يوازې په دغه بکس کې ۴۰ کيلو گرامه چاودېدونکي توکي اېښودل شوي وو.

ملي امنيت وايي چې سربېره پر دغو توکيو يې څه باندې ۲۰۰۰ کيلو گرامه امونيم نايتريت سره هم په ننگرهار کې نيولې ده چې دا هم له چاودېدونکو توکيو سره يو ځاى کارول کېږي.

د يادې شوې ادارې وياند لطف الله مشعل وويل چې له دغو چاودېدونکو توکيو نه ١٠ موټر بمه او د ځانمرگو بريدگرو ٢٤ واسکټونه جوړيدلاى شول.

نوموړي وويل ټاکل شوې وه چې له پاکستان نه را اړول شوي چاودېدونکي توکي په ننگرهار، لغمان، او کابل ولايتونو کې کارول شوي واى.

ملي امنيت په تخار ولايت کې هم يو داسې گاډى نيولاى دى چې د چاودېدونکو توکيو ١٧ بوشکې او يو بکس په کې خوندي شو و، وايي يوازې په دغه بکس کې ۴۰ کيلو گرامه چاودېدونکي توکي اېښودل شوي وو.

ملي امنيت وايي چې ددغو توکيو د لېږدولو په تور هم دوه کسان نيول شوي دي.

ورته مطالب