'حکومت دې خپله کورنۍ او بهرنۍ تګلاره بدله کړي'

مشرانو جرګه
Image caption مشرانو جرګې نړیوالې ټولنې ته دا وړاندیز هم وکړ، چې د پاکستان په حکومت دې سیاسي او اقتصادي فشارونه زيات کړي چې پاکستان د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس پرسر شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې پر حکومت غږ کړى چې د سولې او امن په تينگښت کې دې خپلې کورنۍ او بهرنۍ تگلارې بدلې کړي.

د دغې جرګې یوشمېر غړي ادعا کوي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د خپلو ګټو لپاره نه غواړي په افغانستان کې سوله ټينگه شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړو سره له دې، چې پر دې خبرې ټینګار کاوه، چې نن نه یوازې افغان حکومت بلکې نړيوال هم دا مني، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، خو وايي، چې افغان دولت او نړیواله ټولنه دې د ترهگرۍ پر وړاندې پخپل سیاست کې بيا له سره کتنه وکړي.

د جرګې غړو له افغان دولته وغوښتل، چې د ټول پوښتنې له لارې دې داسې نوې تگلارې جوړې کړي چې پر مټ يې هم د ترهگريزو بريدونو مخه ونيول شي او هم په دې توگه د هغو هيوادونو د لاسوهنو مخه هم ډب شي چې غواړي خپلو موخو ته د رسيدو لپاره هغه وکاروي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار افغان حکومت ته د جرګه والو وړانديزونه يو په يو وشمېرل:

''افغان حکومت باید د خپل کورني سیاست او د پاکستان او د نړیوالې ټولنې د شتون په تړاو بیا کتنه وکړي. دغه راز نړیواله ټولنه هم د افغانستان، پاکستان سیمې او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بیا کتنه وکړي. افغان حکومت باید د یوې ملي اجماع او په نظام کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره هڅې وکړي.''

د جرګې یوشمېرغړو ویل، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو موجودیت د ترهګرو او د ځالو د له منځه وړلو په موخه دی، خو دغو غړو ادعا کوله، چې اوس نړیواله ټولنه هم په دې پوهیږي، چې د ترهګرو سرچینې په پاکستان کې دي.

نړېوالې ټولنې ته د جرگې د ځينو وړانديز دا و چې په پاکستان کې دې خپل |وځي خوځښتونه پيل کړي ، او په خبره يې چې له هغې پرته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتوالى بې معني وي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیارپه افغانستان کې د نړېوالې ټولنې مسوولیتونو ته داسې اشاره کوي:

''نړیواله ټولنه له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه دلته راغلې، خو نن ورځ داسې واقعیتونه موجود دي چې د ترهګرو مشران القاعده او ویره اچونکي په پاکستان کې دي. مرکزونه یې په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه لارښونه ورته کیږي. نو باید نړیواله ټولنه پر دغو مرکزونو پوځي عملیات وارزوي او تر سره یې کړي. چې نړۍ، سیمه او افغانستان د ترهګرۍ له شره خلاصه شي.''

مشرانو جرګې نړیوالې ټولنې ته دا وړاندیز هم وکړ، چې د پاکستان په حکومت دې سیاسي او اقتصادي فشارونه زيات کړي چې پاکستان د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس پرسر شي.

سره له دې چې تل افغان چاراکو په پاکستان کې ځينې کړۍ له ترهگرو سره پر همکارۍ تورنې کړي دي، خو دا هغه څه دي چې تل د پاکستاني چارواکو رد کړي دي، خو په دې وروستيو کې کله چې ځينو امريکايي لوړ پوړو چارواکو هم پر پاکستان داسې نور تورونه پورې کړ، نو ورسره د واشنگتن او اسلام اباد تر منځ يې اړيکي تر پخوا زيات پيکه او ترينگلي کړي دي، خو لا هم پاکستاني لورى پخپل دريځ ولاړ دى او دغه شان تورونه نه مني.

ورته مطالب