کابل کې د بشري حقونو لومړی فلمي فسټیوال

فسټیوال د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption دغه فستیوال د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیل او د همدغې میاشتې په اوومه به پای ته ورسیږي.

په کابل کې په لومړي ځل د بشري حقونو په تړاوو د فلمونو نړیوال فستیوال پیل شو چې تر یوې اوونۍ پورې به دوام کوي.

دغه فستیوال چې په کابل کې د فرانسې په انستېتیوت کې پیل شو روانه ټوله اوونۍ به په کې د افغانستان په ګډون د سيمې او نړۍ د ۱۸ هېوادونو فلمونه نندارې وړاندې شي.

د بشري حقونو په تړاو دغه موسمي فستیوال نندارې ته د وړاندې کېدونکو ۵۰ فلمونو اصلي کيسې تر ډېره د بي عدالتۍ، توکمیزو توپیرونو او د بشر پروړاندې د تاوتریخوالي پر مبارزې راڅرخي.

که څه هم د نندارې کېدونکي ۳۸ فلمونه افغان هغه دي، خو فستیوال د یوه مشهور ایراني فلم جوړوونکي جعفر پناهي پر 'اکاردوون' نومي فلم وشو.

دغه فلم د یوه اکاردون غږوونکي سوالګر هلک او ډول وهونکې نجلۍ کیسه کوي چې خور او ورور دي او له همدې لارې خپله کورنۍ چلوي چې په اصل کې فلم په ایران کې د بې وزلو ماشومانو او کورنیو د ژوند یو انځور وړاندې کاوه.

دغه ایرانی فلم جوړوونکی جعفر پناهي په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو پر ژوند او ستونزو هم فلمونه جوړ کړي، چې د ایران د تېرو لانجمنو ټاکنو وروسته په شپږو کلونو بند محکوم او د شلونورو کلونو لپاره له هر ډول سینمايي فعالیت نه محروم کړی شو، چې اوس په خپله د بشري حقونو قرباني بلل کېږي.

په فستیوال کې د اووه افغان ښځینه فلم جوړوونکو فلمونه هم نندارې ته وړاندې کېږي، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په وړاندې پر ستونزو راڅرخي.

د فرانسې او امریکا سفارتونو سربېره د یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو فرهنګي مرکزونه د یاد شوي فستیوال جوړوونکي دي.

د امریکې د سفارت مرستیال ډیوډید پییز افغان فلمونه وستایل چې نړیوالو ته په افغانستان کې د بشري حقونو رښتینی تصویر وړاندې کوي:

''زه ستاسو ټول هغه فعالیتونه چې د ښوونې او روزنې، کلتور او د مدني ټولنو له لارې د بیان د ازادۍ او د هنر د هڅونې لپاره ترسره کېږي، ستایم. د امریکا سفارت ویاړ لري چې په افغانستان کې د هنري او کلتوري فعالیتونو ملا تړي، دغه راز دا ویاړ هم لرو چې د بشري حقونو د مني د لومړني فلمي فستیوال ملاتړو.

دا د افغانانو لپاره یو ښه فرصت او یوه ښه وسیله ده چې نړیوالو ته وښايي چې بډایه او ژور کلتور لري. فستیوال دا فرصت هم راکوي چې د هغوو کسانو زړوتیا او جرات وستایو چې د نړۍ او خپلو هېوادونو په ښیرازۍ کې یې برخه اخيستې ده. تاسې د تخلیقي هنرونو نوښتګر او پالونکي یاست''.

په کابل کې د بشري حقونو د مني دغه لومړني فستیوال ته د هند،ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو فلم جوړوونکي او ډایرکټران ور بلل شوي دي.

چمتو کوونکي یې وايي چې افغانستان ځکه د فستیوال کوربه غوره شوی چې د نورو ډېرو هېوادونو پرتله د بشري حقونو له اړخه زیانمن شوی او لا زیانمنېږي.

دغه فستیوال د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیل او د همدغې میاشتې په اوومه به پای ته ورسیږي.

ورته مطالب